پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ښځينه و د سالمې سیالۍ او بري پر وړاندې امکان ډېر کم شوی او دوی د امنيتي او کلتوري ستونزو له کبله لا هم نشي کولای، هغو سیمو ته سر ورښکاره کړي، چې رایې ترې ترلاسه کولای شي.

ځينې ښځينه وکیلانې شکایت کوي، چې جنګسالاران او د شتمنو مافیاوې حاکمې شوې، د دوی په خبره هغوی د خپلې خوښې کاندیدان درولي او دوی په مستقیم ډول ګواښل شوي هم دي.

د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ولايتي شوراګانو ښځينه کانديدانو خپلې ټاکنيزې مبارزې  يوازې تر ښارونو محدودې کړې دي.

دوی زياتوي، ښځينه نوماندانې نشي کولای خپل کمپاينونه له ښارونو ور اخوا کليوالو سيمو ته وغځوي. د يادو بنسټونو په وينا، د ښځينه و د سالمې سیالۍ او بري پر وړاندې امکان ډېر کم شوی دی.

په ټاکنو د څار بنسټ (فيفا) مشر جانداد سپين غر محور ته وويل، امنيتي ننګونې، کلتوري محدوديتونه، د ولايتي چارواکو له لوري دوه ګونی چلند او د نارينه نوماندانو ناسالم رقابت هغه څه دي، چې د ولايتي شوراګانو ښځينه نوماندانې يې وېرولې او د دوی کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

ښاغلی سپين غر وايي، د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ښځينه نوماندانو کمپاينونه يوازې په ښارونو کې تر بنرونو پورې محدود دي: ((دوی ولسواليو او کليوالو سيمو ته نشي تلای، چې ولسونو ته خپل پروګرامونه په ډاګه کړي او خلک په ځان راټول کړي.))

د څار بنسټونو په باور، تر ټولو جدي ستونزه امنيتي او کلتوري محدوديتونه دي، چې مخه يې نيسي، خو دوی وايي، د ښځينه نوماندانو لپاره قانون يوه اسانتيا رامنځته کړې، چې دوی به د ولايتي شورا ځانګړې شوې شل سلنه څوکۍ ترلاسه کوي.

د ولايتي شوراګانو ګڼ شمېر کانديدانې وايي، چې له پيله دوی د دولتي چارواکو له توپيري چلند سره مخ وې. دوی زياتوي، په ډېری ولايتونو کې ورسره امنيتي مسوولين مرسته نه کوي او يا يې هم له دوی سره چلند ناسم دی.

د يوشمېر کانديدانو په خبره، د وسله والو مخالفينو او نارينه کانديدانو له خوا ګواښل شوې او د ديني عالمانو، قومي مشرانو له لوري ورسره سم چلند نه کېږي او ان ډېری خو يې توهين شوې هم دي: ((جنګسالاران او د شتمنو مافیاوې حاکمې شوې. موږ معلومات لرو چې دوی د خپلې خوښې کاندیدان درولي او په مستقیم ډول موږ ګواښي.))

د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې تر ډېره دغه ګواښونه د افغانستان په سویلي، سویل ختيځو، سویل لویديځو او ختيځو ولايتونو کې موجود دي، خو ترڅنګ يې په شمالي ولايتونو کې د زورواکانو نفوس او د نارينه نوماندانو ناسالم رقابت هغه لويې ننګونې دي، چې غواړي ولايتي شوراګانې په بشپړه توګه په خپله ولکه کې واخلي.

د رڼو ټاکنو د څار بنسټ ټيفا د رسنيو د برخې مسوول ډاکتر هارون وايي، د تېر په پرتله په ولايتونو کې د ولايتي شورا د نوماندانو ونډه کمرنګه ده: ((له يوه لوري، يو شمېر نوماندانې د ټاکنو کمېسيون له نوملړ څخه واېستل شوې او له بل لوري هغه چې پاتې دي، بيا نشي کولای، چې په سمه توګه خپلو کمپاينونو ته دوام ورکړي. په ټوله کې په هېواد کې داسې سيمې هم شته، چې هورې نارينه هم کمپاين نشي کولای.))

د ښاغلي هارون په خبره، د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې امنيتي چارې د سيمه ييزو پوليسو په ولکه کې دي، نو له دې امله هغوی د ښځينه نوماندانو سره مرسته نه کوي.

دی په ښځينه نوماندانو هم نيوکه کوي، چې ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته د تلو پرمهال،  سيمه ييز چارواکي په جريان کې نه اچوي او همغږي نه کوي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور وايي، موږ ټولو امنيتي ادارو ته ويلي، چې کانديدانو په ځانګړې توګه د ښځينه کانديدانو امنيت خوندي کړي او د دوی لپاره د کمپاينونو ښه زمينه برابره کړي. دی وايي، په دې برخه کې هېڅوک له تبعيض نه کار نشي اخستلای او همدا ډول له هغو نوماندانو سره چې دوه ګونی چلند کېږي، د ټاکنود شکايتونو په کمېسيون کې دې خپل شکايت درج کړي.

د ولايتي شوراګانو د څه باندې ٢٧٠٠ نوماندانو په ډله کې ۳۳۴ ښځې دي، خو د ټاکنو د قانون له مخې دوی د ولايتي شوراګانو شل سلنه څوکيو ته لار پيدا کولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *