ځینې سرچینې وایي، د هغو کلیوالو شتمنو اولادونه، چې له وردګو، غزني او لوګر ولایتونو څخه کابل ته راکوچېدلي د سړي تښتونکو له خوا په مرموز ډول اختطاف کېږي او د هر یوه په بدل کې له څلوېښتو تر یو لکو ډالرو مطالبه لري.
په وروستۍ يوه نيمه مياشت کې په کابل کې د وردګو، غزني او لوګر ولايتونو تر شلو زیات اوسېدونکي د نا څرګندنو وسله والو له لوري تښتول شوي دي، چې ځينې يې د پيسو نه ورکولو له کبله وژل شوي هم دي. خو دغه رازونه ځکه نه افشاء کېږي، چې کورنۍ په پټه له سړي تښتونکو سره معامله کوي.
اوس مهال ډېر دغه تورونه په طالبانو پورې کېږي؛ ځکه پخوا به د طالبانو دویمه درجه قوماندانانو ته د میاشتې سل لکه پاکستانۍ کالدارې ورکول کېدې، خو اوس دغه عواید محدود شوي او طالبانو اختطاف ته مخ اړولی دی.
د طالب جنګیالیو نوې مالي سرچېنې ډېری ولسي وګړي اندېښمن کړي، ځکه چې د عامو وګړو د تښتونو له لارې دوی لکونه ډالره ترلاسه کوي او په هېواد کې د جنګي ډلو، ټپلو بانډونه پیاوړي کېږي.
سرچینې وایي، ددې ډول پېښو وروستۍ بېلګې په تېره يوه نيمه مياشت کې د کابل په بېلابېلو څنډو کې د شاوخوا ولایتونو له شلو د زیاتو اوسېدونکو د تښتونې هغه دي، چې ځینې یې د پیسو نه ورکولو له کبله وژل شوي هم دي.
شنونکي او سيمه ييز مخور ددې ډول پېښو پړه ځکه په طالب جنګیالیو اچوي، چې د سړي تښتونکو د بانډونو تړاونه د دوی د حاکمیت له سیمو سره ثابتېږي او دا چې د پخوا په پرتله د طالبانو د عوایدونو سرچینې په محدودېدو دي، ځکه خو یې سړي تښتولو ته مخ کړی دی.
د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ يو ځوان چې د وسله والو طالبانو له لوري مياشت وړاندې تښتول شوی وو، د نوم له اخیستلو پرته محور ته وويل، لس ورځې مې په يوه غره کې په داسې سمڅو کې تېرې کړې، چې هره شېبه مې د مرګ فتوا صادرېده :((د طالبانو يوه سرګروپ زما له کورنۍ نه د يو ميليون افغانيو غوښتنه وکړه، خو تر هغه چې برابرېدې، يوه اونۍ تېره شوه او هره ورځ مې د مرګ خبرې کېدې، خو بالاخره د ۵۰۰ زره افغانيو په بدل کې را خوشي شوم.))
د چارو شنونکی عبدالجبار شلګری وایي، دا لومړی ځل ندی، چې طالبان دغه ډول کړنو ته لاس اوږ دوي، تر دې وړاندې يې هم د کمپنيو او شرکتونو کارکوونکي، مالکان، بهرني اتباع او يا هم نور داسې کسان تښتولي او پر سر يې د ميليونونو ډالرو معامله کړې ده، خو هغه ډول چارې د دوی د مشرانو په کچه تر سره شوې، خو اوس ښکاري، چې د مالي سرچینو د محدودېدو له امله دا چاره په طالب جنګیالیو کې په عامېدو ده.
د ۱۳۸۶ کال په چنګاښ مياشت کې ۲۰ تنه کوريايي ځوانان د طالبانو له لوري وتښتول شول، چې بيا يوه مياشت وروسته بي بي سي د يوه طالب چارواکي له قوله خبر ورکړ او ويلي يې وو، چې هغوی د٢٠ ميليونه ډالر په بدل کې خوشي شول.
