د ټاکنو څارونکي، د افغانستان له ۲۶ ولايتونو د لس سلنه قسمي رايو اعلان په يو شمېر ځانګړو نوماندانو د جوړ جاړي فشارونه ګڼي، چې ائتلافي حکومت ته غاړه کېږدي او امتيازات سره و وېشي.
شنونکي وايي، د ائتلافي حکومت جوړېدل د خلکو له رايو سره جفا ده او هېڅ ډول مشروعيت به ونلري. دوی د دویم دور ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي.
باوري سرچینې وايي، په اعلان شویو رایو کې داسې هم شته، چې د شکایتونو کمېسیون پرېکړه ورباندې نوي سلنه منفي اغېز لرلی شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د افغانستان د ۲۶ ولايتونو۱۰ سلنه قسمي رايې اعلان کړې، چې پکې ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۱،۹؛ ډاکتر اشرف غني احمدزي ۳۷،۶؛ زلمي زسول ۹،۸ او نورو تر دې ښکته رايې خپلې کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون وايي، پدې کې د بدخشان، غور، نورستان، پکتيکا، وردګ، غزني، بغلان او ډايکنډي ولايتونو رايې نه دي شاملې.
د چارو شنونکي او د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، له يو شمېر هغو ولايتونو نه ددې لپاره قسمي رايې اعلان شوې، چې په يو شمېر ځانګړيو نوماندانو د جوړ جاړي او ائتلافي حکومت د رامنځته کولو فشارونه راوړل شي.
د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون یوې سرچینې محور ته ويلي وو، چې ډاکتر عبدالله عبدالله د نورستان، هرات او بامیان په شمول یو میلیون باطلې رایې لري.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، ډېری شکايتونه د بلخ، هرات، تخار او نورستان ولايتونو په اړه ياد کمېسيون ته رسېدلي دي: ((له ۳۲۰۰ شکايتونو څخه ۸۷۰ هغه په الف رديف کې راځي، چې ۷۵ سلنه يې ارزول شوي، خو د يو شمېر ولايتونو د شکايتونو د ارزولو لپاره به د وخت تمديد ته هم اړتيا پېښه شي.))
د چارو شنونکي وايي، دا د هغو ولایتونو رايې دي، چې عبدالله پکې فوق العاده درغلۍ کړې دي، په ځای ددې چې قرنطين شوې وای وشمېرل شوې.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، همدا اوس معاملې روانې دي، چې د ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر يوې پرېکړې ته ورسېږي. دی وايي، دا په هغو نوماندانو چې بري ته نېږدې دي، فشارونه دي، چې امتيازات سره و وېشي او يو جوړ جاړی وکړي. ښاغلی لېوال په دې باور دی، چې قسمي رايې بايد د ټول افغانستان له رايو نه شمېرل شوې وای.
باوري سرچینې وايي، په اعلان شویو رایو کې داسې هم شته، چې د شکایتونو کمېسیون پرېکړه ورباندې نوي سلنه منفي اغېز لرلی شي.
د چارو شنونکی بشير هاتف وايي، په يو ځل د ډاکتر عبدالله لپاره په دومره لوړه کچه د بري اعلان به په راتلونکي کې يو لړ ننګونې ولري، هغه دا چې بيا به هغه خپله ماتي نه مني او که يې په بل پړاو کې رايه کمېږي، نو بیا به دې ته د توطئې په سترګه ګوري.
ښاغلی هاتف زياتوي، د ټاکنو په کمېسيون کوم جبر نه وو، چې قسمي رايې يې اعلان کړې، دوی ته پکار وه، چې د غويي مياشتې تر ۲۴مې نېټې يې انتظار اېستلی وای: ((قسمي رايې ددې پر ځای چې د خلکو اندېښنې اوارې کړي، له خلکو سره رواني جګړه پيل کړه، چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده، پکار ده، چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو رايه له پامه ونه غورځوي، ځکه چې ډېره ناوړه اغېزه کوي او شخړو ته لاره اواروي.))
خو د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې دا قسمي رايې دي او کېدای شي په راتلونکي کې بدلون وکړي. د دوی په باور، ټولو درغليو ته به لاسرسی کوي، پاکې او ناپاکې رايې به سره جلا کوي.
د ټاکنو څارونکی حليم فدايي وايي، له قانون بايد سرغړونه ونشي او په هېڅ صورت سره ائتلافي حکومت ته لار اواره نشي. دی زياتوي، د ټاکنو قانون جوړ جاړي ته اجازه نه ورکوي او د ياد قانون د شلمې مادې له مخې که يو نوماند ۵۰ جمع يوه رايه پوره نه کړي، بايد ټاکنې دويم رونډ ته لاړې شي، چې دا کار به وهم شي.
شنونکي وايي، که کوم جوړ جاړی وشي، نو دا به د ولس له رايې سره جفا وي او ائتلافي حکومت به هېڅ مشروعيت ونلري.