د افغانستان د نفت وګاز تصدي د خپلې ګټې ۷۵ فیصده خپله مصرفوي او یوازې ۲۵ فیصده مالیې وزارت ته سپاري.

په ۱۳۹۲ کال کې د نفت و ګاز تصدۍ ګټه ۶۹۷،۳۱۴ ميليونه افغانۍ وه، خو سږ کال دغه ګټه ۲۷۱،۶۱ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د ماليې وزارت يوه سرچينه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د نفت و ګاز تصدۍ د وزیرانو شورا د پرېکړې خلاف په څو ولايتونو کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت په خپلسر د نفت و ګاز ذخیرې جوړې کړې دي.

اقتصاد پوهان وايي، د افغانستان دولتي تصدۍ د یوې کړۍ لاس ته لوېدلې او د شخصي کمپنيو استفاده ورڅخه کوي.

محور ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان د نفت و ګاز تصدۍ په عوايد کې د تېر په پرتله ډېر کموالی راغلی او د دغه تصدۍ ډېری پيسې په نامعلومو لارو لګول شوې دي.

په مالې وزارت کې يوه سرچينه وايي، په لومړيو کلونو کې د افغانستان د تصديو عوايد ډېر وو، خو په دې وروستيو کې پکې خورا کموالی راغلی دی.

سرچينه زياتوي، د نفت و ګاز تصدۍ مسوولينو د ۸۰۰ ميليونه افغانۍ په ارزښت په تېرو دوو کلونو کې د وزيرانو شورا له پرېکړې پرته په يوشمېر ولايتونو کې په خپلسر د نفت و ګازو ذخيرې جوړ کړي او په دې برخه کې يې پانګونه کړې ده.

د ماليې وزارت يوه سرچينه وايي، د نفت و ګاز تصدۍ له لوري د ذخيرو د جوړولو وړانديز ماليې وزارت ته وشو، خو د هغوی له لوري رد شو او دوی په خپل سر دغه ذخيرې جوړ کړي، چې په دې برخه کې پراخه فساد ته لار اواره شوې ده.

په ټوله کې افغان تصديو اوس سياسي رنګ خپل کړی او ماليې وزارت ته له دې درکه هغومره ډېر عوايد نه ورځي، لکه څومره چې بايد ورغلي وای.

د نفت و ګاز تصدي خپل ډېر عوايد، د تېلو له پمپ سټېشنونو او هغو ځمکو څخه تر لاسه کوي، چې په اجاره يې ورکړي دي.

د ماليې وزارت د تصديو رياست مشر یوسف عثماني محور ته وويل، د نفت و ګازو تصدي د تېلو ۱۲۰ پمپونه لري، چې د ګوتو په شمار يې خپله د يادې تصدۍ له لوري کارول کېږي، نور يې په اجاره ورکړي دي:(( په ټول افغانستان کې ۲۲۱۵۵۹ ټنه تېلو لپاره فعالې او غير فعالې ذخير شته او همدا ډول د ۱۶۸۱۴ ټنه ګازو ذخيرې جوړې شوې دي.))

اندېښنې دا دي، چې د نفت و ګاز تصدۍ په عوايدو کې د پام وړ کموالی راغلی او دغه څه ډېرې اندېښنې را ټوکولې دي.

د ماليې وزارت له لوري محور ته ورکړل شوې معلومات په ډاګه کوي، چې يادې تصدۍ په ۱۳۹۲ کال کې ۱۰۹۳،۵۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد لرل، چې ۳۹۶،۲۰۲ ميليونه افغانۍ مصارف او ۶۹۷،۳۱۴ ميليونه افغانۍ يې ګټه شوې ده.

په ۱۳۹۳ کال کې د يادې تصدۍ ټول عوايد ۶۸۴،۵۸۴ ميليونه افغانۍ ښودل شوي، چې ۴۱۳،۵۲۳ ميليونه يې مصارف او ۲۷۱،۰۱۶ميليونه افغانۍ يې ګټه شوې ده. د ماليې وزارت معلومات ښيي، چې د ګټې ۷۵ سلنه په خپله تصدۍ کې لګول کېږي او ۲۵ سلنه يې ماليې وزارت ته ورکول کېږي.

د نفت و ګار تصدۍ له مسوولينو سره په خبرو بريالي نشو، خو د سوداګرۍ وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، په افغانستان کې د ګازو لپاره ذخيرې نه وې، نو ځکه خو د ۱۱۸۰۰ ټنه ګاز لپاره په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زېرمې جوړې کړې دي.

دی وايي، دغه ذخيرې د نفت و ګاز تصدۍ له عوايدو جوړې شوې او په هېواد کې ورته جدي اړتيا وه: (( په ټول هېواد کې د ۱۵۰۰۰ ټنه ګاز لپاره ذخيرې په پام کې دي، خو د ۱۱۸۰۰ يې کار بشپړ شوی، چې په ټولو معيارونو برابرې دي.))

ښاغلی قوقندي وايي، سږ کال د ټول هېواد په کچه عوايد کم وو، يوازې د نفت و ګاز تصدي نشو يادولای.

اقتصاد پوهان وايي، د افغانستان دولتي تصدۍ د یوې کړۍ لاس ته لوېدلې او د شخصي کمپنيو استفاده ورڅخه کېږي. د دوی په باور که ددې تصديو عوايد په سم ډول را ټولېدای، نو د افغانستان د بودجې لويه برخه يې پوره کولای شوای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *