هغه ټانکرونه چې د ناټو ځواکونو لپاره د تېلو اکمالات کوي، د اوسپنو کباړ يې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو لپاره په ګټور تجارت بدل شوى دى.
طالبان له بريد سملاسي وروسته هر ټانکر د ٦٠٠ زره پاکستانيو کلدارو په بدل کې د غزني ښار په مستريانو پلوري او مستريان شپه مهال د کباړ اوسپنې غزني ته انتقالوي. د دغو مستريانو ځينو يې محور ته ويلي، چې دوى د کابل- کندهار پر لاره افغان امنيتي ځواکونو ته د ټانکرونو يوه اندازه نغده ګټه ورکوي.
د ټانکرونو ځينې مالکان هم له طالب بريدګرو سره لاس لري، تېل په کابل او يا نورو تېل پمپونو کې خالي کوي، تش موټر د طالبانو په ګټه وټه بدلېږي. دغه اکمالاتي موټر له بهرنيانو سره بيمه دي.
وسله وال طالبان تر ډېره په وردګو او غزني ولایتونو کې فعال دي او د همدې ولايتونو د لويو لارو په اوږدو کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه کوي.
د شمېرو له مخې هره ورځ په منځنۍ کچه کابو ۵۷۰ د اکمالاتي کاروانونو اړوند ستر موټر د کابل- کندهار له لارې تګ راتګ کوي او پر دغو کاروانونو د طالبانو بریدونه زیات مالي او ځاني زیانونه اړوي.
د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع محور ته وويل، پخپلو سترګو مو څو ځله ليدلي، چې د ناټو اکمالاتي موټر د امنيتي پوستې په ١٥ مترۍ کې په ماين الوځول شوى وي. دى زياتوي، پخوا به طالبانو دغه موټر د خپلو مشرانو په غوښتنه سوځول او د هر موټر پر سر به ورته پيسې راتلې، خو اوس واړه جنګيالي هم موټر د کباړ په موخه په نښه کوي او بيا يې په غزني، وردګو او زابل کې په پرزه پلورونکو تر ٦٠٠زره کلدارو پلوري :((له دې جوتېږي، چې طالبان او يو شمېر امنيتي کړۍ په دې نوي تجارت کې سره یو لاس شوي دي.))
د لويو لارو په اوږدو کې د اکمالاتي کاروانونو امنيت د عامه نظم د پوليسو پرغاړه دی، تر دې وړاندې دغه امنيت د شخصي امنيتي کمپنيو په غاړه وو، چې د دغو لارو په اوږدو کې په سختو ناراميو او وژنو کې ښکېل بلل کېدل.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، ددې تر څنګ چې طالبان د اکمالاتي کاروانونو موټر اوس د کباړ او پرزو جاتو په توګه په نښه کوي، د سيمو زورواکي، غله او د عامه نظم يو شمېر ساتونکي هم په دې تجارت کې لاس لري. دى وايي، په غزني، وردګو، زابل، خوست او پکتيا کې ددې پرزو او کباړو لپاره ډېر خلک ناست دي او لوى کاروبارونه یې روان دي، چې ان دغه پرزې او کباړ پاکستان ته اړول کېږي. ښاغلى احمدي زیاتوي، د ټانکرونو ځينې مالکان هم له طالب بريدګرو سره لاس لري، تېل په کابل او يا نورو تېل پمپونو کې خالي کوي، وروسته په نښه کېږي، چې تش موټر د طالبانو په ګټه وټه بدلېږي.
د اکمالاتي کاروانونو موټر له بهرنيانو سره بيمه دي، کله چې په نښه کېږي او سوځول کېږي، مالکان يې بيا پسې سر نه ګرځوي، نو له همدې امله تر څو ساعتونو وروسته د دغو موټرو اثار هم نه پرېښودل کېږي.
