د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي، که د ماليې وزارت له لوري سبسايډي ورنه کړل شي، د ملي بس فعاليت به په ټپه ودرېږي.
په ١٣٨٢ کال کې د جايکا موسسې له لوري وروستۍ تر سره شوې سروې په ډاګه کړې، چې يوازې په کابل ښار کې ٢٦٠٠ ملي بسونو ته اړتيا وه، خو لس کاله وروسته چې د جګړې او نا امنۍ له کبله د کابل ښار نفوس څلور برابره زيات شوى، د ملي بس اړتيا تر ٦٠٠٠ لوړېږي.
دا مهال د کابل ښار د څلور نيم ميليونه نفوس لپاره ٩٥ بسونه فعاليت کوي او ٥٠٠ نور موجود بسونه د چلوونکو، تخنيکي پرزو او مسلکي مستريانو د نشتوالي له کبله دريدلي او په کباړ بدلېدونکي دي.
د کابل ښار د ترافيکو ٩٠ سلنه ستونزه د ملي بس سيستم د ويجاړتيا له امله ده. د وړو موتړو او خلکو ګڼه ګوڼه هره شېبه د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو باعث کېږي، خو لا هم ورته جدي توجه نده شوې. د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت مسوولينو دوه کاله دمخه ويلي وو، چې ډېر ژر به له هند څخه افغانستان ته 1000 ملي بس راوستل شي، خو لايې هم درک نه دى لګېدلى.
په ١٣٨٢ کال کې د جايکا موسسې له لوري تر سره شوې سروې په ډاګه کړې، چې يوازې په کابل ښار کې ٢٦٠٠ ملي بسونو ته اړتيا وه، خو لس کاله وروسته چې د جګړې او نا امنۍ له کبله د کابل ښار نفوس څلور برابره زيات شوى، د ملي بس اړتيا تر ٦٠٠٠ لوړېږي، چې پوره کول يې ډېرو امکانات غواړي.
همدا اوس ملي بس تصدي ١٠٥٣ ملي بسونه لري، چې له ډلې يې ٦٢٣ د کابل د دريو حوزو اړوند او ٤٣٠ د نورو ولايتونو مربوط راځي.
د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي، د کابل ښار له اړوند ٦٢٣ ملي بسونو څخه يوازې ٩٥ يې به ښار کې فعال دي :((١٩٠ ملي بسونه غير فعال، ٢٢٠ د چلوونکو د کموالي له امله درول شوي، ٥٧ د غير اقتصادي والي له امله درول شوي، ٤٧ پخواني هغه دي او ١٤ نور يې ځينې تخنيکي ستونزې لري.))
تر ډېره د درول شويو او له کاره لوېدليو ملي بسونو په برخه کې ستونزه د هغه هېوادونو له لوري بلل کېږي، چې له افغانستان سره يې د ملي بسونو مرسته کړې وه، خو پرزې یې نه دي ورکړي او دا موضوع د ملي بس تصدۍ لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده.
د ملي بس تصدۍ مشر احمد نذير رضايي محور ته وويل، ددې لپاره چې معاشونه کم دي ډریوران نشته، دامهال ٢٢٠ عرادې ملي بسونه جوړ ولاړ دي، خو لامل یې يوازې د ډریور کاري وخت او د معاشونو کموالى دی، چې هېڅوک په درې، څلور زره افغانۍ کار ته غاړه نږدي.
ددې برخې ماهيرين هر وخت نيوکه کوي، چې د هند، پاکستان، ایران او جاپان په څېر یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو له لوري د شويو مرستو په بدل کې افغانستان ته تر ١٠٠٠ ډېر ملي بسونه ورکړل شول، خو د ملي بس تصدۍ د چارواکو د نه پاملرنې له امله زیات شمېر دا ملي بسونه تخریب شوي او په کم وخت کې له کاره لوېدلي دي :((داسې سلګونه ملي بسونه شته، چې د دوو کلونو په جريان کې کباړ شوي، ځکه چې ورته پام ونه شو او د داسې کسانو په واک کې ورکړل شول، چې هغوى هېڅ ډول د ډريورۍ په قوانينو او اخلاقو بلدتيا نلرله.))
د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي، هند پدې شرط له افغانستان سره د ١٠٠٠ملي بسونو ژمنه کړې، چې شرايط به يې منل کېږي :((د ملي بس په برخه کې به کسان روزل کېږي، په ښار کې به تمځايونه رامنځته کېږي، چې اوس تر يوې کچې افغان حکومت په دې برخه کې کار کړى او چمتوالى لري، خو معلومه نه ده چې کله به دغه هېواد خپله ژمنه پوره کړي.))
په تېرو لسو کلونو کې ملي بس د کابل ښار تر څنګ په ٢٨ ولايتونو کې هم فعاليت کولو، چې د نه پاملرنې له امله د دغه تصدۍ چارې او فعاليتونه ورځ تر بلې محدود شوي دي.
د ملي بس تصدۍ مشر نذير احمد رضايي وايي، که د ماليې وزارت له لوري سبسايډي ورنه کړل شي، د ملي بس فعاليت به په ټپه ودرېږي. دى زياتوي، ددې برخې په پښو درېدل په ماليې وزارت پورې اړه لري، چې مرسته وکړي.
خو د ماليې وزارت د تصديو د برخې مشر يوسف عثمان محور ته وويل، لومړى بايد په ښار کې د ملي بس د کرځېدو لپاره زمينه برابره شي او دغه مسئله له ترافيکو او ښاروالۍ سره په ګډه هواره شي او په وينا يې اوسمهال په کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره هېڅ تمځاى نشته.
ښاغلي عثمان زياته کړه، په تېرو کلونو کې ملي بس تصدۍ هېڅ نه لرل او هغه مرستې چې وشوې هغه هم له افغان حکومت سره شوې او يادې تصدۍ ته ورکړل شوي دي. د ده په خبره، ملي بس تصدۍ ته د مرستو له جملې ماليه هم بښل شوې ده.