د افغانستان څارنوالۍ د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ته د اداري فساد په یوه غټه دوسیه کې د ښکېلتیا له کبله استعلامونه استولي او وروستي راپورونه وايي، چې ددغه ولایت درې غټ امنیتي مقامات ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
معلومات په ډاګه کوي چې دغه درغلي د پولیسو د اعاشې اباطې په اکمالاتو کې شوې. امنیې قوماندان له نوي قرار داد پرته زاړه قراردادیان رخصت کړي او خپل یو نږدې جمعیتي حاجي رسا پنجشيري ته یې پولیسو ته د خوراکي موادو د انتقال لپاره واک ورکړی دی.
د یوه قرارداد شاهدان وايي، چې د شپې مهال امنیه قوماندانۍ کې قرارداد وشو او د لوژستیک مدير ټوپک وال په دروازه کې درولي وو، چې نور قراردادیان د ننه پرېنږدي. دوی د حاجيجانان د شرکت کسانو ته اشاره کوي، چې وسله والو له داوطلبۍ وشړل.
په امنیه قوماندان او امنیت امر نور تورونه هم دي، چې د پولیسو په تشکیلاتو کې یې خپل خپلوان ځای پر ځای کړي او د پولیسو امکانات د ځان په ګټه کاروي. امنیه قوماندان تر دوه سوه زیات کسان له ځان سره له اندرابه راوستي، امنیت امر څلویښت کسان له ځان سره ساتلي، چې زیاتره یې خپلوان، زامن او کلیوال دي.
دوی د ولسوالیو د پولیسو تشکیلات راکم کړي او سلګونه پولیس له ځان سره ګرځوي. د ولسوالیو پولیس د تشکیلاتو د کمي له وجې رخصتي نشي کولای، نو ځکه چې سخته راشي، له دندو وتښتي.
یوه سرچينه وايي، چې د اعاشې په یو قرارداد کې تر یونیم لک ډالرو رشوت اخستل شوی، چې زور یې د سربازانو تر ډوډۍ خېژي. دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې په قوماندانۍ کې د زړو او سوځېدلو موټرو کباړ او د وسپنو خرڅلاو روان دی.
دا تورورنه یوازې په امنیه قوماندان محمد خلیل اندارابي ندي، له ده سره سم په امنیت امر مل پاسوال عبدالجمیل تتمدره يي او لوژستیک مدير ښاغلي الف هم په قراردادونو او د پولیسو په تشکیلاتو کې د لاسوهنې او خېشخورۍ تورونه پورې شوي دي.
د پولیسو د تشکیلاتو پربنست د افغانستان لومړۍ درجه ولسوالۍ اساساً ۸۵ پولیس پرسونل تشکیلات باید ولري، خو د میدان وردګو په اکثرو ولسوالیو کې پولیس سربازان له اصلي تشکیلاتو لسو ترشلو کسان کم دي او په عوض یې په مرکز کې امنیه قوماندان تر۱۰۰ او امنیت امر تر۴۰ کسان د باغوان، چایدارباشي او باډیګارډانو په حیث له ځان سره ساتلي او تنخواګانې اخلي.
د حفظ مراقبت او لوژستیک ټول قراردادونه له انداربیانو سره دي، چې د امنیه قوماندان خپلوان دي.
د امنیې قوماندانۍ د حفظ مراقبت په هغه قرارداد کې چې د شپې یې داوطلبي ترسره شوه د تهیه او تدارکاتو مدیر فضل الربي هم ښکېل ګڼل شوی دی.
په دغه قرارداد کې د نه ګډون له کبله امنیت امر غصه شو، سهار وختي د داوطلبۍ ځای ته ورغی و د لوژستیک ټولې دوسیې یې بهر وغورځولې. وروسته د امنیه قوماندانۍ له خوا له نوموړي سره ژمنه وشوه، چې د دشت ټوپ د پولیسو د مرکز راتلونکی قرارداد به ده ته ورکول کېږي.
میدان وردګ یو له هغو ولایتونو دی، چې امنیت پکې خورا ترینګلی او د دې ترینګلتیا عامل د طالبانو نفوذ ګڼل کېږي، خو د امنیتي شیرازې او تشکیلاتو په منځ کې درغلۍ او ناوړه معاملې ددې سبب شوې چې ولایت له سقوط سره مخ شي.
افغان خبریالان ادعا کوي، چې که په ژوره توګه وڅېړل شي، د پولیسو په منځ کې په اکثرو ولایتونو درغلۍ، فساد او غلاوې تردې زیاتې دي.
د ميدان وردګو ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالجميل دغه خبرې ردوي.
دنا أمني اواوسني كدودي يكانه عامل همداسي كسان دي.
كه جيري ددغو فجا يا عو مخه ونيول شي زه اطمنان در كوم جه امنيت هم منخ ته راخي.كه جيري مخه ءي ونه نيول شي باعث دسقوط داولسواليو او بالاخره دولايت كرخي .
دلته دي جه جنايت او جرم به ملي خيانت او مجرمين به ملي خاينونو تبديليزي.؛
دجلو كري تدابير بايد محترم وزير صاحب داخله بيش بيني او عملي أقدامات بؤرته كري .
دا ټول د والی صاحب مسوّلیت دی چی دا ټولی اداری تر کنترول او لیدنی لاندی راولی. که امنیتی دی او که ملکی .څوک چی د یوه ټولګی یا یوی ډلی مشری کوی نو هغه ته( دنبی کریم صلالله علیه وسلام ارشا دی(کل راعن مسول عن رعیتهی) داچی مشر خپل مسولیت او وظیفه دالله په نزد په صادقانه ډول اجراکړی او د خپلومامورینوکړه او وړه د اسلام په شرعی چږکاټ کی تر نظارت لاندی . زه غواړم د بیلګی په توګه یادآوری وکړم: دچک په ولسوالی کی دمعارف داسی مکتبونه رسمی دی چه معلم او شاګرد یی درک نلری او معاشونه یی یو څو غټ خیټی په خپلو جیبو کی اچوی او د الله نه ورته ویره نشته . او بل دا چی په دی ولسوالی کی هیڅ د والی صاحب توجه نشته. بهترینی میوی .پاکی اوبه او ښه شنه دره ده. خو!! په دی ۱۳کاله ډالر بارانی دوره کی یوه والی صاحب هم د یوی ولسوالی په نظرورته ونه کتل. سرکونه یی وران او ټوټه ټوټه دی سربندونه یی ټول د اوبو دضرورت په وخت کی دکلیوالو په همکاری باندی دلرګیو اوخاشاکو نه تړل کیږی او کله چی سیلابونه راشی دا ټول دغریبو دهقانانو زحمتونه سیلاب یوسی .د اوبو ښه بند اوفابریکه لری. متآسفانه چی پخوانی وزیرصاحب (اسماعیل خان) زموږسره د مور او میری چلند وکه دا فابریکه هم داسی ویجاړه پرته ده. هو دا منو چی خلک یی په دی مصروف او ویرولی دی چی امنیت نشته خو زه وایم چی دا هم ستاسی په لاس دی که وغواړی چی امنیت راولی دا کومه مشکله نده.څو ورځی مخکی می خبرواوریده چی دابولګولو اوبریښنا وزارت د چک د فابریکی دبند پاکیدا او د توبینونو رغول په نظرکی لری؛ ډیر خوشحاله شوم او په دی اړه دوردګوولایتی چارواکو توجه غواړم ترڅو په دی اړه خپله ایمانی او اسلامی وظیفه سرته ورسوی او د وطن په آبادی کښی نه ستړی دونکی کوشش او همکاری وکړی.
ګرانو وروڼو خبره ټوله پر موږ او تاسو کښی ده چی داسی د بی غیرتی جامی مو پر تن کړی او هیڅ چاته څه نشو ویلای هر څوک چی هر څه کوی سترګی پری پټوو، غوږونه پری کاڼه کوو او غله حمایه کوو زموږ خوار پولیس ، ملی اوردو او ملی امنیت ځانونه قربانوی او حق یی یو څو خره اندرابیان او یا پنج ګیدړان خوری اول خو زه دا وایم چی خدای دی ددی بی غیرته والی کور وران کړی په سلو کښی ۸۰ فیصده د پولیسو مشران شراب خوری او واړه یی چرس وهی نو له داسی امنیتی چارواکو بیا د ښیګړی څه امید که دا تنظیمی وزیران او په څو محدودو فاسدو ډلو پوری دا چارواکی اړه ولری والله که دا ملک جوړ کړی موږ حیران یو چی دغه بی سواده ډله او قاتلین به تر کومه وخته پر موږ دا ناوړه حکومت کوی دا اوولس داود خان غوندی ککری ته ضرورت لری چی دا په نامه افغانان ته بیا دهمزنګ او منډوی ګانی وسپاری ځکه دوی له تشناب پاکی دغه ځای ته رسیدلی