د مشورتي لويې جرګې پرضد په کابل کې ګڼې ډلې کار کوي او له خلکو غواړي، چې د جرګې د تحريم لپاره له دوی سره شي.
ځينې سرچينې وايي، امريکا، ايران او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې ځينې ډلې يې ددې مخالفت لپاره ګومارلې دي. پاکستان او ايران له دې وېرې د جرګې مخالفت کوي، چې ګويا تړون ته مثبت مشوره ورکړي او امريکا پلوي يې له دې کبله مخالفت کوي، چې د تړون خلاف رايه ونه کارېږي.
سياسي شنونکي وايي، دا مخالفتونه په هېڅ ډول ملي اساس نلري، ځکه که څوک مخالف وي، په جرګه کې دې منطقي دريځ ونيسي او تړون ته دې د وطني ګټو پر بنياد رايه ورکړي.
له تېرو دوو اونيو راهيسې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په هکله د جوړېدونکې مشورتي جرګې په اړه مخالفتونه شديد شوي دي. زياتره هغه کړۍ چې د تړون مخالفت کوي، تورن دي، چې په مدني لحاظ په ملي قضاياوو او مسايلو کې پخوا مهال فعال او ملي دريځه نه وو.
ښايي د شنونکو دا اشاره هغه لويې غونډې ته وي، چې تېره اونۍ په کابل کې د جرګې په مخالفت جوړه شوې وه، همدارنګه د افغانستان د علماوو يوې شبکې هم په يوه اعلاميه کې په شديدو ټکو ددې جرګې مخالفت کړی او له امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون يې د هېواد د استقلال پر ضد ګڼلی دی.
د څېړونکو مراکزو افغان فعالين وايي، د ملي ګټو پر بنياد د تړون مخالفت د ستايلو دی، خو د دوی په خبره چې د مخالفتونو روان بهير داخلي اساس نلري او د خواخوږۍ له مخې ندی.
افغان شنونکی هادي محسن وايي، نا څرګندو کړيو ځينې داخلي ډلې ګومارلې چې دا معامله له سره نفيې کړي :((د تړون مخالفت پر ځای؛ خو دا خلک حتی د جرګې د تدوير مخالف دي، دوی د جرګې د مخالفت پروژه په اجاره اخستې، دوی ته ويل شوي، چې دا تړون د ايران پر ضد، د پاکستان پر ضد د افغانستان د ودرېدو په مانا دی. امريکا هم له دې کبله د جرګې مخالفت کوي، چې هسې نه د تړون مخالف رايه پکې وکارېږي.))
ښاغلی محسن زياتوي، ځينې خلکو له ده هم غوښتنه کړې، چې د جرګې په ورځو کې لاريونونو ته ورسره راووځي او د تحريم لپاره د دوی ملاتړ وکړي.
مشورتي لويه جرګه پر دوو حساسو مسلو بحث کوي، د افغانستان ملي حاکميت درناوی، د بهرني تجاوز تعريف او د بهرنيو سرتېرو د محاکمې د صلاحيت لوری.
افغان ولسمشر وايي، د جرګې له زرګونو غړو ددې تړون د محتوا په اړه او په جنجالي مادو کوټلې مشوره غواړي. چارواکي وايي، که د جرګې استازي دا تړون لازم ونه ګڼي، دوی به يې مشوره ومني، خو په عين وخت کې حتی د جرګې په اړه مخالفتونه د چارواکو په خبره څه نورې انګېزې لرلای شي.
د چارو شنونکی معین مرستیال وايي، ایران او پاکستان له ډېر وخته په دې هڅه کې دي، چې ددې جرګې مخه ونيسي. په وینا یې، ځينې کړۍ او حزبونه یې ګډوډيو ته هڅوي، ځکه ويرېږي، هسې نه لويه جرګه تړون ته مثبته رايه ورکړي :((اما امريکا بيا له دې په وېره کې ده، چې را غوښتل کېدونکې لويه جرګه له امنيتي تړون سره مخالفت ونه کړي.))
تر دې پخوا هم ايران د افغان – امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه مخالفت کړی و، په دې برخه کې د ولسي جرګې ځينې غړي په مستقيمو رابطو تورن شوي.
له بل لوري پاکستان هڅه کوي، دا تړون لاسليک نشي. د ۲۰۱۱کال په پيل کې چې پاکستان له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون کومه طرحه افغان دولت ته سپارلې وه، لومړنۍ ماده يې داوه، چې (که افغانستان له پاکستان سره د روابطو ښه والی او سوله غواړي، نو له امريکا سره دې له امنيتي تړون لاس واخلي.) دغه مخالفتونه په وروستيو کې نور هم شديد شوي او ځينې پاکستاني پلوه افغان سياستوال له امريکا سره د امنيتي تړون د مخالفت په پلمه د پاکستان ګټو ته لابي کوي. د تېرې اونۍ په يوه غونډه کې چې يوې پخوانۍ جهادي ډلې رابللې وه، په زغرده وويل شول، چې له امريکا سره د تړون په لاسليک به پاکستان وقهرېږي.
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي، استخباراتي کړۍ د جرګې د دایرولو د مخنیوي په هڅه کې دي او غواړي چې په يو ډول نه يو ډول ددې جرګې مخه ونيسي.
افغان پردي پال په لوړو پوستونو کار کوي ان د دوی نفوذ په ولسي جرګه کې هم شته، چې ډېر وخت د ملي مسايلو پر ضد درېږي.
ښاغلی کټوازی وايي، دا مخالفتونه په هېڅ ډول ملي اساس نلري، ځکه که څوک مخالف وي، په جرګه کې دې منطقي دريځ ونيسي او تړون ته دې د وطني ګټو پر بنياد رايه ورکړي.
له تېر يوه کال راهيسې د امريکا له لوري هم په افغانستان فشارونه دي، چې دا تړون د افغان ولسمشر له لوري په عادي توګه لاسليک شي. اوس امريکا وېره لري، چې کېدای شي، د جرګې غړي د تړون مخالفه فيصله وکړي، هغه ډلې چې بې دليله له امريکا سره د تړون لاسليک ته لېواله دي، سره له دې چې د تړون لاسليک غواړي، خو د جرګې د جوړېدو مخالف غږ یې د تړون له مخالفينو سره چې د ايران او پاکستان له خوا حمايت کېږي، متحد کوي.
ټاکل شوې د امنيتي تړون په اړه لويه جرګه د راتلونکې اونۍ په پای کې په کابل کې جوړه شي.