پاکستان ډیورنډ ته د سیاسي اهمیت ورکولو په ترڅ کې د افغان کډوالو پر را شړلو پسې دویم ګام پورته کړی او غواړي دغه لاره وتړي، چې بنده دروازه د پاکستان ویزه حتمي کوي.

((پاکستان غواړي پدې ډول د ترورېزم پالل شوې لوبه په افغانستان تاوان کړي. د ډیورنډ په بندولو د ترهګرو د تګ راتګ مخه نشي نیول کېدای. ترهګري له پټنځایونو سرچینه اخلي.)) استاد عبدالغفور لېوال

((د نړیوالو فشارونو په مقابل کې پاکستان پر افغانستان فشار زیات کړی، افغان کډوال او ډیورنډ کرښه تل د فشارونو د وسیلو په توګه رامخته کېږي.)) عبدالرشید ارین

د پاکستاني رسنیو په حواله، پاکستان اعلان کړی چې د ترهګرۍ ضد جګړې په دوام کې به د افغانانو په وړاندې د ډیورنډ دروازې وتړي. په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته د غیر قانوني کډوالو د را اېستو لړۍ پیل شوې، خو نوی خبرداری به د روان کال په پای کې د قانوني کډوالو د اسنادو له بې اعتباره کېدو وروسته عملي کېږي.

سیاسي شنونکي وایي، پاکستان کله هم دا کار نشي کولای، خو د ډیورنډ موضوع ته د سیاسي اهمیت ورکولو په ترڅ کې غواړي د افغانانو پرمخ د دغې لارې د تړلو ګواښ تبلیغاتي کړي.

پاکستان تل دغه شان موضوعات میډیایي کوي، هڅه کوي نړۍ ته وښیي چې په پاکستان کې شته افغانان د دوی د خواخوږۍ په ترڅ کې هلته اوسېږي، خو په پاکستان کې د ترورېزم عامل دي او په افغانستان کې هم د ورانیو لپاره د دوی له کنټرول بهر خپلې هڅې کوي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو په اساس، په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته پولیسو شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسان نیولي، چې تر زرو زیات یې افغانان دي. دوی اکثره یې بېګناه دي، خو د ترورېزم د عامل په توګه مطرح کول یې د نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره ډراماتیک اقدام دی.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر استاد عبدالغفور لېوال محور سره په مرکه کې وویل، پاکستان وړاندې د ډیورنډ کرښې تړلو هڅې کړې، خو ولسونه نه غواړي او د پاکستان هره دسیسه ناکامه شوې: ((پاکستان له افغان کډوالو لویه ګټه اخلي. د فشار د وسیلې په توګه یې کاروي، په تروریستي فعالیتونو کې ترې استفاده کوي

او اقتصادي ګټې یې هم ورپورې تړلې دي، خو افغان حکومت دې د پاکستان د فشار راکمولو لپاره د کډوالو راګرځول په لومړیتوبونو کې ونیسي.))

د سیمه ییزو چارو شنونکی عبدالرشید ارین وایي، ډیورنډ دایمي نشي تړل کېدای، ځکه ولسونه یې ملاتړ نه کوي، خو کله هم چې نړیوال د ترهګرۍ او کډوالو د قوانینو په چوکاټ کې پر پاکستان فشار زیات کړي، نو دوی بیا پر افغانستان فشار زیاتوي. د فشار دوه ښې وسیلې همدغه ډیورنډ او افغان کډوال دي.

د قبایلو چارو پخوانی وزیر امان الله ځدراڼ محور ته وویل؛ په پخوا کې هم دغه شان ستونزې رامنځته کېدې، خو په همغږۍ له منځه وړل کېدې: ((اوس ستونزه داده چې پاکستان د فشار د وسیلې په توګه دغه مسایل په یو اړخیزه توګه راپورته کوي، اما ولسونه کله هم د دغه اقداماتو ملاتړ نه کوي.))

له امنیتي اړخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو هرکلی شوی، خو له اقتصادي اړخه یې په اوس وخت کې را اېستل د یو شمېر شنونکو په وینا، منفي اغېز پریباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *