د معدني لوټوونکو په افشا شوي لېست کې د هغو ۱۴۰۰ کسانو له ډلې د یوه نوم یې هم نشته، چې پېنځه میاشتې وړاندې د چارو ادارې او ملي امنیت ته سپارل شوی وو.
کانونو وزارت په رسمي اعلامیه کې د ۱۰۴ نقطو د تاراج اعلان کړی، چې زیاتره یې د جغل، بې ارزښته ډبرو او ګچو هغه دي؛ اما په اصلي راپور کې څوارلس سوه کاني زیرمې ښودل شوي، چې د دولتي چارواکو، ولسي جرګې غړو او محلي قوماندانانو له خوا لوټل کېږي.
په اصلي راپور کې د حکومت له دویم سړي نیولې د ولسي جرګې تر وکیلانو حاجي محقق او فوزیه کوفي پورې خلک یاد شوي دي.
پېنځه میاشتې وړاندې کانونو وزارت د ملي امنیت لوی ریاست او د چارو ادارې ته د ۱۴۰۰ کسانو لېست واستوه، چې د کانونو په غیر قانوني استخراج او قاچاق کې لاس لري، خو د کانونو وزارت په رسمي سایټ تازه خپور شوي راپور کې د دغو کسانو له ډلې د یوه نوم هم نه لیدل کېږي.
د کانونو وزارت یوې سرچینې محور ته وویل، د بدخشان، پنجشیر، سمنګان، تخار او بغلان د لاجوردو، زمرودو، قیمتي ډبرو او معدني زیرمو د لویو قاچاقبرو نومونه له دغه لېست څخه حذف شوي او یوازې هغه نومونه خپاره شوي، چې یا خو عادي کسان دي او یا له سره وجود نه لري او مستعار نومونه دي.
دغه سرچینه د نوم نه ښودو په شرط وایي، کانونو وزیر هغه کس هم ګواښلی چې د دغو قاچاقبرو لېست یې چمتو کړی دی او اخطار یې ورکړی، چې که د دوی د یوه نوم هم افشا شي له دندې به ګوښه شي.
د کانونو وزارت په رسمي سایټ کې خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې په ۱۳۹۰، ۱۳۹۱ او سږکال په ۲۳ ولایتونو کې څه د پاسه ۱۰۴ کاني زیرمې تاراج شوي او یا له تاراج سره مخ دي. د دغو معلوماتو په اساس په کابل کې د قیمتي ډبرو، او جغل د غیر قانوني استخراج ۱۲ سیمې په ګوته شوې دي.
په هغه لېست کې چې د کانونو وزارت له خوا پېنځه میاشتې وړاندې ملي امنیت او د چارو ادارې ته استول شوی وو د پنجشیر په زمرودو کې د مسعود د ورونو، مارشال فهیم، د پنجشیر د ولسوال او امنیتي چارواکو سربېره د یو شمېر نورو کسانو نومونه ښودل شوي وو. د سمنګان او تخار د ډبرو سکرو په غیر قانوني استخراج کې بیا د حاجي محمد محقق نوم یاد شوی او د بدخشان د لاجوردو په قاچاق کې د فوزیه کوفي نوم یاد شوی وو، خو په اوسني خپاره شوي راپور کې ددې یوه کس نوم هم نشته.
د کانونو وزارت د رسنیو مسوول اسد ضمیر وایي، د قاچاقبرو په اړه خپور شوی لېست نهایي ندی او دغه نومونه یوازې د کانونو وزارت پلټونکي ټیم د سیمې له خلکو راټول کړي دي :((دا په خلکو پورې اړه لري، چې له موږ سره د قاچاقبرو د نومونو په افشا کولو کې مرسته کوي او کنه، هغه نومونه چې دوی زموږ پلټونکي ټیم ته ویلي پدې لېست کې موږ اعلان کړي، دا هم مستند ندي، کشفي ارګانونه یې باید پیدا کړي. موږ ۱۴۰۰ کاني نقطې نښه کړې، چې له تاراج سره مخ دي.))
په خپاره شوي لېست کې د ۲۳ ولایتونو یوازې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، لاجوردو، ګچو او جغلو د قاچاق ویل شوي، مګر د نورو کاني زیرمو یادونه پکې نده شوې.
پردې سربېره د بامیانو په شمول، چې چغل یې د هغه ولایت د سړک جوړونې یو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي د ځینو نورو ولایتونو د شويو قراردادنو ماهیت هم ګونګ پاتې دی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، هلته چې دولتي دستګاه له یو شمېر قاچاقبرو سره لار لري، نو ځکه دا قاچاقبرو د نومونو خپرولو جرئت نشي کېدلای: ((غل کله هم غل نشي افشا کولای، په تېر کې موږ ډېرې داسې پېښې لرو، چې د پارلمان په ګډون یو شمېر دولتي نهادونو د ځمکې د غاصبینو او کاني زیرمو د قاچاقبرو د نومونو افشا کولو غږ پورته کړ، خو کله چې ځینې نومونه افشا شول په هغو کې د پارلمان غړي او دولتي کسان هم شامل ول. افغانستان ته د یوازینۍ اقتصادي منبع په توګه په ورپاتې کانونو کې دا ډول مرموز قاچاق د افغانستان غیر قانوني اقتصاد پراخ کړی او دا د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر خطرناک زیګنال دی.))