په هغه سړک چې د ورځې ۵۰۰۰ موټر تګ را تګ لري او څنګونه یې نظامي تاسیساتو نیولي د لاریونونو بندول یو ضروري اقدام دی.

د هوتخېلو خلک وایي، په چاپیریال کې مو د سخت دریځو واړه پټنځایونه دي یا د معاملاتو د لارښوونې د دفتر په بڼه یا د زړو کورونو په وړو کوټو کې، زموږ هر معقول حرکت په نامریي ډول زموږ له کنټروله ووځي او هغه خلک هېڅ ونه پېژنو چې سوله ییز لاریونونه په غم واړوي.

په پروني لاریون کې د پولیسو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شول. ځایي خلک ادعا کوي، چې هم په لاریون کې سخت دریځي ننوتي وو او هم د پولیسو حوزه له داسې چا سره ده، چې د بلوا د مخنیوي پر ځای له یو ځایي چارواکي سره د تربور په توګه مقابله کوي.

پرون سهار د کابل په ختیځ کې د هوتخېلو په سیمه کې د فرانسوي مجلې شارلي ایبدو پرضد د دغې سیمې شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکو لاریون وکړ، خو هله په تاوتریخوالي واوښت چې د لاریون کوونکو له منځه پر پولیسو برید وشو.

امنیتي چارواکي وایي، د لاریون کوونکو په منځ کې یو شمېر وسله وال کسان هم ول او دوی هڅه کوله وضع نا امنه کړي، ګمرک ته ننوځي او شاوخوا په بهرنیو نظامي ادارو برید ته زمینه سازي وکړي.

پدغه سیمه کې د ایساف، یوناما، بهرنۍ اینجیوګانو دفترونه او پر نظامي پوهنتون سربېره کابل ګمرک هم شته چې بهرني استخباراتي کړۍ یې هره شېبه د ناامنه کولو انتظار وباسي.

د نظامي چارو شنونکي صدیق ساحل محور سره په مرکه کې وویل، له یوې خوا د نهمې امنیتي حوزې امنیتي تدابیر سم نه ول او له بلې خوا بهرنۍ استخباراتي کړۍ د ولس په نوم خپلو اهدافو ته د رسېدا لپاره پدې سیمه کې لاریونونه تر ټولو ښه وسیله بولي: ((امنیه قوماندانۍ ادعا کوي چې موږ وړاندې خبر شوي نه و، خو په اوسنیو شرایطو کې دوی باید هره شېبه امنیتي تدابیر ولري، چې پکې پاتې راغلل. نهمه امنیتي حوزه د یو شخص په برخه رسېدلې چې هېڅ مسلکي مخینه نه لري. کورنیو چارو وزارت دې ددې سیمې امنیتي تدابیر له سره وارزوي.))

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحق اتمر وایي، په دې سیمه کې د کابل ـ جلال آباد لویه لار حساسه نظامي نقطه ده، چې دښمن پکې د نفوذ په لټه کې دی: ((پدې سیمه کې کشفي فعالیتونه باید زیات شي، د ولس له ادرسه د دغه شان لاریونونو تر شا د لویو توطیو د عملي کېدو هڅې کېږي. د دغه حالت دوام د کابل امنیت ته جدي ګواښ دی.))

د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا، لاریون کوونکو لومړی پر پولیسو د تیږو او لرګیو ګوزارونه وکړل او بیا یې هڅه کوله د کابل ګمرک ته ننوځي، خو پولیسو یې مخه ونیوله، چې لاریون په تاوتریخوالي واوښت.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي محور ته وویل، د لاریون کوونکو په منځ کې له یو شمېر کسانو سره وسلې هم لیدل شوې او دوی د وضعې د ګډوډولو لپاره ډزې وکړې: (( د لاریون اصول دا دي چې امنیتي حوزه او مسوولین به په جریان کې پرېږدي، خو دوی دا کار نه و کړی. ۱۷ پولیس او ۷ لاریون کوونکي ټپیان دي. څوک ندي وژل شوي. په امنیتي حوزو کې د غیر مسلکي کسانو ګومارل په کلکه ردوو، ګومارنې د مسلک او وړتیا په اساس شوې دي.))

د محمد مصطفی په نوم یو لاریون کوونکي په ټلیفون د محور خبریال ته وویل، د لاریون د نظم لپاره کسان ګومارل شوي و، خو وروسته پکې نابلده کسان ولیدل شول: ((لاریون کوونکو وسلې ندرلودې او نه مو د تاوتریخوالي پلان درلود، خو موږ نپوهېږو چې دا ټول څنګه وشول او چا وکړل؟ پدې سیمه کې ځینې مشکوک ځایونه شته چې کشفي ارګانونه یې باید په اړه تحقیقات وکړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *