افغان ولسمشر وایي، په هېواد کې د امنیت ټینګښت لپاره د ۲۰ ولایتونو ۹۴ سرحدي ولسوالۍ د امنیتي پالیسۍ په سر کې ځای لري او له دې لارې به دفاعي سیستم تکمیل شي.

((د دولت مصارف باید تر دې وروسته د کورني تولید او کار د تحریک لامل شي. ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه به د وطني تولیداتو کارولو ته لومړیتوب ورکوي، څو دولتي تدارکات د افغان اقتصاد د تقویې باعث وګرځي.))

په شپږو میاشتو کې د وزیرانو، والیانو، ولسوالانو او ښاروالانو دندې مشخصېږي، د کاري تداخل د مخنیوي او اداري اصلاحاتو لپاره دا غوره اقدام دی.

ولسي جرګې ته د کابینې د معرفي کولو په غونډه کې ولسمشر غني وویل؛ د هېواد امنیت هله ټینګېدای شي، چې سرحدي ولسوالیو ته پام زیات شي او په شلو ولایتونو کې ۹۴ سرحدي ولسوالۍ ددې امنیتي پلان په سر کې ځای لري.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایي، یوازې له پاکستان سره دا مهال د افغانستان ۱۰۰ داسې لارې شته چې هره ورځ ترې د افغانستان امنیت ګواښل کېږي، خو دغه زمینه سازي اکثریت د همدې سیمې خلک کوي. د ښاغلي امرخېل په وینا، د دغو خلکو زړه خپلول د ښې حکومتدارۍ له لارې کېدای شي: ((دا اوږدمهاله پروسه ده، خو تر دې لومړی باید حکومتدارۍ ته پام زیات شي. پدغو سرحدي ولسوالیو کې دې خلکو ته کاري زمینه مساعده شي، د سیاسي شعور لوړولو لپاره یې ځینې برنامې عملي شي، چې څو له افغانستان سره د دغو خلکو ژوند او وجود وتړل شي. په زور په خلکو حکومت نشي کېدای.))

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحق اتمر هم ښه حکومتداري د لومړیتوبونو په سر کې بولي: ((ولس د ښې حکومتدارۍ بېلګه د کابینې په معرفي او انتخاب کې ولیده، تر هغو چې حکومت خپل ځان د پخوانیو مُهرو له اغېزې خلاص نه کړي، د ښې حکومتدارۍ اقدامات هم ستونزمن دي.))

په ورته وخت کې ولسمشر غني وویل، د ښارونو او کليو ارتباط باید غښتلی شي. کلي او ښارونه به د تقاضا او عرضې په ځنځیر سره وتړل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د دولت مصارف باید تر دې وروسته د کورني تولید او کار د تحریک لامل شي. نوموړي د بېلګې په توګه ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه یاد کړل، چې که د روزمره مصرف لپاره وطني تولیدات وکاروي، اقتصاد او تولید به په حرکت کې راولي. هر افغاني تولید ته باید لږ تر لږه ۱۵ سلنه ترجیح ورکړل شي تر څو دولتي تدارکات د اقتصاد د تقویې لامل شي.

له پانګه والو څخه ولسمشر غني وغوښتل چې تر هر څه لومړی د سمنټو تولید ته اهمیت ورکړي، په هرات، کندز او بغلان کې د سمنټو د تولید ښه امکانات همدا اوس په لاس کې شته دي.

په ۴۵ ورځو کې به ټولې بهرنۍ پروژې وارزول شي او بې ګټې پروژې به ودرول شي. لوی قراردادونه شخصاً ولسمشر غني پخپله ارزوي.

په دولتي اداراتو کې د کاري تداخل د مخنیوي لپاره نوی افغان حکومت په پام کې لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د وزیرانو، والیانو، ولسوالانو او ښاروالانو دندې مشخصې کړي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې له غړو شپږ میاشتې وخت وغوښت، څو په اداراتو کې د اصلاحاتو لپاره لاندې اقدامات ترسره کړي: ((په هره اداره کې د مجازاتو او مکافاتو د فرهنګ رامنځ ته کول، که هر وزیر اشتباه کوي پخپله به استعفا کوي، د امنیت د تامین لپاره به ځانګړې بدلونونه راوړل کېږي، د کار رامنځ ته کولو لپاره به عملي پلانونه جوړ شي او د افغانستان د ترانزیټي مرکز د جوړولو او مدیریت رامنځ ته کول.))

One thought on “محور ورځپاڼه: د نوي حکومت پنځه کلنه تګلاره په امنیت راڅرخي”
  1. Salamoonah,

    Zama pa nazar , evvel bayed mohim Emniyeti, Qazayi, aw Edjrayevi organona ghayr-e ciyasi ( ghayre tanzimi; semti, shakhsperasty a.d.n.) si, bya Pakhwany lwarr porry mofsedieyn majazat si , aw la panjabi, farsi , ozbekistany, tajokustany etc… waredato mahk-niewy vashi.
    Va minALLAHe el-Tevfiqq

  2. پخوا به خلکو متل کاوه چې ( اوبه له پاسه خړې دي ) د افغانانو غوره انتخاب به که خدای کول ډېره ښه راتلونکې ولري ځکه چې اوبه له پاسه پاکيږي او مفسد چارواکي د تاريخ کندې ته برابر شویدي ، ډېر زيات مسایل په مخکې شته چې باید حل شي ، خو دا ټول د دې پورې اړه لري چې افغانان څومره د خپل مشر د پالیسیو څخه ملاتړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *