د ټاکنو د بهیر د شفافیت په اړه مطرح شوي‌ محدود سوالونه نشي کولای، د افغانستان د ټاکنو مشروعیت ته زیان واړوي. راپورونه په ډاګه کوي، چې د کاندیدانو له خوا ګمارل شوي زرګونه څارونکي توانېدلي، چې د درغلیو مخه ډب کړي او یا د قرنطین وړ صندقونه له کتارونو وباسي.

یوه ارزونه وايي، افغان مېرمنو او ځوانانو د سږنيو ټاکنو بهیر ته د حیرانتیا وړ محتوا ورکړه، دوی د ټاکنو مطلق اکثریت فعالین و.

د ناامنۍ له خورو ورو پیښو سره سره د ټاکنو امنیتي وضعیت ځکه خوندي‌ ګڼل شوی، چې د رایو ورکوونکو په روحیه یې هېڅ ډول تاثیر ندی لرلی.

د رایو اوه سلنه مرکزونه تړلي پاتې شول، په ځينو سیمو کې رای پاڼې کمې شوې، له چریکي بریدونوتر سړک غاړې ماینونو او د رایو په مرکزونو تر راکټي حملو ځينې پيښې وې، چې د ټاکنو بهیر  یې په نښه کړ، خو مخالفین ونه توانېدل چې بهیر وګواښي او سلسله ټکنۍ کړي. بالاخره دهغو کسانو مطلق اکثریت یې په رایې کارونه توانېدلي، چې د رایو کارتونه یې ترلاسه کړي وو.

له ولایتونو څخه ترلاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې د کاندیدانو رضاکارو څارونکو وکولای شول، چې ددرغلو مخه ډپ کړي، دوی هغه صندوقونه رسوا کړي، چې په درغلۍ ډک شوي او د ټاکنو د اداري له لوري سملاسي له عادي ‌کتارونو څخه ایستل شوي‌ دي.

د سږنیو ټاکنو مطلق اکثریت ځوانان او مېرمنې وې، چې د شنونکو په باور ټاکنو ته یې په بې ساري ډول محتوا ورکړای شوه. د دوی پراخه ګډون له یوې خوا او د طالبانو له تهدیدونو سره مقابله له بل اړخه هغه ګام دی، چې د افغانستان د سیاسي مستقبل په هکله ښه تصور وړاندې کوي.

اوس د ټاکنو د پایلو د مدیریت پرخوا د جدي او مسولانه پاملرنې غوښتنه کېږي، په پروسه کې د حکومت بې طرفي او زمینه برابرول فرق لري، حکومت په بې پرې ډول د نتایجو مدیریت کې باید مسول او منصفانه رول ولوبوي.

که حکومت د بې طرفۍ په پلمه د ټاکنو له نتیجې سره بیغوري کوي، ټاکنې په اخري شیبو کې بحران ته تللی شي.

له بلې خوا نړیوال څارونکي او افغان حکومت په مطرح کاندیدانو هم پوره نفوذ لري، چې کولای شي، د ملي ګټو پربنیاد یې له نتایجو سره پخلا کړي.

په دیموکراسۍ باور د ټولو کاندیدانو او دهغو د پلویانو لپاره یوازې په انتخاباتو کې له خطرونو سره سره په ګډون نشي خلاصه کېدای، د دیموکراسۍ قاعده همداده، چې د ټاکنو نتایجو ته احترام وشي او د بریالي کاندید پرمخ پرانستې لاره پرانستې پریښودل شي.

د ټاکنو او شکایتونو د کمیسیونونو لپاره پخوانۍ دوې دورې ټاکنې او تجربې یې اهمیت لري، چې ناکامې عمليې تکرار نکړي.

داسې امکانات شته چې ټاکنې دویم پړاو ته ولېږدي، خو که ددویم پړاو لپاره همدا اوس په دقت ګامونه وانخستل شي او د لومړۍ دورې ټاکنو پایلې له دویم پړاو سره  ځنځیري تړاو ونه لرلای شي، ستونزمنه به وي، چې ددویم ځل ټاکنو مشروعیت دې خوندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *