د ټاکنو د پایلو په اعلان کې هر ډول ځنډ د ټاکنیزو کمېسیونونو حیثیت له منځه وړي او د سیاسي بې ثباتۍ وېره هم شته دی.
سرچینې وایي، د پایلو د اعلان په ځنډ کې بېلابېل اړخونه ښکیل دي او ټول هڅه کوي له حکومت او نړیوالې ټولنې د خپلو ډلو لپاره امتیازات ترلاسه کړي.
سیاسي شنونکي نیوکه کوي، چې د ولسمشر بې تفاوتي د هغه بې طرفۍ نشي تلقي کېدای، د برحال ولسمشر په توګه د ټاکنو د مشروع بهیر ټکني کېدلو ټول مسوولیت دده پر غاړه دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما او یو شمېر بهرني هېوادونه د دریمګړي په رول کې هڅه کوي د ټاکنو د پایلو اعلان تر هغو وځنډوي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بېرته ټاکنو ته ور ورګرځوي.
سرچینې وایي، د روژې په اول ماښام ولسمشر کرزي د ټاکنو کمېسیون کمېشنران د روژه ماتي لپاره ارګ ته وربللي و او هغوی ته یې حکم وکړ، چې له مهالوېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي، خو پرون ناوخته یو ځل بیا د منځګړتوب لپاره د یو شمېر بهرنیو اړخونو مداخله کولای شي د پایلو اعلان وځنډوي.
د ارګ د غونډې د پرېکړې په اساس پرون د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې پایلې له مهالوېش سره سمې اعلانوي، خو دریمګړي بهرني اړخونه لا هم د ټاکنو پروسې ته د ډاکتر عبدالله عبدالله په ورګرځولو ندي توانېدلي او دا ښیې چې شاید د پایلو په اعلان کې بیاځلي ځنډ رامنځته شي.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال له محور سره په مرکه کې وویل؛ د پایلو په اعلان کې هر ډول ځنډ د مصلحت په معنی دی او که د چهارشنبې په ورځ ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان نه کړي دا د ټاکنیزو کمېسیونونو استقلالیت ته جدي ګواښ دی: ((د پایلو په اعلان کې نور د هېڅ ډول ځنډ امکان نشته او د سیاسي بې ثباتۍ باعث هم کېدای شي. یوه ورځ هم د پایلو اعلان د افغانستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت بد اغېز پریباسي.))
ښاغلی لېوال وایي، د ټاکنیزو پایلو روان کړکېچن حالت ددې باعث شوی چې بېلابېل اړخونه له دې وضعې په ګټې اخستو امتیازات ترلاسه کړي.
په حکومت او په ځانګړي ډول په ولسمشر کرزي هم تورونه دي چې ددې مشروع پروسې ملاتړ نه کوي او چوپتیا یې اصلاحات او همپالنې ټیم ته جرآت ورکړی چې د ټاکنو په قانوني پروسې خپلې غیر قانوني غوښتنې ومني. د برحال ولسمشر په توګه د نوموړي مسوولیت دی چې د ټاکنو کمېسیون له پرېکړو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، د پایلو ځنډ ددې لپاره دی چې بهرني دریمګړي وتوانېږي اصلاحات او همپالنې ټیم د ټاکنو پروسې ته بېرته را ورګرځوي او دا کار هم ددې لپاره کوي، چې په راتلونکي کې دې ټاکنیز ټیم ته یو جزوي حجت او دلیل هم پاتې نشي.
ښاغلی هاتف وایي، ځنډ د ټاکنو په پایلو ځکه اغېز نشي لرلی چې ګټونکی معلوم دی او د نېږدې سل سلنه رایو شمېره د ټاکنو کمېسیون سیستم ته داخله شوې ده: ((د یوناما لخوا د پایلو د ځنډ فشار ددې لپاره دی چې د یو اړخیزې پرېکړې مخنیوی وشي. د یوناما په ګډون یو شمېر بهرني هېوادونه کوشش کوي اصلاحات او همپالنې ټیم بېرته د ټاکنو پروسې ته وګرځوي او دا هم ددې لپاره چې د ګټونکي تر اعلان وروسته اعتراضونو او د یو شمېر هېوادونو خوابدۍ ته دلیل نه وي پاتې.))
د ټاکنو له مهالویش سره سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د چهارشنبې پر ورځ،چې د چنګاښ له یوولسمې نیټې سره برابرېږي په ډاګه کړي.
پرون د ډاکتر عبدالله عبدالله پلویانو له واټونو هغه کېږدۍ هم ټولې کړې، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د اعتراض په توګه درولې وې.