ځينې مستريان او کباړ پېرودونکي چې خپل هويت نه افشا کوي، په غزني کې پراته دي، دوى يا د غزني اوسېدونکي دي او يا هم له نورو سيمو دلته د تور کاروبار لپاره ورغلي دي.
د غزني ښار يوه مستري د نوم نه ښودو په شرط محور ته وويل، دا وړ کاروبار ندى، طالبان له بريد وروسته هر ټانکر د غزني ښار په مستريانو پلوري او مستريان شپه مهال د کباړ اوسپنې غزني ته انتقالوي. دى وايي، موږ د کابل- کندهار پر لاره افغان امنيتي ځواکونو ته د ټانکرونو يوه اندازه نغده ګټه ورکوو او هغوى موږ ته د لېږد اجازه راکوي. د دغه مستري په وينا، د سوځول شويو اکمالاتي موټرو پيسې ان طالبانو ته پېشکي ور کول کېږي :((د موټر بيه د موټر په جنس او د هغه په سوځېدلو پورې اړه لري. يو جوړ اکمالاتي موټر له ٦٠زرو تر ١٠٠زره ډالرو قيمت لري، خو هغه چې وسوځول شي، تر ١٥ زره ډالرو پورې ايله وپلورل شي. همدا اوس د وردګو له شېخ آباد نه د غزني تر مقره ٢٠٠ سوځول شوي موټر پراته دي، چې په دې کې يو شمېر کباړ فروشانو اخیستي، خو ځينې نور دومره خراب شوي، چې په ډېره کمه بيه يې هم څوک نه اخلي. د دغو موټرو اصلي مالکان نشته، خو فرعي مالکان يې طالبان، د لارو امنيتي کسان او يا هم ځايي زورور اوسېدونکي دي. کله چې موټر پرزه شي د خوست، ګرديز او نور لارو نه پاکستان ته اړول کېږي.))
د وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي محور ته ومنله، چې شايد تر يوې کچې د عامه نظم پوليسو هم په دې چاره کې لاس لرلى وي، خو زياته يې کړه، چې په دې وروستيو کې په دې برخه کې بدلونونه راغلي او ١٠٠ کسان چې د عامه نظم په ليکو کې يې دندې لرلې له دې ليکو ايستل شوي دي. دى وايي، دغو کسانو پخوا هم د شخصي امنيتي کمپنيو سره د کاروانونو د ساتونکو په توګه دندې تر سره کولې، چې تر ډېره د ټانکرونو د سوځولو په پېښو کې په لاس لرلو ګرم بلل شوي وو :((په دې کار کې يو شمېر موټر چلوونکي هم لاس لري، چې شپږ ورځې وړاندې څلور کسه د چسپکې بمونو په تور نيول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.))
خو د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو مسوولينو په دغو پېښو کې د ملي اردو، پوليسو او عامه نظم ساتونکو لاس لرل رد رد کړل. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، د دغه لارې د امنيت د خوندي کېدو لپاره کار روان دى، په تېره اونۍ کې د دا ډول پېښو ګراف ټيټ شوى او هڅې دا دي، چې دغه لاره په بشپړه توګه خوندي شي. ښاغلي صديقي هغه خبرونه هم رد کړل، چې د عامه نظم ١٠٠ پوليس له دندو لرې شوي دي. دى وايي، ٢٥ کسه منسوبين د چارو د ښه تر سره کېدو په هدف لرې شوي او په ځاى يې مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي دي.
ډیرشه خبردی چی افغانانوته په کی ګټه وی کی طالب وړی کی پولس یاکم بل افغان چی امریکاته سونه تاوان رسیژی هغونه ګټه ده
دا چی د غربانو په پیسو لوړپوړی چارواکی تجارت کوی نو د طلبانو او پوستو د پولیس څخه څه ګیله ده کوی دی خپل تجارت کوی چی څومره یی په وسه وی هغموره دی وخوری زه پدی هیڅ پروا هم نکوم