له افغان دولت سره پاکستان د توافقاتو له مخې اوه بندیان له کوټه قـُلفیو ازاد کړي، خو د رول او برخلیک په اړه یې ناقص تعامل شوی دی.
دغه طالب مشران که په پاکستان کې پاتې شي او یا د جنګ سنټرونو ته ستانه شي افغانستان ته یې خیر نه رسېږي.
د طالب جنګیالیو په رهبرۍ کې ډېری قوماندانان هغه کسان دي چې یوه، دوې او حتی درې دورې یې بندیخانه تېره کړې او لا یې له جنګ نه لاس ندی اخیستی. بلخوا پاکستان د سیاست په ګرمه کې د افغان دیپلوماتانو میلمه پالنه له بند څخه د طالبانو په خوشي کولو کوي، خو تر کوټې یې بېرون وتو ته نه پرېږدي.
د طالبانو راخوشي کول له عاطفي اړخه یو ښه خبر دی، خو مطلوب ملا برادر پکې بیا هم نشته، هغه څوک چې په طالبانو کې د ملاعمر ۵۰ سلنه نفوذ ننګوي.
شنونکي وایي، د اوه (۷) طالب بندیانو راخوشي کول له افغان پلاوي سره د پاکستان د توافقاتو یوه ماده ده، خو ددغو بندیانو په څېر ډېری افغان طالبان په پاکستان کې دي، چې په زندان کې د اوسېدو، نظر بندۍ او یا آزاد ګرځېدو په اړه یې معلومات نشته.
پاکستان افغان طالب بندیانو څخه د جرګې د ګډوري استفاده کوي، د هر افغان پلاوي په پښو کې یې څو افغان طالبان ورحلال کړي دي، خو نه له پاکستان سره د افغانستان ربړه هواره شوه او نه یې په پېچلي سیاسي وضعیت څه اغېز ولرلی شوای.
د سیاسي چارو شنونکی صدیق ساحل هم مني، چې د طالب بندیانو په خوشي کېدو سره د پاکستان په پېچلي سیاست کې تغیر نه محسوسېږي.
د نوموړي په وینا، افغان سوله چې اوس یوه سیمه ییزه معما ګرځېدلې، پاکستان دغه طالب مشران د انګلستان په مشوره خوشي کړي دي :((دا مبهم سیاست د افغانستان په تاوان دی. افغان سوله اوس د پاکستان د ای ایس ای، د انګلستان او د امریکا د دوه مخې لوبې ښکار ده. پدې ډول کارونو هڅه کېږي طالبان د افغانستان په جنګ کې مطرح شي او د کمزوري حکومت د بدیل په توګه یې بېرته صحنې ته راولي.))
بلخوا هغه څه چې د افغانستان په سوله کې ډېر اغېزمن دي ملا برادر دی، خو ښایي پاکستان هېڅکله هم د افغان دولت دې غوښتنې ته غاړه کېنږدي او حتی دده د ژوند په اړه سوالونه شته.
سیاسي شنونکي په افغان دولت نیوکه کوي، چې هېڅ وخت یې له پاکستان څخه د با مفهومه غوښتنو اجنډا او د هغې تعمیل ندی په ډاګه کړی.
ښایي دا اشاره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر هغو څرګندونو ته وي، چې ویلي یې دي :((پرته له دلیله د پاکستان نیت ته خوشبین شوی دی!))
یوې باوري سرچینې ویلي، چې پاکستان ته یاد پلاوي له وروستي سفره مثبت لاسته راوړنه نده لرلې، خو د عامه ذهنیت جوړونې لپاره د سرتاج عزیز خبرو، چې د یوې صوبې په توګه د افغانستان د تسخیرولو خیال یې له سره غورځولی دی، دغه سفر ته د خټې پزه ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکی اسحق اتمر وایي، خوشي طالبان پاکستان ته مسوولیت لري او د هغوی په غوښتنه به کار کوي، چې هېڅ افغان استازی یې هم ضمانت نشي کولی. د نوموړي په وینا پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر هېڅ لاسته راونه نه لري :((د طالب مشرانو په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ تندې څرګندونې، چې ـ د دوی مشران په وژنو او بریدونو سره افغان ولس ته ځواب ویونکي دي ـ ښیي، چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي وروستی سفر هېڅ لاسته راوړنه نه لري. که چېرې د سفر محصول وای، نو په یوه ګډه اعلامیه کې به پاکستان او افغانستان دغه لاسته راوړنې ولسونو سره شریکې کړې وای، چې داسې ونشول.))