په انتخاباتو د ولسمشر کرزي له ټينګار سره په ډاګه شوې، چې يو بل جريان د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې د موقت ايتلافي حکومت په جوړولو سلا شوي دي.
يوه سرچينه وايي، دا د خليلزاد طرحه وه، چې شپږ میاشتې مخکې يې له افغان ولسمشر سره هم شريکه کړې وه، خو د ولسمشر ملاتړ یې ترلاسه نکړ. عطامحمد نور، حاجي محقق، دوستم، احمدشاه احمدزی ددې پروګرام ملاتړي دي.
کله چې د قطر پروسه ناکامه شوه، پاکستان د شمالي ټلوالې له ځينو قوماندانانو سره د ځينو طالب مشرانو اړيکې جوړ کړل او اوس امريکا هم د هغه طرحې ملاتړ کړی، چې د منځنۍ کچې یو شمېر طالب مشران له عبوري موقت حکومت سره یو ځای کوي.
د شمالي ټلوالې مشران د راتلونکو ټاکنو او ملي اجماع په اړه په دريځونو کې وروسته له هغې سره جلا شول، چې د موقت حکومت د جوړېدو احتمال زيات شو. عطامحمد نور د اجماع له سوژې سره له پيله د خليلزاد د هغې طرحې ملاتړ کړی، چې غواړي موقت حکومت رامنځ ته شي او د طرحې له مخې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ چې اوس د قدرت اتيا سلنه تشکيلوي د دولتي واک مشارکت رامنځ ته شي.
د شمالي ټلوالې مخالف غړي دغې طرحې ته د خليلزاد طرحه وايي، د دوی په خبره کله چې د افغان ولسمشر اته کسيزه ټيم د دوو کانديدانو په غورواي کې په خليلزاد ګوته کېنښوده، نو نوموړي په افغانستان کې خپل ټول کمپايني مرکزونه وتړل او د موقت حکومت د هلو ځلو لپاره د شمالي ټلوالې له ځينو غړو سره نږدې شو.
د شنونکو په باور امريکا د قطر له مذاکراتو ناکامي وروسته د خليلزاد د طرحې ملاتړ کړی دی. د انتخاباتو د یو احتمالي کانديد ملاتړی جميل صبري وايي، خليلزاد په تېر مارچ کې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ ته کېدو په اړه د پاکستان له یو مهم استخباراتي مقام سره هم خبرې کړې دي.
د قطر مذاکراتو له ناکامي وروسته د سياسي پروسې تر دوام زيات د واک بدلون د تګلارې په اړه د امريکا او پاکستان دلچسپي زياته شوې ده. شنونکي وايي، په څو بېلابېلو موقعيتونو کې امريکا او پاکستان له طالبانو سره د سولې بحثونه لري چې ښايي په دې توګه د دوی یو شمېر يې په موقت حکومت کې له شمالي ټلوالې سره راګډ کړي. خو افغان دولت وايي، دوی باوري دي چې دا د اوسني حکومت پرضد یوه توطئه ده او ياد طالبان د طالبانو د تحريک استازيتوب نه کوي.
په داسې حال کې چې په ډېری ولايتونو کې د انتخاباتو لپاره د تياري مرکزونه فعال شوي او ځينو احتمالي کانديدانو غير رسمي کمپاينونه پيل کړي، د انتخاباتو د نه ترسره کېدو په اړه اندېښنې مخ په ډېريدو دي. سره له دې چې خلک فکر کوي، ولسمشر کرزی په واک کې د بيا شراکت لپاره موقت حکومت جوړېدو ته لاره هواروي، خو تېره ورځ د ټاکنو په شرايطو د ولسمشر ټينګار ددغو اندېښنو جهت بدلولای شي.
د سیاسی چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وایي، د انتخاباتو په اړه د ولسمشر پرونی دریځ حقیقي ګڼل کېدای شي، خو وايي، تر هغو ټاکنو به نه ټاکنې ښې وي، چې یو ځل بیا پکې شل میلونران واک ته ورسېږي :((که انتخابات ونشي، نو ددې لپاره باید واقعي لویه جرګه راوبلل شي څو بدیل حکومت رامنځته کړي، د انتقالي حکومت طرحه که د بهرنیانو لخوا راپورته شوې وي، نو دا حکومت به افغانستان لا نور کړکېچ ته ورټېل وهي.))
خو د سياسي چارو بل شنونکی محسن هادي وايي، امريکا د امنيتي تړون د لاسليک لپاره په اوسني حکومت د فشارونو په ترڅ کې د ټاکنو د نه کېدو اوازې خپروي او ښايي عامه ذهنيت د حکومت پرضد کړي :((امکان نشته، چې امريکا مشروع پروسې لکه انتخابات له خنډ سره مخ کړي. امريکا مجبوره ده، د ډيموکراسۍ د عملي کولو لپاره خپل ځينې سياسي مجبوريتونه له پامه وغورځوي. ټاکنې حتمي دي، خو په اوسني حکومت د سياسي فشارونو په ترڅ کې لااقل يو یې دی.))
د ښاغلي هادي په وينا خو پاکستان له زړه غواړي چې افغان انتخابات سبوتاژ شي او له همدې کبله يې له افغانستان د باندې په څو حوزو کې د طالبانو د مذاکراتو په نوم نوې هلې ځلې پيل کړې دي. پاکستان غواړي د شمالي ټلوالې او ځينو طالبانو ترمنځ د يو موقت مشارکتي حکومت چوکاټ رامنځ ته شي او په دې توګه په افغانستان کې د طالبانو بديل هم له ځان سره ولري. دی وايي، پاکستان ترکيې، سعودي، اماراتو او حتی افغانستان ته ځينې طالب مرکچيان را استولي، چې په ډاګه کړي، له مذاکراتو سره لېوالتيا لري.
پاکستان ډېره جدي هڅه کوي چي په يوه او بل نامه او يا حتى د يوې واقعي سولي خو چي بشپړه او رښتيني او تل پاتي نه وي، پروسه پيل کړي او افغانان اغفال کړي ترڅو موجوده روان سيټ اپ او اوسنى اساسي قانون چي يو خو افغانان تر پخوا اوس ډېر ورسره بلد سوي دي او بل همدا يوازينى اساسي چوکاټ دى چي د نړۍ د ډېرو دولتونو د نمايندګانو او مخورو پوهانو په وړاندي په بون کي جوړ شو، او ورځ تر بلي د پاکستان د شاته پاته کېدو او د افغانانو د پرمختګ سبب کيږي، همدغه اساسي قانون او چوکاټ په يوه بل سيسټم واړوي، تر څو د افغانانو په دولتي سيسټم او عامه ژوند کي يو ډول ګډوډي رامنځ ته کړي، بيا چي کله افغانان د نوي نظام سره روږدي کيږي او د هغه سره بلديږي نو ډېر وخت به ورباندي تير سوى وي، په همدې لاره کي پاکستان متعددي هڅي پيل کړي دي، يو پلو د شمالي ټلوالي د جاهلو مشرانو سره په دوبۍ او نورو ځايو کي ليدني کوي، هغوى هڅوي چي د پارلماني نظام او نورو نظامونو خبري ډنډوره کړي، بل پلو د مختلفو لارو څخه د طالبانو او سولې مسئله مطرح کوي، نو افغانان بايد ډېر هوښيار واوسي، موږ افغانان په هيڅ صورت بل هيڅ ډول نظام نه منو، موږ پر خپل وخت باندي قانوني انتخابات غواړو، ټوله انرژي بايد په دې مصرف کړو چي انتخابات شفاف او عادلانه سي، او د تېرو دوو درو کلونو په څېر د نړېوالي ټولني سره همکاري ته ادامه ورکوو، او هڅه به کوو چي خپل هر اړخيز ظرفيتونه معياري او مترقي کړو، په همدې هيله!
تا خبر یاست که انتخابات وشی او که ونشی شمالی ایتلاف او نور ملګری یی کوشش کوی فشتانه خفل منز کی وجنګوی تا سو ته معلومه ده چی بعضو زایو کی فشتانه سخطه دشمنی لری نن دولت او استخبارات یی کوشش کوی چی بعضی دطالب تر چطر لاندی را تول کړی او بعضی نور داربکی تر نا مه لاندی چی فوره دولت او امریکا دطالب مخه نسی نیولی سنګه کیدایشی سو تنه ار بکی یی ونیسی۰ داربکیو او طالبانو دشمنی فیړی نیسی چی بیا به یی هیسوک هم مخه ونسی نیولی او دفشتنو تر منز به قبیلوی جنګونه شروع شی لکه فه میدان غزنی او روزګان ولا یاتو کی موږ ددولت مشاورینو سخه هیله لرو چی اربکی به طالب وطالب به اربکی دفشتنو لفار نوی دسیسه دی او سرنا خلاصه فشتون دخدای ج هوشیار کړی والسلام