د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د افغان او پاکستاني طالب اورپکو ترمنځ لوی درزونه رامنځته شوي، چې د راپورونو له مخې په تېره يوه مياشت کې يې په شپږو نښتو کې۶۰ پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پوځي شنونکي پدې باور دي، چې په دې ورستيو کې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د جګړې د رهبرۍ لپاره ګومارل کېږي، ډلې ډلې افغانستان ته راځي، افغان طالبان ځانونه بې واکه ګڼي، نو همدا لامل دی، چې پخپلو همسنګره پاکستاني طالبانو بريدونه کوي.
د سولې عالي شورا وايي، له هغې وروسته چې پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړ، يو تعداد افغان طالبانو هم له افغان حکومت سره د خبرو لاره نيولې ده.
د راپورونو له مخې، پدې وروستیو کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ درزونه را پيدا شوي او په خپلمنځي نښتو کېوتي دي.
د راپورونو له مخې په تېره يوه مياشت کې يې شپږ خپلمنځي نښتې کړې دي: ((په کونړ، ننګرهار، پکتيکا، غزني او فراه ولايتونو کې د افغان او پاکستاني طالبانو په خ��لمنځي نښتو کې تر ۲۵ ډېر پاکستاني طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.))
مياشت مخکې په کونړ ولایت کې افغان طالبانو خپل دوه ملګري پاکستاني طالبانو ته د جاسوسۍ په تور و وژل او له پاکستاني طالبانو سره يې درنه نښته وکړه.
د ځايي راپورونو له مخې، شل ورځې دمخه د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان طالب قوماندانو ترمنځ د ټاکنو د کډوډولو په هدف یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د غونډې په منځ کې یو افغان طالب ځانمرګی برید وکړ، له امله يې ۱۶ طالبان چې ډېری يې پاکستانيان و، و وژل شول او ۱۴ نور يې ټپیان کړل. ويل کېږي، پدې کې ډېره برخه لوړ پوړي پاکستاني طالب قومندانان وو.
تر هغه وروسته د وري مياشتې په پېنځلسمه نېټه د پکتیکا ولایت د ګيانې ولسوالۍ په لواړه سيمه کې يو شمېر پاکستاني طالبان د ډېورند له کرښې را واوښتل او غوښتل يې د ټاکنو په ورځ په ټاکنیزو مرکزونو بریدونه وکړي، خو د افغان طالبانو له غبرګون سره مخ شول او د دواړو لوریو ترمنځ درنه نښته وشوه. ددې نښتې په پايله کې اته پاکستاني طالب اورپکي و وژل شول او ګڼ نور ټپيان شول، چې بېرته تېښتې ته اړ شول.
په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازی نادر خان کټوازی وايي، پاکستاني طالبانو په سيمه کې د خلکو کورونو ته اور ورته کړی و، چې په دې کې د افغان طالبانو کورونه هم سوځېدلي وو. دی زياتوي ځينې ستونزې لامل شوې، چې پخپلو کې سره خوابدي شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا غړی موسی خان هوتک وايي، پاکستاني طالبان په افغانستان کې تر ډېره د جګړې د رهبرۍ لپاره ګومارل کېږي او همدا لامل دی، چې افغان طالبان ورسره د نه منلو له امله نښتې کوي. دی وايي، پاکستاني استخبارات اوس په دې هڅه کې دي، چې افغان طالب قومندانان څنډې ته کړي او د جګړې ډېرې واګې پاکستاني طالبانو ته وسپاري.
د سولې عالي شورا غړي وايي، د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې اترې روانې دي او کېدای شي، يو لامل همدا واؤسېږي، چې د جګړې د رهبرۍ لپاره ای ايس ای پاکستاني طالبان ګوماري.
د ښاغلي هوتک په خبره، له هغه وروسته د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړيکي ترينګلي شول، چې پاکستاني طالبان له پاکستان حکومت سره خبرو ته راضي شول: ((افغان طالبانو وويل، چې له دوی سره په دې برخه کې مشوره نده شوې او دوی غواړي افغان طالبان وکاروي.))
د ځايي اوسېدونکو په خبره له افغان امنيتي ځواکونو سره د پاکستاني طالب اورپکو په جګړه کې هم پاکستاني طالبانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. دوی وايي، تر پخوا اوس ډېر وژل کېږي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی زیاتوي، له وړاندې په افغانستان کې د جګړې رهبري په کليوالو سيمو کې له پنجابي او وزيرستاني طالبانو سره وه او افغان طالب سرګروپان يې څنډې ته کړي وو. پاکستاني طالبانو له سره د پرمختيايي پروژو مخه نيوله او افغان جنګياليو ته به يې امر کاوه، چې سړک، ښوونځي، روغتون او نور هغه وران کړي.
د سولې شورا غړی محمد هاشم فولاد وايي، افغان طالبان په دې لټه کې دي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني. دی زياتوي، نور د ټيټې کچې طالب قومندانان له دې جګړې ستومانه شوي دي او هڅه کوي، په څه ډول ميدان پرېږدي او عادي ژوند ته ستانه شي. د ښاغلي فولاد په خبره، په روانه جګړه کې اوس د افغان جنګياليو شمېر کم شوی او د پخوا په شان د خرپ جګړه نه کوي.
بلخوا وړمه ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې ويل کېدل، د پاکستاني طالبانو جوپې افغانستان ته راماتې دي او غواړي له افغان طالبانو سره په يو شمېر سيمو کې همکارۍ وکړي، خو افغان طالبانو په ګڼو سيمو کې د پاکستاني طالبانو له همکارۍ سره مخالفت کړی دی.
خدای دی وکړی چی په افغان طالبانو کی یو اندازه عقل او فکر پیدا شی او نورو ته اجازه ورنکړی چی هم هیواد او هم افغانان بدبخته کړی