وسله والو طالبان د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د ماين جوړولو سترې فابريکې او روزنيز مرکزونه فعال کړي او له تېر يو کال را پدېخوا يې په جګړه کې تر ټولو زيات کار له ماينونو اخستی دی.

د هلمند ولايت کجکي او زمينداور، د غزني ولايت ده يک، ګيرو، ناني، د وردګو ولايت جغتو او د لوګر ولايت ازره او خروار هغه ولسوالۍ دي، چې د وسله والو طالبانو بهرني روزونکي پکې د ټول افغانستان په کچه ماين جوړونکي روزي او ماينونه توليدوي.

ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند په وروستۍ جګړه کې د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ستره برخه د هغو ماینونو له امله ده، چې د طالب وسله والو له لوري په سيمه کې ځای پر ځای شويدي.

د وروستيو راپورونو له مخې، د غزني ګيرو، ده يک، ناني د وردګو ولايت، جغتو، د لوګر ولايت ازره او خروار، د هلمند ولايت کجکي او زمينداور هغه ولسوالۍ دي، چې د طالب اورپکو د ماين جوړولو سترې فابريکې او روزنيز مرکزونه پکې فعال دي.

ځايي خلکو محور ورځپاڼې ته ويلي، چې د وسله والو طالبانو بهرني روزونکي په دغو ولسواليو او سيمو کې تر ټولو زيات ماين جوړوونکي روزي او ماينونه توليدوي، چې بيا يې  وروسته د هېواد نورو ولايتونو ته استوي.

د ځايي خلکو په وينا، که په دغو سيمو کې افغان امنيتي ځواکونه چاڼيز عمليات تر سره کړي، نه يوازې داچې د چاودېدونکو توکو سترې توليدي کارخونې به له منځه يوسي، د طالبانو دغه جنګي ذخيره به وچه شي او ډېر مواد به ترې تر لاسه کړي.

پوځي شنونکي د دولت په جګړه ييزه ستراتيژۍ نيوکه کوي او وايي، افغان امنيتي مسوولین ښه پوهېږي، چې وسله وال مخالفين تر مخامخ جګړې اوس د ماين خښولو ته لومړي توب ورکوي، خو دوی بيا هم ددې برخې د شنډولو لپاره کار نه کوي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، له تېرو دوو کلونو را پدېخوا طالبانو خپل جګړييز تاکتيک بدل کړی او تر مخامخ جګړې د ماين نه زيات کار اخلي.

په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مشر وايي، د غزني ښار په پنځه کېلومترۍ کې په ناني کلي کې د ماين جوړولو پراخه کار روان دی. دی وايي، طالبان په دغو ماينونو کې له پوتاشيم، موبلاينو، امونيم نايترېت سرې او باروتو نه کار اخلي، په خورا ساده بڼه يې جوړوي، خو د تخريب له اړخه ډېر خطرناک دي. دی وايي، په لومړيو کې طالبان د ماينونو په برخه کې په کوټه کې روزل کېدل.

د ښاغلي هوتک په باور د طالبانو له لوري توليدونکي ماينونه په شخصي بديو، شخړو او نورو مختلفو برخو کې کاريږي، چې قربانيان يې تر ډېره ولسي وګړي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري وايي، تر ډېره د ماين په برخه کې طالب اورپکي په پاکستان کې روزل کېږي او بيا افغانستان ته راځي: ((دوی په داسې ساحو کې ماينونه جوړوي، چې د دولت له کنټرول نه بهر وي، په کليوالو سيمو کې د خلکو په کورونو او جوماتونو کې ددې څه په توليد بوخت دي. افغان ملي پوځ اوس تر يوه بريده د ماينونو د شنډولو توان پيدا کړی، ۹۵ سلنه ماينونه شنډيږي، خو داچې پاتې يې الوځي، طبيعي ده، چې تلفات به يې زيات وي.))

د دفاع وزارت چارواکي وايي، د دغه خطر مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو وايي، لا هم په بشپړه توګه تجهیزات په واک کې نه لري، چې د دغه خطر مخنیوی وکړي.

د ښاغلي وزيري په خبره، ځواکونه یې همدا اوس د جګړې په ډګر کې تر پنځه اتیا سلنې پورې د سر تلفات د همدې ماینونونو له کبله ګالي.

دی وايي، يوازې په دې وروستیو کې د هلمند او لوګر ولایتونوپه نښتو کې تر ډېره له ماينونو کار اخستل شوی دی او په تېرو لسو ورځو کې د هلمند په جګړه کې ۲۰ پوځيان شهيدان شوي، چې د ملکي وګړو په شمول تر ۸۵ سلنې لوړ تلفات د ماين له امله اوښتي دي.

بل لور ته نېږدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي، خو د دوی د کار په تړاو نيوکې دا دي، چې دغه موسسې په بيا، بيا په هغو سيمو کې پخواني  مانيونه پلټي چې يوځل يې ترې پاک کړي وي.

د ټاکل شوي وخت له مخې د۲۰۱۳ کال تر پايه بايد د افغانستان ټولې سیمې له پخوانيو کرل شويو ماینونو پاکې شوې وای، خو لاهم د ماين پاکۍ ادارې وايي، چې په ستره برخه پخواني کرل شوي ماينونه پاتې دي، چې د امنيت د خوندي کولو ترڅنګ پریمانه بودجې ته هم اړتيا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *