افغانستان ته له پاکستان څخه هره ورځ ۱۰۰ ټنه شنډ شوي، ټوغکي او يا هم ګوزڼ وهلي د غوښې چرګان را واردېږي، چې استفاده يې د سرطان په څېر خطرناکو ناروغيو لامل ده.
روغتيايي مرکزونو له بهرنيو هېوادونو څخه د چرګانو او هګيو د ټولو وارداتو په کيفيت نيوکه کړې ده. دا مهال په ورځنۍ کچه ۱۰۰۰ ټنه د چرګ غوښه او۶۰ زره هګۍ له بهر څخه راځي.
په افغانستان کې د چرګانو په ۸۰۰۰ فارمونو کې ۲۰۰ زره کسان کار کوي او پانګوال يې ادعا لري، که د کاروبار ملاتړ يې وشي دوی به ايران او پاکستان ته هم غوښه او هګۍ صادر کړای شي.
په منځنۍ کچه هره ورځ افغانستان ته ۱۰۰ ټنه د غوښې ژوندي چرګان له پاکستان نه راوړل کېږي، چې استفاده يې د ګڼو ناروغيو په ځانګړې توګه د سرطان لامل کېږي.
دغه چرګان يا له هګيو لوېدلي یعنې شنډ شوي وي او يا هم ټوغکي او ګوزڼ وهلي وي، چې افغانستان ته د غوښې لپاره را واردېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په پاکستان کې ددې ډول چرګانو په غوښه بنديز دی، خو افغانستان ته له دې امله راوړل کېږي، چې افغان مارکېټ پرې خراب کړي.
دی زياتوي، د نسل ګيرۍ د چرګانو لپاره په بهرنيو هېوادونو کې يو ډول هرمونونه تطبيقېږي، څو چرګ قوي کړي، خو د وخت په تېرېدو سره دا په يوه ناروغۍ بدلېږي :((په نورو هېوادونو کې چې کله د نسل ګيرۍ چرګان شنډ شي، هغه وژل کېږي او تر ځمکې لاندې خښېږي ان ځناورو ته يې غوښې نه ورکول کېږي.))
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په ورځنۍ توګه ۴۰ موټره د چرګ غوښه چې تر ۳۰ ټنو پکې بار وي راځي او همدا ډول تر ۶۰ زرو پورې هګۍ را وړل کېږي :((افغانستان په ورځ کې ۱۰۰ زره هګۍ مصرفوي، چې ۴۰ زره خپله په کور د ننه توليدولای شي.
دا مهال افغانستان ته د چرګ غوښه له برازيل او امريکا نه راوړل کېږي، خو هکۍ بيا له پاکستان، هند او يو شمېر نورو هېوادونوڅخه را واردېږي، چې تر ډېره يې کيفيت ټيټ ښودل کېږي.))
افغان فارم لرونکي وايي، له بهر نه هېواد ته را واردېدونکې غوښې او هګۍ په افغانستان کې د چرګانو د فارمونه کار ټکنی کړی او څوک زړه نه ښه کوي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
دوی وایي، افغان فارم لرونکو ته د چرګانو محصولات ګران پرېوځي، خو له بهره را واردېدونکو محصولاتو نرخونه د کورنيو هغه په پرتله ټيټ دي.
د افغانستان د چرګانو د فارم لرونکو د ټولنې مشر معروف ظفر وايي، کوم محصولات چې هېواد ته راوړل کېږي، هغه خپل کيفيت له لاسه ورکوي، ځکه چې د لارو په اوږدو کې پرې ډېر وخت تېريږي. ښاغلی ظفر زياتوي، که په افغانستان کې د چرګانو په فارنونو پانګونه وشي، نو له يوه لوري به د هغو ناروغيو مخه ونيول شي، چې د دغو محصولاتو په وسيله هېواد ته را داخلېږي، له بل لوري به افغان اقتصاد وده کړې وي.
د چرګانو د فارم لرونکو د ټولنې د مسوولينو د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد د چرګانو ۸۰۰۰ فارمونه فعال دي :((په دغو فارمونو کې ۴۰۰۰ لوی، ۳۰۰۰ منځني او ۱۰۰۰ يې کوچني دي. په دغو فارمونو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره ده. افغانستان په کال کې ۱۲۳ ميليونه د غوښې چرګان او ۴۷۰ زره د هګيو چرګان توليدوي، چې د هګيو کلنۍ توليد يې۱۰۳ ميليونو ته رسېږي.))
افغان فارم لرونکي وړاندیز کوي، چې که د چرګانو د فارمونو شمېر ۱۸زرو ته ورسېږي، ددې تر څنګ چې کورنۍ اړتياوې به پوره کړي، د بهرنيو هغو مخه به هم ونيولای شي.
په ورته وخت کې اقتصاد پوهان وايي، په هېواد کې د ٨٥ سلنه وګړو ژوند په مالدارۍ ولاړ دى، خو بيا هم واردات بهرني دي او په هغه برخه کې چې بايد خپل توليدات ولرو، په بهرنيو هغو تکيه کوو.