د هند د بهرنيو چارو وزير د پانګوالو له يوه پلاوي سره د حاجيګک د اوسپنې کان د قرارداد د لاسليک په هدف افغانستان ته راځي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د حاجيګک د اوسپنې قرارداد د افغانستان لپاره په ګټه ندی، اوبه او د ډبرو سکاره په وړيا توګه کمپنيو ته ورکول کېږي، چې یوازې ددې عواید د کان د اوسپنې تر عوایدو لوړېږي.

دوی د ولسي جرګې د رخصتۍ په موده کې د قرارداد لاسليک، يوه مافيايي هڅه بولي او وايي، پارلمان به يې د مخنیوي ټولې هڅې وکړي.

سرچينې وايي، ټاکل شوې د هند د بهرنيو چارو وزير د پانګوالو له يوه پلاوي سره د حاجيګک د اوسپنې کان د قرارداد د لاسليک په هدف، افغانستان ته راشي.

د کانونو د برخې ماهرين او د ولسي جرګې غړي وايي، په هغو شرايطو چې د هندي کمپنيو کنسرسيوم وړاندې کړي، د حاجيګک د اوسپنې کان په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه ندی.

دوه کاله د مخه د حاجيګک د اوسپنې کان لپاره ۲۰ کمپنيو په بېډنګ کې ګډون کړی وو، چې د کانونو وزارت اوه هندي او يوه کاناډايۍ کمپنيۍ ددې قرارداد لپاره مناسبې وګڼلې او د قرارداد ګټونکې يې اعلان کړې.

د هندي کمپنيو کنسرسيوم د حاجيګک د کان د دريو بلاکونو او یوه کاناډایي کمپنۍ د دغه کان د يوه بلاک ګټونکې شوه، چې کاناډايي کمپنۍ خپله ونډه پلورلې ده.

د حاجیګک د اوسپنې د کان د رایستلو پروژه د عینک د مسو په کان پسې دويمه لویه پروژه ده. دغه کان د نړۍ د خورا سترو کانونو له ډلې دی، چې د اټکل له مخې د اوسپنې دوه ميلیارده ټنه داسې کاني مواد لري، چې د اوسپنې اندازه یې ۶۲ سلنې ته رسېږي.

د هندي کمپنيو کنسرسيوم په قرارداد کې ويلي، چې۱۰ميليارده ډالر به په دغه کان کې پانګونه کوي او تر څنګ به يې د ۳۰۰ کيلومتره په اوږدوالي د رېل يوه پټلۍ تر هرات پورې غځوي، چې له چابهار سره ونښلول شي.

د کانونو وزارت د يوې سرچينې له قوله ياد هندي کنسرسيوم به په لومړي پړاو کې ۳،۵ ميليونه ټنه اوسپنه راباسي  او په دويم پړاو کې به دغه اندازه اوه ميليونه ټنو ته لوړېږي. سرچينه وايي؛ د قرارداد له مخې ياد کنسرسيوم به په افغانستان کې د برېښنا او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې هم کارونه پيل کړي: ((په لومړيو کې د کانونو وزارت پراخه درغلي وکړه، پيسې يې واخستې او ان حق المتياز يې يادو کمپنيو ته راټيټ کړ، چې له مخې به يې له درې تر ۱۲ سلنه پورې ګټه افغانستان خزانې ته ځي، چې دا ډېره کمه هغه ده.))

د ولسي جرګې د طبيعي زېرمو د کميسيون غړي وايي، د قرارداد ګډونوالو ۲۰ کمپنيو کې دريو يې تر هندي هغه زيات امتيازات افغانستان ته ورکول او تر دې يې ښه پانګونه کوله، چې عوايد به يې تر هندي کنسرسيوم لوړ وو، خو ګټونکې نه شوې.

د کانونو د برخې ماهرين وايي، د حاجيګک د اوسپنې کان تر ۲۰۰۰ ميليونه ټنو پورې اوسپنه لري، که هندي کمپنۍ د کال اوه ميليونه ټنه اوسپنه استخراج کړي، نو د ۱۸۰ کالونو لپاره دوام کوي او که درې ميليونه ټنه استخراج کړي، ان تر ۴۰۰ کلونو پورې به له دې کان څخه اوسپنه واېستلای شي.

د ولسي جرګې د طبيعي زېرمو د کمېسيون غړی ګل پاچا مجیدي وايي، له ولسي جرګې سره له وړاندې ددې تړون په اړه اندېښنې وې. دی وايي، د حاجيګک د اوسپنې کان په څلورو بلاکونو وېشل کېدل له تخنيکي اړخه ستره تېروتنه ده: ((دغه قرارداد د افغانستان لپاره هېڅ ډول ګټه نلري، د سيمې اوبه او د ډبرو سکاره په وړيا توګه کمپنيو ته ورکول کېږي، چې که مصرفېدونکو سکرو او اوبو ته حساب وشي، نو عوايد يې د کان تر هغه لوړېږي. ددې تر څنګ په ياد کان کې سره زر هم شته او د کان يو ښه والی دا دی، چې د ځمکې پر سر دی.))

د کانونو د مخکيني قانون له مخې، تر ۵۰ ميليون ډالرو پورې د کانونو قرارداد د وزيرانو شورا له لوري تصويبېدای شوای او تر هغه زيات ولسي جرګې ته راجع کېدل، چې په نوي قانون کې دا صلاحيت له ولسي جرګې اخستل شوی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، په هېڅ ډول سره به دوی د حاجيګک د اوسپنې قرارداد تصويب او هغه ته د سپړنې اجازه ورنه کړي. ګل پاچا مجیدي وايي، که د ولسي جرګې د رخصتۍ په موده کې دا کار تر سره شي، دا خپله مافيايي حرکت دی.

د کانونو وزارت وياند رفېع صديقي له محور سره په خبرو کې وويل، هندي کمپنۍ ګټونکې وې او د افغانستان لپاره يې ګټه تر نورو ښه وه. دی زياتوي، اوس د هندي کمپنيو له کنسرسيوم سره د مسلکي ټيمونو له لوري خبرې روانې دي او کله چې خبرې پای ته ورسېږي، هله به بيا موضوع له رسنيو سره شريکه شي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د حاجیګک پر قرارداد نیوکې ډېرې شوې دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *