په جګړه کې د زيات قرباني قشر افغان ماشومانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي، خو د درملنې چارې يې تر ډېره د جرمني د سولې کلي پر غاړه اخستې، چې د دغو ټولو قربانيانو درملنه به ورته ناشونې وي.
تېر کال په افغانستان کې د ښکېلو غاړو په جګړه کې ۸۶۷ ماشومان ټپيان شوي وو، چې ۵۰۰ پکې جدي وو، خو په ورته وخت کې د جرمني د سولې کلي يوازې ۱۷۰ ماشومان د درملنې لپاره دغه هېواد ته بیولي دي.
د دغه ډول قربانيانو په تړاو اوس اندېښنې دادي، که چېرې دا بنسټ خپلې مرستې ودروي، نو په افغانستان كې د دا ډول درملنې د دوام كورنی امكان او تضمين نشته.
هر کال له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې هغه افغان ماشومان چې د هډوکي او يا هم جدي سوځېدلي وي او درملنه يې په افغانستان کې ناممکنه وي، د رغېدو په هدف د افغاني سرې مياشتې په ملاتړ جرمني ته استول کېږي، خو د دغو ماشومانو بله لویه برخه د جګړې قربانيان وي.
د افغاني سرې مياشتې د تشريفاتو مسوول عنايت الله صديقي محور ته وويل، دغه پروګرام چې له ۲۶ کلونو را پدېخوا پيل شوى، په مټ يې هغه ماشومان، چې عمرونه يې تر ١٢کلونو ټيټ وي او په افغانستان کې يې درملنه ناشونې وي، د جرمني ډاکترانو تر کتنې وروسته په وړيا توګه جرمني ته استول کېږي، څو هورې يې د سولې کلي په نوم یو بنسټ لخوا درملنه وشي.
دى زياتوي، په افغانستان کې د ماشومانو لګښت د افغاني سرې مياشتې پر غاړه دی، خو هر ماشوم له شپږو مياشتو تر يو کال پورې په جرمني کې تر طبي کتنې لاندې وي، چې تر يو ميليون ډېر لګښت ورباندې راځي او دغه لګښت د جرمني د سولې کلى ورکوي :((ان تردې، چې ناروغ له اړتيا سره سم، څو ځلي جرمني ته استول کېږي. د جرمني د سولې کلى په هرو شپږو مياشتو کې سوځېدلي او د هډوکو په ناروغيو اخته ماشومان د درملنې لپاره هغه هېواد ته بيايي، چې د دوى ډېرى د جګړو قربانيان دي او يوه کمه برخه يې د طبيعي پېښو قربانيان وي.))
د ورکړل شويو شمېرو له مخې د تېرو ٢٦ کلونو په جريان کې تر ١٠ زرو ډېر دا ډول افغان قرباني ماشومان جرمني ته استول شوي او بېرته روغ رمټ راستانه شوي.
خو په افغانستان کې چې په جګړه کې د زيات قرباني قشر ماشومانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي دا به ناشونې وي، چې د دغو ټولو قربانيانو درملنه دې د جرمني سولې کلی تر سره کړای شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري د خپرو شويو شمېرو پر بنسټ ويل شوي، په ١٣٩١ لمريز کال کې د ښکېلو غاړو په جګړه کې د ۸۶۷ ماشومانو ټپيان شوي دي. د يادو قرباني ماشومانو په ډله کې ۵۰۰ جدي ټپيان وو او په کور دننه يې د درملنې امکانات نه وو.
د جرمني د سولې کلى په ١٣٦٧ کال کې ددې هېواد په اوبرهازن ښار کې د هغو هېوادونو د ماشومانو لپاره، چې تر ډېره د جګړو قربانيان دي جوړ شوی دی.
د روغتيايي چارو متخصصين وايي، په تېرو کلونو کې افغان حکومت په دې برخه کې هومره بېغوري کړې، چې حساب يې نشته، ان د روغتيا په سکتور کې ډېرو ابتدايي چارو ته پام ندی شوی.
ډاکټر شمس القمر محورته وويل، عامې روغتيا وزارت په تېرو دوولسو کلونو کې ډېر کار تر سره کولای شوای، خو وخت يې ايله د ورځو په نمانځلو او نورو جشني او فيشني کارونو تېر کړى دى. دى زياتوي، په ټول هېواد کې يو پرمختللى لابراتوار او مرکز نه لرو، نو له دې امله مو ناروغان بهر ته ځي. د ښاغلي شمس القمر په خبره، کله چې د جرمني سولې کلی خپلې مرستې ودروي، نو هله به افغان حکومت راويښ شي، خو څه به په لاس نه راځي :((په جګړه کې د قرباني ماشومانو شمېر تر دې دوه برابره زيات دی، خو غوښتنې دا دي، چې په کور د ننه ورته د درملنې مرکزونه جوړ شي، ځکه ډېری افغانان ان په دې بهير لا خبرېږي هم نه.))
د سرې مياشتې د مسوولينو په وينا، په افغانستان کې د جګړې د قرباني ماشومانو د درملنې لپاره يې هېڅ سنبال مرکز نشته او نه هم ورته په تېرو کلونو کې پام شوى دى: ((که د دغه ډول ماشومانو درملنې ته پام ونشي، نو ټول معيوبيږي، دا يوه ستره تراژيدي ده.))
د روغتیا وزارت ډېره بودجه یوازې د ورځو په نمانځې لګېږي، چې تر ډېره دا پروګرامونه هم تشریفاتي بڼه لري او پکې کېدونکې وعدې هم ندي عملي شوې.
له بار بار اړیکو سره د روغتیا وزارت ویاند حاضر نشو پدې اړه معلومات ورکړي.