شاوخوا میاشت وړاندې په لوګر کې هم د ترکي انجینرانو یوه ډلګۍ یرغمل شوه، چې وروسته ویل کېږي د پیسو په بدل کې یې یو شمېر خوشي شول او هغه افغان د پیسو نه ورکولو له امله لا هم بندي دی.
وړاندې ويل کېدل، چې له طالبانو سره خليجي هېوادونو، د ګاونډیو استخباراتي کړیو او ځینې نورو بهرنیو منبعو مالي امکانات برابرول، چې په محدودېدو ښکاري.
پوځي شنونکي شهنواز تڼي محور ته وويل، د طالبانو مالي سرچينې د خليجي هېوادونو تر څنګ د يو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان استخبارات دي، چې په پوره ډول يې ملاتړ کوي. دوی وايي، د نور څه تر څنګ طالبانو ته ډېری مالي امکانات په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو هم برابرول، چې د اکمالانو د لېږد پر مهال يې له دوی سره د لويو لارو پر سر قراردادونه کړي وو او په ميليونونو ډالر به يې ترې تر لاسه کول.
دی وايي، د نشه يي توکو کاربار بله هغه مالي سرچينه ده، چې طالبان پياوړي کوي او جګړه غځوي. د تڼي په خبره، دا هغه سرچينې دي، چې وړو طالب جنګياليو او سرګروپانو ته ترې څه نه رسېدل او نه هم رسېږي، چې هغوی اوس اختطاف ته مخه کړې.
ويل کيږي، چې اوس تر ډېره د طالبانو ځينې سرچينې وچې شوې دي او له بل لوري د لوړ پوړو طالبانو پام له جګړې د جوړ جاړي او معاملې لور ته اوښتی دی، چې په پايله کې يې په جګړه کې بوخت جنګيالي هېر شوي دي.
شنونکي وايي، پخوا به وړو طالبانو او سرګروپانو تر خپل واک لاندې سيمو کې له خلکو په زور عشر او زکات راټولولو او ان په ښارونو او لويو ادارو کې يې خواخوږي لرل، چې د مياشتې په اوږدو کې به يې د دوی ناز اخيسته او له هغه لارې تغذيه کېدل، چې اوس پرې امنیتي کړیو دا منبعې محدودې کړې دي او دوی اړ دي له سړي تښتونکو بانډونو سره لار یوه کړي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د ترور نوې ډله”
  1. زه د یو دوو طالبانو کیسه درته کوم،
    یو طالب له خلکو، قراردادونو او پروژو څخه پیسې واخیستې او بیا یې ځان ته پرې ګډان او مېږې واخیستې او کوچیانو ته یې سپارلې چې ورته کاله یې کړي. نوموړی طالب د یوې ولسوالۍ ولسوال صاحب ؤ
    د کابل – کندهار په سړک چې کوم موټر سځول کېږي. له موټروانو، کلینډرانو او د تیلو د خرڅولو له لارې چې کومې پیسې ترلاسه کېږي. په همغه ورځ کوټې ښار ته حواله کېږي او هلته همدغه طالب قوماندان ورباندې کورونه جوړوي.
    تېر کال یو دوه طالبان شریکان ول. یو طالب همدلته په افغانستان او بل په کوټه کې و. په خپلو جنګی افرادو یې په سلګونو موټر وسوځول او په لس ګونو خلک یې مړه او پیسې یې خپل ملګري ته استولې او هغه په کوټه ورباندې کور جوړاوه. په آخر کې الله رحم وکړ. همدغه مشر طالب مردار شو او کور یې همغه بل ملګري ته په کوټه کې پاتې شو اوس ورباندې خپلې مزی او چرچې کوی. یوه ورځ به داسې هم راشي، چې له هغه د پاکستان ای اس ای پسې را واخلی او له هغه څخه به هم کور پاتې شی او سپېره خوله به خپل افغانستان ته را روان وي او کور به پنجابي صاحب ته پاتې شی.

    الله پاک دې افغانستان د طالب له شره په امان کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *