محور ورځپاڼه

د دولتي نقليه وسايطو چلوونکي د تېلو سهميه په تور بازار کې پلوري. دفاع وزارت خپلو رييسانو ته د ورځې ٦٠ لېټره، مديرانو او ځينو نورو هغو چارواکو ته چې دولت موټر نه دي ورکړي، په رسمي چارو کې خپل شخصي موټر کاروي،  ١٥ لېټر تېل د ورځې حسابوي، چې ددې تېلو ستره برخه په ازاد بازار کې پلورل کېږي.

د دفاع وزارت ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت مسوولينو ته هم په همدغه پيمانه تېل ورکول کېږي، چې تر لاسه کوونکي يې له پلور نه د خپلې مياشتنۍ تنخوا دوه برابره عايد ترلاسه کوي.

محور موندلې، چې د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست هر موټر چلوونکى د ښار په بېلابېلو نقطو کې د ور سپارل شويو دولتي موټرو څخه د ٦٠ تر ١۵٠ لېټرو تېل په تور بازار کې په نيم نرخ پلوري.

د افغانستان ډېرى وزارتونه چې د خپلو نقليه وسايطو چلوونکو ته کومه سهميه ورکوي ګڼ شمېر يې دغه سهميه په تور بازار کې پلوري او عايد یې تر ټاکل شوې تنخوا درې برابره لوړېږي.

د سړک د سر ډېری پرچون تېل پلورونکي، د نور بازار په پرتله په خورا ټيټ نرخ تېل پلوري، ددې لامل دا په ګوته شوی، چې دوى له دولتي موټر چلوونکو سره قراردادونه کړي او له هغوى غلا شوي تېل د نور بازار په نيم قېمت اخلي.

د محور خبريال د همدې مسئلې د کره کولو په هدف د ښار بېلابېلو سيمو ته تللى او دا يې په سترګو ليدلې چې ډېرى دولتي موټر چلوونکي په ځانګړې توګه د امنيتي او ښاري تنظيف موټرو مالکان او چلوونکي په تور بازار کې خپله سهميه تېل پلوري.

د کابل ښار په دريم پروان سيمه کې يوه کاروباري، چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، هره اوونۍ د امنيتي موټرو چلوونکي يا مسوولین ماته تر ۱۵۰ لېټرو تېل راوړي او په ښه قېمت يې رباندې پلوري.

دى وايي، دا د نن خبره نده، موږ قرارداديان لرو، دوى ته د دولت له لوري زيات تېل ورکول کېږي، نو ځکه يې په تور بازار خرڅوي.

د دفاع وزارت يوه چارواکي محور ته وويل، ياد وزارت خپلو رييسانو ته د ورځې ٦٠ لېټره، مديرانو ته له ١٥ تر ٢٠ لېټرو تېل حواله کړي دي. سرچينې زياته کړه، لوړ پوړو رييسانو ته دوه، دوه موټر ورکړل شوي، چې اوس يې دوى يو په کور درولى او له يوه نه کار اخلي او د يوه موټر سهميه تېل په پشبړه توګه په تور بازار کې پلوري :((ځينو نورو هغو چارواکو ته چې دولت موټر ندي ورکړي، په رسمي چارو کې خپل شخصي موټر کاروي،  ١٥ لېټر تېل د ورځې حسابېږي او دغه کسان هم د خپلو موټرو پرځاى د مامورينو د لېږد له عمومي موټرو نه کار اخلي او خپلې سهميې بازار ته وباسي.))

دفاع وزارت تېل د کابل په بالاحصار، د څرخي پله په سبسي او دارالامان سيمو کې وېشي، چې دغه تېل بيا ډېر همدغو شاوخوا وو کې په فرعي بازارونو کې پلورل کېږي، چې دې څه ان د تېلو په ټانګونو هم اغېز کړی او بازارونه یې ساړه کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري مني چې کېدای شي، ځينې چارواکي به تېل پلوري، خو په ټوله کې د وزارت له لوري ورته يوه لايحه جوړه شوې او د هغه له مخې د هر کس د کور او يا کار په اندازه تېل تر لاسه کوي او هغومره نه وي، چې په بازار کې يې وپلوري. دی وایي، زموږ کشفي ارګانونه د داسې کسانو په لټه کې دي، چې ويې نيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

محور د ښاروالۍ د تنظيف رياست موټر څارلي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د دولتي موټرو تېل پلوري. د ښاروالۍ هر موټر چلوونکى په اونۍ کې له ٦٠ تر ١۵٠ لېټرو تېل په ازاد بازار کې پلوري.

دغه موټر چلوونکي ٦٠٠٠ افغانۍ مياشتنۍ تنخوا لري او ډېرى يې دعوه کوي، کله چې مقررېږي، نو تر ٩٠ زره افغانيو پورې رشوت ورکوي، چې دغه دنده تر لاسه کړي.

د کابل ښار د نوې کارتې او شاه شهيد سيمې د دولتي موټرو د تېل پېرودونکو د معلوماتو پر بنسټ، کوم کارکوونکي، چې د تخليې په ځاى کې دنده لري، کله چې د تنظيف رياست يو موټر څلور ځلې خځلې ولېږدوي، پخپل کتاب کې هغه پنځه يا شپږ ځلې رسوي، چې له دې سره دوی ته ډېر تېل پاتې کېږي.

دا مهال د کابل ښار د تنظيف رياست ٣٤٠ موټر ګرځي، چې د مسوولينو په وينا يې په تېرو اتو کلونو کې تر ١٠٠ ډېر موټر چلوونکي له همدې امله له دندو ګوښه شوي او يا هم د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

د تنظيف رييس نثار احمد غوري مني، چې اوس به هم تېل په تور بازار کې پلورل کېږي، خو دى وايي، موږ يې په اړه پلټنې کوو او هر څوک چې ونيسو د قانون منګلو ته يې سپارو. ښاغلى غوري زياتوي، دغه ستونزه د هېواد په ډېرى ادارو کې شته او لامل يې هم د دولتي موټر چلوونکو د مياشتنيو حقوقو کموالى دى.

هره اداره خپلو موټر چلوونکو ته د خپل نورم له مخې تېل ورکوي، خو کېدای شي، ډېری ادارې لا په دې نه وي خبرې، چې د دولتي موټرو تېل دې په تور بازار کې وپلورل شي.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظمی وايي، په ټولو دولتي ادارو کې پراخه پيمانه فساد شته، د دولتي ادارو کارکوونکي له ډېره وخته د تېلو خپلې سهميې پلوري :((په پوليسو اردو او ښارواليو کې دغه فساد تر نورو ډېر پراخه دی،  ځکه چې د دوی لپاره تر اندازې ډېره برخه ورکول کېږي. له افغانستان سره د شويو مرستو ډېره برخه هم په همدې ضايع شوه، چې يو منظم سيستم نه و او هرڅه د مافيا په واک کې ورکړل شوي وو.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *