د پېښور کارخانو د افغانستان د جګړې په منتظره قطعه بدل شوې، په زرګونو طالب اورپکي او مشران یې هلته مجلسونه کوي، وسلې اخلي ـ خرڅوي، د دوا په بوتلونو او لاسي غوټو کې چاودېدونکي توکي تر پولې دېخوا ته را قاچاق کوي.
په کارخانو کې د یوه دوربین بیه یو لک او شل زره کلدارې، یوه بسته مرمۍ څلورویشت زره او یوه امریکایي تفنګچه تر یو لک او اتیا زره پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي.
له جګړې اېستل شوي او یا په دمه تللي طالب اورپکي، چې په پېښور کې ولامبي او د جنګ دوړنې جامې بدلې کړي په سبا یې لومړی د کارخانو ننداره کوي، دلته دوی له خپلو ټولو همسنګرو سره ګوري، د جنګ خاطرې او چریکي داستانونه سره وایي.
د طالبانو ګڼ والیان، ولسوالان او د کمیسیونونو غړي یې میاشت نیمه په پاکستان کې تېروي او کارخانې د آزادو لیدونو، کتنو او بنډارونو ځای دی. یوازې د کونړ لپاره په کارخانو کې د طالبانو اوه والیان شته او له هغه ځایه د عملیاتو طرحې جوړوي.
له ازرې او حصارک څخه وتلي جنګیالي هم په کارخانو کې ګرځي راګرځي. خلک کارخانو ته ( قطعه منتظره) وایي.
په کارخانو کې د وسلو، مرمیو، جنګي لباسونو، مخابرو، دوربینونو او چاودېدونکو توکو بازار ګرم دی. د دوی سوداګر پاکستانیان هم دي.
ددې اسانتیاوو ډېری رامنځته کوونکي د هډو منشیان او مالکان دي، چې د طالبانو د جنکي توکو په انتقال کې رول لري.
طالبان چې کله کله له سرحدي نظارت سره مخامخ شوي هم دي له کارخانو څخه د جنګي توکو متوسط قاچاق یې کله هم بند شوی ندی.
د عیني شاهدانو په وینا طالبان حتی د درملو په بوتلونو کې چاودېدونکي توکي خپلو ملګرو ته را لېږدوي.
ډېرې داسې بېلګې شته چې د مسافرو د خوړو او لباسونو په غوټو کې تفنګچې، د ځانمرګو واسکټونه، بارود او مرمۍ را استوي او هغه کومکي طالبان چې پدې قاچاق کې ښکېل دي حتی یوه ورځ بعد له پېښوره پېره وهي.
د کارخانو بازار د پاکستان د استخباراتو، پولیسو او حتی پوځي ګزمو تر باقاعده نظارت لاندې وي، مګر هېڅکله ددې جنګي تماشې مخه نده نیول شوې.
ښایي ولسمشر کرزی په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر ولري، خو د طالبانو د نفوذ په نسبت د جنګي ملاتړ د داسې منظرو په اړه د پاکستان کوټلی اقدام شاید تر ملا عمر نیولو او زنداني کولو زیات ارزښت ولري.
پدې بازار کې ډېرې امریکایي وسلې ښکته پورته کېږي، د خلکو هغه سوال لا ندی ځواب شوی، چې دا وسلې له طالبانو سره د امریکا غیر مستقیمه مرسته ده، د افغانستان په جګړه کې نیول شوي او که پاکستان یې د تولید نوي ماشینونه لګولي دي؟
پدې سیمه کې هرې سخت دریځې ډلې ځانته جلا جلا والیان ټاکلي او د واکمنۍ ټول قوانین یې له همړدې ځایه رهبري کېږي.