امنيت شورا ته د نورستان يوه وکيل حافظ عبدالقيوم ويلي، چې په نورستان کې جدايي طلب ګروپونه نورستانيان هڅوي، چې افغان حکومت وګواښي او له پاکستان سره د مستقلو اړيکو جوړولو لپاره غږ پورته کړي.

پدې ولايت کې له تېرو اوو کلونو راهيسې ټکی امن او يو فيصد حکومتداري نشته. د ډورن تر ۲۰ ډېر بريدونه پکې شوي، ګڼ پنجابي، عرب، چچيني جنګيالي پکې دېره دي او د پاکستان دا پيغام تبليغوي، چې له افغان دولت سره پرېکون اعلان کړی، پاکستان به مو د سر او مال امنيت خوندي کړي.

((له پاکستان سره په يوسل څلوېښت کیلومتريزه پوله څېرمه کليو، ګورديش، بازګل او پيټي ګل کې پاکستاني پېژند پاڼې وېشل شوې دي.))

له اوو کلونو را پدېخوا په نورستان کې نا امنۍ ورځ تر بلې زياتېږي او اوس یوازې د ياد ولايت مقام له افغان دولت سره پاتې دی، په نوره سيمه کې د طالبانو واکمني ده او د پاکستان له لوري ددې هڅې روانې دي، چې نورستانيان د حکومت پرضد حتی د بېلتون غوښتنې لپاره راوپارول شي.

د نورستان استازي وايي، د دولت بېغوري په نورستان کې د بغاوت د غږ عامل ګڼل کېږي، د دوی په باور هلته شعور دومره اوچت ندی، چې درک کړای شي، په خپل ملک کې د یاغيتوب اقدام څه انجام لري.

دوي وايي، په نورستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال امن وو، اوسېدونکو يې مقاومت وکړ، خو اوس د حکومت د بېغورۍ له امله ټول نورستان د طالبانو په لاس کې دی.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوي احمدالله موحد محور ورځپاڼې ته وويل، دغه ولايت له پاکستان سره ۱۴۰ کيلومتر پوله لري، چې دې پولې ته څېرمه کليو، ګورديش، بازګل، پيټي ګل او ګڼو نورو کليو کې پاکستانۍ  پېژند پاڼې وېشل کېږي: ((د پاکستانيو استخباراتي مبلغينو د تبليغاتو دا تاثيرات له ورایه ليدل کېږي.))

د نورستان قومي مشران وايي، په نورستان کې هېڅ ډول د رغونې چارې ندي تر سره شوې. دوی وايي، اوس هم څلور ولسوالۍ له مرکز سره نه دي نښلول شوې، د نورستان له ولسواليو خلک کونړ ته ځي او بيا له هغه ځايه مرکز پارون ته ځانونه رسوي. د قومي مشرانو په خبره ددې ولايت د ادارو لپاره د کسانو په ټاکنه کې معيار نشته: ((والي تميم نورستانی د فساد په تور له څوکۍ لرې شو، خو اوس يې بيا په واسطه او پيسو واک تر لاسه کړ، تر پخوا ډېر له خلکو سره زياتی کوي، په میاشتو په کابل کې پروت وي. امنیه قوماندان هم یو چا لېږلی.))

ځايي اوسېدونکي وايي، همدا اوس د دریو ولسوااليو په ۱۵کيلومترۍ کې د وسله والو طالبانو پټنځايونه او د روزنې مرکزونه دي: ((له وايګل نه ۶۰ کسه، له شيګل نه ۵۰، له برګمټال نه ۵۰، له کامديش نه تر ۱۰۰ډېر طالبان پاکستان ته د روزنې لپاره استول شوي دي.))

په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازی حافظ عبدالقيوم ګواښ کوي، که د حکومت بيړنی اقدام ونه کړي، خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتيا وې برابرې نشي، نو د يوې لوې جغرافيې د له لاسه ورکولو ډار دی. دی وايي، په سويلي نورستان کې جدايي طلب ګروپونه نورستانيان هڅوي، چې افغان حکومت وګواښي او له پاکستان سره د مستقلو اړيکو جوړولو لپاره غږ پورته کړي: ((دوی خلکو ته وايي، مرکزي حکومت درته پام نه کوي، نا امني ډېره ده، په تېرو ۱۲  کلونو کې د بيا رغونې هېڅ پروژه نه ده کارول شوې، نو له افغان دولت سره پرېکون و کړی، پاکستان به مو د سر او مال امنيت خوندي کړي او د ژوند ټول امکانات به درته برابر کړي.))

د نورستان والي تميم نورستاني محور ته ومنله، چې په کامدېش، برګمټال او وايګل کې تر يوې کچې امنيت خراب دی. دی وايي، طالبان د پاکستانيو هغو په ملاتړ په دې هڅه کې دي، چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د حکومت له ولکې وباسي. د ښاغلي نورستاني په خبره، په تېرو دوو کلونو کې تر يوې کچې په دې ولايت کې کار شوی، خو د پروژو د پلي کولو لپاره يې له حکومته غوښتنې ډېرې دي: (( يوازې دوه ولسوالۍ کامدېش او برګمټال له مرکز پارون سره لاره نه لري، هغه هم د نا امنيو له امله.)) دی وايي، د ټول نورستان د امنيت د خوندي کولو لپاره ۱۹۶ ملي پوځيان، ۲۴۰۰ ملي پوليس او په دې وروستيو کې ۲۰۰ سيمه ييز پوليس ګومارل شوي، چې په وينا يې دا شمېر امنيتي ځواکونه ددې ولايت لپاره بسنه نه کوي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د نورستان جغرافیه ماتېږي”
  1. The government is corrupt and weak, composed of illiterate warlords and mujahedeen, only knows how to smuggle dollars to their bank accounts in abroad. They do not care what happens to the country and the people.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *