د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې اعلان شوې، په ډېری ولايتونو کې له تغيراتو سره سره ناکام وکيلان او پر ټاکنو د څار بنسټونه ادعا کوي، چې هم د رايو د شمېرنې او هم تفتيش پرمهال پراخه درغلۍ شوې دي.

د انتخاباتو د کميسيون سرچينې وايي، د انتخاباتي شکايتونو له کميسيون څخه د داسې محلونو په ادرس ډکې فورمې ورغلې، چې هغه مرکزونه له دوی سره له مخكې لغوه شوي وو او دا شوهد په ډاګه کوي، چې شکايتونو کميسيون کې حتی له ځينو ناکامو کانديدانو سره سازش شوی دی.

په کندهار کې د دوو وژل شويو کانديدانو له ډلې د حشمت خليل رايې يو مثال دی، چې لومړی ځل لس زره خو اوس ديارلس زره ته لوړې شوې. ناظرين ادعا کوي، چې په دې توګه په دستوري ډول ګراف لوړکړای شوی دی.

د کندوز، کونړ او تخار ولايتونو ځينې معترضين وايي، کمېشن کارانو هم له دوی او هم يې له سيالانو پيسې اخستې دي او د دوی د کاميابۍ تضمين يې کړی وو.

د ټاکنو کميسيون په سختۍ وتوانېد، چې له اووه مياشتني ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې اعلان کړي. دټاکنو کميسيون مشر احمديوسف نورستانی وايي، چې د ٩٧ ښځو په ګډون د ولايتي شوراګانو ٤٥٨ کانديدان توانېدلي، چې د هېواد په کچه ولايتونو شوراګانو ته لاره ومومي. د ټاکنو کميسيون رييس زياتوي، چې د نارينه وو له ډلې يوه کانديد تر ټولو ډېرې ٢١٤٢٠ رايې او د ښځو له ډلې يې يوې ٩٤٠٩ رايې ترلاسه کړې دي. هغه څرګنده کړه، چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې يې يوه کانديد تر ټولو کمې دوه رايې تر لاسه کړې او همدارنګه د ښځو له ډلې يې يوې مېرمنې ١٢٤ رايې، چې دا هم تر ټولو کمې بلل شوې، ترلاسه کړې دي.

خو دا د خپل ډول تر ټولو جنجالي او له اعتراضونو ډکې پايلې دي. د کار د نتيجې په اړه ځنډ حتی د ولايتونو په کچه زمينه برابره کړه، چې درغلۍ وشي او د رايو په نتايجو کې د لاسوهنې امکان زيات شي.

د ټاکنو او هم د ټاکنو په تړاو د شکايتونو کميسيونونه وايي، چې د پروسې د شفافيت لپاره يې خواري ايستلې ده. د دغو کميسيونونو چارواکي پر خپلو کارکوونکو د هېڅ ډول درغلۍ تورونه نه مني او هغه چې د دوی په خبره ثابت شوي، دوی يې مخه نيولې او متخلفين يې قانوني مراجعو ته ورپېژندلی دي.

خو معترض کانديدان ګڼې مستندې بېلګې وړاندې کوي. له کندوز څخه راغلې يوه مېرمن وايي، له خپلې سيالې څخه يې ۱۳۰۰ رايې زياتې وې، خو د دغو رايو اندازې د سيالې مېرمنې له ګواښ سره تغير وکړ.

ځينې نور وکيلان وايي، د کمېشنرانو او د کميسيونونو د ځينو لوړپوړو چارواکو کمېشن کاران په هوټلونو او مشخصو ځايونو کې په معاملو کې ښکېل وو او له خلکو يې په اطمنان پيسې اخستې.

پر ټاکنو ډېری ناظرين هم د کانديدانو اعتراضونه په حقه ګڼي، خو وايي، چې تر ټولو ډېرې درغلۍ د کميسيون په ولايتي دفترونو کې شوې دي. دوی وايي، د معاملو يوې کړۍ کار کاوه، خو ښايي ځينې مشران له دې وضعيته بې خبره وي.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ولايتي شوراګانو د ټاكنو نتيجه كې د انصاف بحران”
  1. د تاند محترمې ادارې ته: که څه هم دا له تاسو څخه د مرستې غوښتنې مناسب ځای نه دی، مهرباني وکړئ د تاند سایټ ته د مضمون استولو طریقه راته وښیئ څو خپل مضمون درواستوم. ما تاسو ته څو ورځې د مخه خپل مضمون د د ستاسو اړیکې له لارې واستوه خو نتیجه یې ورنکړه. لطفاً په دې اړه راسره مرسته وکړئ

  2. دا صرف په نامه انتخابات وه دا یوه کمیشنکاری وه او د یو څو محدودو کسانو او کورنیو د جیبونو ډکولو لپاره جوړ شوی پروګرام وه که چیری تاسی ته معلومات نه وی د کشاف صاحب د کورنی پوری مربوط کسان تعداد چه په شکایتونو کمیسون کی او هم د انتخاباتو کمیسون کی مقرر دی پوښتنه وکړی تعجب به وکړی چی دا څنګه کیدای شی په افغانستان کی قحط الرجال دی او که څنکه. په ننګرهار کی د لطف الله بابا لپاره د ټولو کاندیدانو د راییو شمیر بیدون ددی چی کوم علت یی معلوم شی په قصدی ډول راښکته شوی تر څو ددی محترم رایی د کامیابیدو حالت ته ورسیږی دا ځکه ددی محترم رایی د ۳۵۰۰ په حدودو کی وی. د شکایتونو کمیسون کوم هیت چی د شکایتونو څیړلو لپاره جلال اباد ته راغلی وه په ښکاره یی یوه رایه په ۲۰ دالرو زیاتوله حال دا چی کومو کسانو چی رشوت د شکایتونو کمیسون هیت ته ورکړی وه مګر بیا ددی کمیسون فاسدو اشخاصو د هغه چا رایی چی په شل دالر فی رایه ورته زیاته کړی وه بیا په کابل کی هغه تقلبی رایی ورته جمع نه کړی بلکه اصلی رایی یی هم ورته له منځه یوړی تر څ د زرهاو دالرو معملی لپاره ځانته لاره هواره کړی ددی ترڅنګ د هغه چا چی واقعی رایی زیاتی شوی وی او د انتخاباتو کمیسون ورته نه وی جمع کړی هغه یی هم له منځه یوړی. او همداسی یی وکړه ناکام کاندیدان یی کامیاب او کامیاب یی ناکام کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *