په هرو ۲۴ ساعتونو کې له کابل څخه سویلي او سویل لویديځو ولايتونو ته (۱۰۰)، ۳۰۳ ډوله موټر تګ راتګ کوي، خو په امنيتي کمربندونو کې د سل افغانیو رشوت په بدل کې دغه موټرونه له تلاشۍ معاف کېږي. طالبان له دغو موټرونو د وسلو، نشه یي توکو او جنګیالیو د انتقال لپاره استفاده کوي.
پدغو موټرو کې ډېری مسافرو شکایت کړی، چې امنیتي پوستې، د تلاشیو پولیس او د ځینو ترانسپورتي شرکتونو کارکوونکي له طالبانو سره پدغو معاملو کې شریک دي او دوی ډېرې بېلګې هم ورکړې دي.
له کابل څخه سویل او سویل لویدیځو ولایتونو ته له ۴۰ زيات ترانسپورتي شرکتونه مسافر لېږدوي او ترانسپورتیشن کوي. د دغو شرکتونو له ۳۵۰ زیات بسونه او سلګونه واړه موټرونه د ورځې زرګونه مسافرینو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابروي، چې که په هر یوه کې یې یو طالب ټکټ واخلي، نو د ورځې ۳۵۰ طالبانو ته د ترانسپورت اسانه او ارزانه لاره برابرېږي.
له پېنځو سوو تر زرو افغانیو ټکټ په مقابل کې ترانسپورتي شرکتونه هر مسافر ته د تګ اسانتیاوې برابروي، خو ډېری وخت دغه ترانسپورتي شرکتونه د وسلو او نشه یي توکو پر قاچاق سربېره مشکوکو کسانو ته هم د ترانسپورت اسانه وسیله ګرځي.
په امنیتي کمربندونو کې د امنیتي مسوولینو د تلاشۍ کمزوري سیستم ترانسپورتي شرکتونو ته دا معاملې د پیسو یوه بله ښه مرجع په لاس ورکړې.
ډېری وخت خو له پولیسو هم دا شکایتونه شوي دي، چې د سلو افغانیو په بدل کې یې له تلاشۍ معاف کړي دي.
يو افغان خبريال میوند بهير محور ورځپاڼې ته وويل، هرځل چې له کندهار څخه کابل ته په ۳۰۳ ډوله بس موټر کې راغلی يم، له کندهاره تر کابله هېڅ ځای هغه موټر د چک او کنترول په موخه ندی درول شوی :((په دغو موټرو هېڅ ډول کنترول نشته او کله چې کابل ته د ننه کېږي، يوازې په ارغندۍ سيمه کې پوليس د موټر له دروازې سر راد ننه کوي او پوښتنه کوي، له کوم ځايه راغلئ او بس، نور موټر ته د تلو اجازه ورکوي. نه د مسافرو غوټې تلاشي کېږي او نه هم شکمن کسان پوښتل کېږي.))
ددې خبریال په وینا، له طالب نیولې د وسلو او نشه یي توکو تر قاچاقچیانو پورې ټولو ته دې کار پوره اسانتیا برابره کړې، څو په ډاډه زړه د خپلې خوښې ځای ته ولاړ شي او خپلې غوټې ولېږدوي.
عيني شاهدان وايي، په څو څو ځله له داسې پېښو سره مخ شوي، چې ځينې کسان په سفر کې له ځانونو سره (توپنګچې) هم لېږدوي.
ډېری وخت ددغو پېښو په اړه کسان هم نیول شوي دي، خو تر یو څه وخت وروسته بېرته خوشي شوي دي.
د هرات د دارلمعلمين يوه استاد چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي محور ته وويل، په لارو کې ډېری مشکوک کسان دغو موټرونو ته خېژي، مګر نه په تلاشۍ کمربندونو کې سمه پوښتنه کېږي او نه د چک لازم وسایل شته دي.
دامهال تر ۴۰ زيات ترانسپورتي شرکتونه له کابل څخه سویل او سویل لویدیځو ولایتونو ته مسافر لېږدوي. دغه شرکتونه تر ۳۵۰ ډېر بسونه لري، چې د ورځې په اوږدو کې يې تر ۱۰۰ پورې هغه یې له کابله او برعکس تګ راتګ کوي، واړه موټر پدې شمېر کې نه راځي.
د یوه ترانسپورتي شرکت مسوول وایي، کله چې يو څوک وغواړي، په يوه بس کې سفر وکړي، نو غوټې او ورسره بکسونه يې د دوی له لوري ټول پلټل کېږي، خو که هغوی د ډېرو پیسو وړاندیز وکړي، نو د وسلو او نشه یي توکو انتقال هم ورته ستونزمن کار ندی.
دی مني، چې په لارو کې د سپرلۍ په توګه بسونو ته شکمن کسان ورپورته کېږي، خو وايي، موږ څوک نه پېژنو او هغه کسان چې زموږ د ټکټ بیه پرې کړي خپل ځای ته یې رسوو.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ردوي، چې په بسونو کې دې وسلې، مهمات، نشه يي توکي او طالبان انتقال شي. نوموړي محور ته وويل، دا به ګرانه وي، چې هره ورځ دې په دغو لويو لارو تلونکي ټول موټر کنترول او تلاشي شي، خو ټینګار کوي، چې امنیتي ارګانونه به پدې اړه هم اقدام وکړي :((تر اوسه په دغه لويه لاره له کومې داسې پېښې سره نه يو مخ شوي.))
ښاغلی صديقي زياتوي، کومو ترانسپورتي شرکتونو ته چې د کار جوازونه ورکړل شوي، له هغوی نه ضمانت اخستل شوی او که کله هم خلاف ورزي وکړي، نو له قانوني برخورد سره به مخ شي.
دا خبره پوره غلته دیه چی دا ټول موټرونه دی تلاشی شی او ټول ِوغوټی او بکسونه دی و پلټل شی نوری اساسی لاری دی ور ته ولټوی د استخباراتی لارو دی کار واخلی د او داسی نور تخنیکونه دی استعمال کړی جی ده هر غیری قانونی عمل مخه ونیسی