وردک ولایت

په جغتو ولسوالۍ  د طالبانو په بريد کې د دوو پاکستانيو پوځيانو له وژل کېدو وروسته د طالب سرګروپانو ترمنځ د بهرنيو طالبانو پرسر ژور اختلافات راپيدا شوي دي.

ډېری طالبان فکر کوي، چې ملګري بهرني جنګيالي يې د سپيڅلي جهاد لپاره ترڅنګ ولاړ دي، خو اوس اوس د طالبانو له خوا په دغو جنګياليو کې د پاکستاني پوځيانو سربېره نور بهرني استخباراتي جنګيالي هم پېژندل شوي دي.

په غزني، لوګر او وردګو کې پاکستاني پوځيان د سړک غاړې ماينونه جوړوي، محلي جنګياليو ته د درنو وسلو روزنه ورکوي او په عامه تاسيساتو اکثريت بريدونه د دوی له خوا تنظيمېږي.

د چنګاښ په ديارلسمه د وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ شپه مهال طالبانو حمله وکړه، خو د افغان پولیسو مقاومت جنګيالي په شا وتمبول. د جنګ په میدان کې د وژل شوو دوو جنګياليو هويت په ډاګه کړه، چې دواړه جنرال رياض او ملنګيار پاکستاني پوځيان وو. ښايي دوی دغه پوځيان جګړې ته همېشه نه وځي خو څو ځله په عامه تاسيساتو د بريدونو پرمهال او ناڅاپي جنګونو کې پاکستاني جنګيالي ليدل شوي، وژل شوي اما عادي ګڼل شوي دي. وړمه ورځ جغتو ولسوالۍ ته د رياض ځای ناستی انعام رارسېدلی او په طالبانو یې وسلې او مهمات وېشلي دي.

دغه پېښه په غزني، وردګو او لوګر ولايتونو کې د طالبانو لپاره په یو لوی سرخوږي بدله شوې او سرچينې وايي، ځينې طالبان يې پخپل منځي لانجو اړولي دي.

د جنګ په ليکو کې ولاړ ډېری طالبان چې د بهرنيو چريکانو له خوا يې ملاتړ کېږي، خپلو همسنګرو بهرنيانو ته د جهاد په نیت د راوتلو مجاهدينو په سترګه ګوري، اما اوس اوس د طالبانو په منځ کې د پاکستانيو پوځيانو او نورو استخباراتي جنګياليو د هویت رسواييو طالبان سره بدمرغ کړي دي. په عامه اذهانو کې چې پاکستان اوس په یو مطلق دښمن بدل شوی، داسې بېلګې طالبان د خلکو له غبرګون سره مخامخ کوي، نو ځکه طالبان هم په ظاهره په خپلو ليکو کې د پاکستاني او یا نورو پوځيانو له حضوره نارضايتي ښيي. ددې سره سره د چهارشنبې په شپه د سيد اباد ولسوالۍ په ظريف خېلو کې الوتکې درې طالب جنګيالي په نښه کړل، چې دوه پاکستانيان د یو افغان لارښود زيارت ګل له خوا غزني ته لېږدېدل.

د غزني په دېيک ولسوالۍ کې چې له پاکستان څخه طالب جنګيالي په همدې لاره مرکزي سيمو ته راننوځي د طالبانو يوه لويه اډه فعاله ده. عيني شاهدان ادعا کوي، چې په دغه سيمه کې لسګونه پاکستاني ملېشه ځواکونه د طالبانو کردار لوبوي. تردې وړاندې په غزني کې په څلورو کمينونو کې چې په قره باغ، اندړو او مقر کې د ځايي پاڅونوالو او محلي پوليسو ګڼ پاکستاني پوځيان ووژل شول، چې د پاکستانيو طالبانو اصطلاح ورته کارول کېږي، اما محلي پوليس ادعا کوي، چې دوی پاکستاني پوځيان وژلي دي.

امنيتي راپورونه وايي، افغان پوليسو او ملي اردو هم په نورستان کې د تېر يو نیم کال په اوږدو کې تر یو نیم سل زيات پاکستاني پوځيان او پوليس وژلي دي. د ځايي چارواکو په خبره دغه پوځيان د طالبانو په جامه کې په افغان تاسيساتو د بريدونو پرمهال وژل شوي . د پاکستانيو پوځيانو تر ټولو خونړۍ جګړه دوه میاشتې وړاندې د هلمند په سروان کلا کې رامنځ ته شوه، چې یوه اونۍ يې دوام وکړ.

په غزني، لوګر او وردګو کې ځايي خلک د پاکستاني پوځيانو له حضور سخت اندېښمن دي او په خبره يې دا موضوع یې له هغو ځايي طالبانو سره هم شريکه کړې، چې دوی ورسره نسبي اړيکې لري. طالب جنګياليو په ټيټه کچه دا پېښې تاييد کړې او ځينې طالب قوماندانان يې په مستقيم ډول ددوی په راوستلو او راښکېلولو کې پړه ګڼلي دي.

د طالبانو په ليکو کې د پاکستانيو پوځيانو د حضور په اړه له تېرو څلورو کلونو راهیسې ادعاوې وجود لري، خو د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د دغو ادعاوو ګڼې بېلګې ددې سبب شوې چې ځايي خلک د استخباراتي معلوماتو په شريکولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

پاکستاني پوځيان د طالب جنګياليو د روزنې، د درندو او نويو وسلو د استعمال، ماينونو جوړولو دندې په غاړه لري، اما په وروستيو کې دغه پوځيان مستقيماً په جګړه کې ښکېل شوي او ملي بنسټيز تاسيسات په نښه کوي.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: د طالبانو په سنګر کې د پاکستاني جنرال مړی”
  1. ثبوت ثبوت ثبوت ثبوت؟
    داسي خو د طالبانو یو ملاتړ کونکی هم را ولاړیدلای سي او دځانه به ولیکې چي په افغانستان کي د اسرايیل عسکر هم فعالیت کوي، او د ځانه به نور شیان هم پسي وتړي.

  2. Pa dy khu poh sho chi da pakistan zamonga dukhman di khu os wakht da de ra rasydili chi
    chi khpal milli qahramana opigino ao qadar ye oko ao tashwiq ye ko chi zamong da shpy khubono lapara haghowi khpla khwaga khubona pa khpalo zano haram kari di ao zamong di
    amniyat lapara haghowi khpal kor mor ao plar aan tol ye qurban kiri di
    Allah di zmong da watan milli qahraman tal gwandi ao sar lwari lari
    ao Allah di pa LOY AFGHANISTAN raham waki chi nor da dy zalim pakistan na khlas sho
    Ameen !

  3. جاویدخان یې ثبوت غواړي 🙂 په شرمونو وشرمېږئ. د اسراییلو عسکر خو نشته خو که نور غربیان شته هغه هم د ملا ړانده اخوند او نورو سپیو له لاسه د عربو له پاره د افغان وطن د قرباني کولو په نتیجه کې راغلي دي. که دوی خپل د مور مېړونه عربان نه وي ساتلي ولې به امریکایانو په افغانستان باندې تېری کاوه او ولې به دا لسګونه زره افغانان په دواړو خواوو کې وژل کېدل؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *