د پوځي واکمنۍ د فشارونو په نتیجه کې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت منلې، چې د توپکو، کارتوسو او جنګي مقابلې د لېږد مضامین د ښوونځیو تعلمیي نصاب ته شامل کړي. ځایي پښتانه وایي، دا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې لویدیځ هېوادونه د پنجابي استخباراتو په مرسته نوی پښتون نسل په ایډیالوژیک لحاظ د جنګ په روحیه روزي او ترهګري به د پښتنو مزاج ته داخله کړي.
د خیبر پښتونخوا شنونکي وایي، عمران خان د پښتنو د ځپلو لپاره په سیتماتیک ډول مشهور کړای شو، سیاسي صحنې ته راوستل شو او بالاخره د پښتنو او ترهګرۍ له سره کوشیر کولو پروژې ور وسپارل شوې.
شنونکي زیاتوي، ترهګري به د پښتنو یو مضمون وي او خیبر پښتونخوا به تر افغانستان وروسته د ترهګرۍ د استوګنې دویم محل وي.
د ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې ټاکنو د پاکستان استخباراتي کړیو ته چانس برابر کړ، چې د پوځي قوت یا ستبلشمنټ غځولو لپاره زمینه سازي وکړي.
د استخباراتي کړیو لخوا د مرموزو کسانو له ډلې میدان ته د عمران خان راوستل، سیاست ته داخلول او واک ته رسولو نتیجه نن د خیبر پښتونخوا په تعلیمي ساحه کې ارزول کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی غفور لېوال وایي، پاکستان همېش د نړیوالو لانجو د ټیکې اخیستنې لپاره په سیمه کې ایډیالوژیک سهامي شرکتونه ژوندي ساتلي، چې په واسطه یې له نړیوالو جنګي مارکېټونو پریمانه پیسې ترلاسه کړي :((لومړی، د پاکستان پوځي قوت ډېرې پیسې، جایدادونه او ځمکې غصب کړې دي، که له دوی سره د جګړې غځولو قوت نه وي دا امتیازات یې له لاسه وځي. دویم؛ د اسلامي ډلو د لویې کتلې راټولو او پاللو هدف یې په کشمیر او افغانستان کې د جګړې غځول دي، که دا جګړه ودرېږي په کور دننه یې د پیلېدو خطر ویني.))
د ښاغلي لېوال په وینا، د پاکستاني استخباراتي کړیو لپاره په پښتنو کې د جګړې ښه زمینه سازي ځکه کېدای شي، چې د دوی له بېسوادۍ او بشري قوې په اسانه استفاده کېږي او دا صنعت پخپله ګټه بولي.
د پاکستان استخباراتي کړیو ته د نړیوالو جګړو د ټیکه دار لقب ورکول کېږي، چې د خپلو نړیوالو حامیانو په مرسته یې غځوي.
په ورته وخت کې د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او سراتیانو له نشنلیستي افکارو د پنجابي استخباراتي کړیو وېره ددې سبب شوې، چې ځای یې په خشونت او جنګي افکارو ډک کړي، ځکه نشنلسیتي افکار پاکستان د خپلې بقا لپاره خطر بولي.
د سیاسی چارو یو بل شنونکی بشیر هاتف په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان وروستۍ پالیسي د دوه اهدافو لپاره بولي :((لومړی، عمران خان د پاکستان د استخباراتي کړیو په اشاره غواړي د پښتنو په اړه دا نظر بیا تازه کړي، چې پښتانه له جنګ پرته بل څه نه پېژني. دویم، د پښتنو په سیمو کې باید جګړه وغځېږي.))
د استخباراتي کړیو لخوا په پاکستان کې د ټاکنو پرمهال نمایشي طالبي فعالیتونه ددې لپاره ول، چې دا ځل د پولې هاغه غاړه پښتانه هم په جګړو کې راګډ شي، هغوی چې پوهنتون، ښوونځي او عصري زده کړو ته یو څه لاسرسی لري او ځانونو یو څه متمدن بولي.
له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره په ګډه ای ایس ای دا پروژه پرمخ وړي، څو نړیوالو ته وښیي، چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري د مهارولو نده او پدې ډول پښتانه په دوامداره ډول وځپي.
د ولسی جرګې غړې ارین یون وایي، په نصاب کې د جنګي مضامینو په شاملولو تاکید ددې لپاره دی، څو د پاکستان استخباراتي کړۍ د پښتونخوا پښتانه بېرته د افغانانو په خلاف او د خپلو ګټو لپاره وکاروي :((دا هڅې د پلان په اساس کېږي، څو پدې سیمه کې جګړه بنسټیزه شي او دا خلک بېرته د افغانستان پر خلاف وکارول شي. د پښتنو مشران باید د عمران خان ددې اقدام پر ضد جدي اقدام وکړي.))
څو شیان دی بیاموند ل یی ډ یر مشکل دی-
د وبا ره بیرته راتلل یی ډ یر مشکل دی-
چی یو ځلي شوي بوډا ځواني خپل وخوري-
ځوان به نشي ځوانید ل یی ډ یر مشکل دی-
د وجود ښکلا چی څوک د لاسه ورکړي-
په سرو سپینو ښکلول یی ډ یر مشکل دی-
کومی سترګی چی یو ځلي شی ضعیفي –
د پخوا پشان لید ل یی ډ یر مشکل دی –
د وریښمو بستره کښی چی څوک پروت وی-
خوب تری لاړ شی خوبید ل یی ډ یرمشکل دی-
چی کوم کس په نا علاج مرض اخته شي-
په د رملو رعید ل یی ډ یر مشکل دی-
په پیسو ډ یر کتابونه اخستي شي-
خو د علم زده کول یی ډیر مشکل دی-
ژوند صحت ځوانی نظر په پیسو نشي-
پدی ټکو پوهید ل یی ډ یر مشکل دی-
د د نیا کار په د ولت کیږی(روغواله)-
اخیرت کښی چلول یی ډیر مشکل دی-
عمران خان که چیرته غواری چی پښتانه پخپل منځ کی وجنکوی او د پښتانو لپاره تعصب هڅی کوی نو زه فکر کوم که چیرته پښتون وی او پښتون نه پیدا وی هفه کوشش کوی چی د پښتنو د یووالی لپاره هڅی کوی