په کابل کې د فوټبال استقبال او نمانځنې هغه ګرد وهلې وسلې ټولې افشا کړې، چې خلکو په کورونو کې ساتلې او د احتمالي جنګ او مقابلې لپاره خطرناک پيغام ورکوي. په ماښام کې هر ښاري خپله وسله را اېستلې وه او يو جاغور مرمۍ يې ووېشتې.
پداسې حال کې چې د ډاياګ او ډي. ډي. آر پروګرامونو د پېنځو کلونو په مهال کې ټولې نامسووله وسله والې ډلې بې وسلې کړې، خو په ډېری ولايتونو کې واليان، ولسوالان، سيمه ييز جنګسالاران او د ولسي جرګې ځينې غړي د بيا پټو وسلو په وېشلو تورن دي.
د کورني جنګ د احتمال د مخنيوي لپاره پټې لښکرې بايد تشخيص شي، څوک چې د وسلو ضرورت ويني هغوی د بل کورني جنګ اړخونه دي. يوه سرچينه وايي، د طالبانو په نسبت سيمه ييزو جنګسالارانو په تېرو دوو کلونو کې ډېره وسله وېشلې ده.
په کابل کې د چهارشنبې شپې د سوله ييز جشن نمانځنه په ډزو سره پيل شوه، هر چا له خپل کور څخه دوړو وهلی ټوپک راوايست او یو جاغور مرمۍ يې اسمان ته وتوغولې. په دغه جشني استقبال کې شپږ ښاري ميرمنې ټپيانې شوې، خو تر تلفاتو زيات د وسلو د موجوديت په اړه دې جشن یو خواشينونکی پيغام ټولنې ته پرېښود. د جنګ د احتمال د مخنيوي لپاره لومړنی ګام داو، چې خلک بې وسلې شوي وای، خو په دومره پراخه کچه د وسلو شتوالى د کورني جنګ امکان زياتوي، چې يو اړخ يې د تعرض او بل د ځان د دفاع لپاره کاروي. سره له دې چې د ډي. ډي. آر او ډاياګ پروګرامونه د وسلو په راټولولو ډاډ ورکوي، خو تازه راپورونه وايي، چې ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي د وسلو په ويشلو تورن دي. له کليوالو سيمو او له کابل د باندې له ډېرو سيمو داسې راپورونه شته، چې واليان، ولسوالان، د مرکزي حکومت ځينې لوړپوړي، سيمه ييز جنګسالاران او حتی د ولسي جرګې ځينې غړي د خپل نفوذ ساتنې لپاره د وسلو په وېش تکيه کړې ده.
سرچينې وايي، دغه وسلې له بلخ تر کندهاره وېشل شوې دي. په ځانګړو مرکو کې محور موندلې، چې د ساختماني شرکتونو ځينې مالکان، د ځمکو د مافيا منځني بانډونه، د تېلو کاروباريان او حتی يو شمېر سوداګر هغه خلک دي، چې د خپلو شتمنيو او کارونو د نجات لپاره يې وړې نامسووله وسله والې ډلې ګومارلې دي. د ځمکو د سيمه ييزو مافياوو په اړه راپورونو کې راغلي، چې یاد کسان د خپلو بانډونو په زور له خلکو قواله لرونکي جايدادونه راګرځوي او په ښارواليو کې يې اسناد په خپل نامه راجستر کوي. د مرکو په مټ په پکتيا، خوست، تخار، بغلان، بلخ، فارياب، کاپيسا او پروان کې محور موندلې، چې ډېری نوې مسلح شوې ډلې په جنګي جرمونو کې ښکېل شوې دي. دا وسلې په همدې حال کې په راتلونکو ټاکنو هم تاثير کولای شي، داسې چې ډېری محلي زورواکي د خپلې خوښې کانديدانو لپاره د انتخاباتو مرکزونه وکاروي.
د کورنيو چارو پخواني وزير او د پوځي چارو شنونکي فقير محمد فقير محور ته وويل، د فوټبال د جشن د نمانځنې او د شهيد د ورځې د نمانځنې پرمهال په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د نامسووله وسله والو وسلې را ايستل ښیي، چې په لرو پرتو سیمو کې خو حتمي له دې څو چنده زیاتې وسلې شته :((دغه وسلې ځينې کسانو د ځان د ساتلو لپاره ځکه خوندي يا اخستې، چې په افغان امنيتي ځواکونو باور نه لري او ويرېږي، چې د خپلو شتمنيو او يا هم نورو ستونزو له امله په نښه نشي.))
دى وايي، له سره چې کله د بې وسلې کولو يا ډاياګ پروګرام پيل شو، نو قوماندانانو خپلو کسانو ته وويل، چې وسلې ونه سپاري، دغه پروګرام ته يوازې له کاره لوېدلې له پنځونه تر لس سلنې پورې وسلې وسپارل شوې. د ښاغلي فقير په خبره، ډي. ډي. آر يوازې د پيسو د لګولو او ضايع کولو پروژه وه، چې هېڅ ګټه يې ونه رسوله.
دى زیاتوي، همدا اوس چې کوم پخواني قوماندانان په واک کې دي، هغوى د ٢٠١٤ کال نه ورسته د يوې جګړې لپاره نسبي چمتوالى نيولى او منفي تبليغات کوي، وسلې وېشي، چې دا کار پيا تر ډېره د بهرنيانو په سلا مشوره تر سره کوي.
د کورنيو چارو وزا رت د ډاياګ پروګرام د مسوولينو په خبره، د ١٣٨٥ نه تر اوسه ١١٠زره مېله بېلا بېل ډوله وسله له نامسوولو وسله والوډلو او اشخاصو راټوله شوې ده.
د ډاياګ پروګرام يوه پخواني مشر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي محور ته وويل، هغه ډول چې اړتيا وه، دغه وسله راټوله نشوه، لامل يې داو، چې پر وړاندې يې خنډونه جوړېدل او مخنيوي يې کېده، نو همدا لامل دى، چې ان په ښارونو کې هم اوس بې شمېره وسله وال موجود دي او د راتلونکې لپاره يوه ستره اندېښنه ده.
پوځي شنونکي وايي، اوس چې معلومه شوه، د حکومت تر نظر لاندې سيمو يعنې لويو ښارونو کې هم پراخه وسلې له نامسوولو کسانو سره شته، نو پکار ده، چې د راټولولو لپاره يې لاس پکار شي او پرېنږدي، چې کورنۍ جګړې ته لار هواره شي.