وحید الله شهراني

د ملي شورا تصویب ته منتظر د کانونو په هغه قانون سخت انتقادونه دي، چې له مخې يې وزیر واک خپلوي – خپلسري قراردادونه وکړي، له کمپنيو سره پټې معالې ولري او د رایليټي اندازه هم پکې ګونګه ده.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني خپل دوه معينان وروسته له هغې بې واکه کړل چې د کانونو په قراردادونو کې يې د شفافيت په نشتوالي اعتراض وکړ. یوه سرچينه وايي، شهراني د ولسمشر کرزي هغه ليک هم څیرلی چې د معينانو په چارو کې د نوموړي د لاسوهنې حدود يې ورپه ګوته کول.

په کانونو برخه کې د قراردادونو په اړه نړيوال او کورني تحقيقاتي مرکزونه سخت انتقادونه کوي، چې د افغانستان د یوازينۍ اقتصادي سرچينې په توګه د بېغورۍ او شخصي ګټو ښکار دي.

د کانونو وزارت مسوولين وايي، بهرنيان د کانونو په برخه کې تر ۲۰ ميليارده ډالرو پانګونه کولای شي، خو دا معلومات پټ ساتل شوي، چې ددې پانګونې څومره عوايد او ګټه افغانستان ترلاسه کولای شي.

د معادنو قانون د وزيرانو شورا پاس کړی او اوس د ملي شورا تصويب ته انتظار باسي، چې د شنونکو په باور هېڅ ډول روڼتيا پکې نشته او د افغانستان بنيادي ګټې ننګوي.

په افغانستان کې د کانونو د چارو څارونکي جاويد نوراني محور ورځپاڼې ته وويل، کوم قانون چې اوس ملي شورا ته وړاندې شوی، بهرنيو کمپنيو ته پکې ډېرې اسانتياوې او امتيازات په پام کې نيول شوي دي، خو د افغانستان لپاره کاملاً په زيان دی. دی وايي، د ۲۰ ميليارده ډالري پانګونې ګټه او عوايد چې افغانستان ته راځي هغه بايد معلوم شي: ((افغانستان په دغو قراردادونو کې څومره امتياز ترلاسه کولای شي، څومره ماليات افغانستان ته ورکول کېږي، په کومه کچه د کار زمينه برابروي، د صنعت او توليدي کارخونو د فعاليت په اړه کوم کارونه تر سره کېږي، چې دا ټول ګونګ دي.))

اوس هڅې دادي، چې په همدې ډول د معادنو قانون له ملي شورا پاس شي. خو اقتصادي شنونکي وايي، که دغه قانون په همدې ډول تصويب شي، افغانستان به خپلې سترې طبيعي زيرمې په وړيا توګه له لاسه ورکړي، ځکه چې په لويه پيمانه درغلۍ پکې روانې دي.

د دوی په وينا همدا اوس د معادنو د قراردادونو په برخه کې په روڼتيا هېڅ بحث نه کېږي او پر دغه تړونونو د څار يوه منظمه ډله نشته، تر څو ټول قراردادونه له هره اړخه وڅاري: ((وزارت اوس د دوکان موقف لري، هر چاته قرارداد ورکوي. پکار خو دا ده، چې يوه باصلاحيته ډله د نظارت لپاره وګومارل شي.))

په کانونو وزارت کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، شپږ ستر کانونه ګټل شوي، خو چارې يې يوازې د ولسي جرګې له لوري د قانون تر تصويب پورې ځنډېدلې دي. سرچينې زياته کړه، په دغو کانونو کې دوه د سرو زرو، دوه د مسو، يو د افغان – تاجک حوزې د تېلو او همدا ډول يو د حاجيګک  کان دی، چې يوازې د حاجيګک کان قرارداد تر يوې کچې د افغانستان په ګټه دی، نور ټول د هېواد په زيان دي.

په ولسي جرګه کې د طبيعي زېرمو او چاپېريال ساتنې د کمېسيون منشي عبدالرحمن شهیداني محور ته وويل، د معادنو د قانون پر يو شمېر مادو بحث وشو، خو دا مسئله د ولسي جرګې تر رخصتيو وروسته جدي غور او تعديلاتو ته اړتيا لري.

په کانونو وزارت کې یوه سرچينه وايي، چې د ياد وزارت وزير د درېيو معينانو صلاحيتونه له دې کبله محدود او راخپل کړل، چې دغو معينانو په کاني قراردادونو کې د شفافيت په نشتوالي اعتراض وکړ. سرچينه وايي، وحيدالله شهراني د ولسمشر کرزي هغه ليک هم په خپل کارځای کې څيرلی چې نوموړی یې د معينانونو په چارو کې له لاس وهنې منع کاوه: ((کله چې ولسمشر کرزی د معينانو له صلب صلاحيت خبر شو، نو وحيدالله شهراني ته يې ليک واستاوه، چې د معين صلب صلاحيت د ده له واکو څخه نه دی او د معينانو په چارو کې دې مداخله نه کوي، خو شهراني هغه ليک وشکولو او بېرته يې هغه کس ته وسپاره، چې ليک يې راوړی وو.))

د کادستر معين دنده دا ده، چې د کانونو د لومړيو قراردادونو وړانديزونه ترلاسه کوي او تاييد او نه تاييد په اړه يې تصميم نيسي او د ارزونې معين بيا په قراردادونو باندې نظارت کوي.

د کانونو وزارت د سرچينې په وينا په لومړيو وختونو کې چې کله شهراني په ياد وزارت کې په دنده پيل وکړ، نو د دغه وزارت يو معين او لس مهم رييسان يې له دندو لرې کړل او خپل کسان يې د روابطو پر بنسټ ځای پر ځای کړل او د وزارت ډېری کارکوونکو د کار دغه بحران جدي ګڼلی و.

هڅه مو وکړه چې پدې اړه د کانونو وزارت نظر واخلو، خو له بيا بيا هڅو سره د نظر په تر لاسه کولو ونه توانېدو.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د کانونو له وزير د ولسمشر د غوښتنې ځواب”
  1. د نړۍ په خپلواکو هیوادونو کې وزیران د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي، خو افغانستان یو کاملا استثنایي سیاسي وضعیت لري، هغه دا چې (ولسمشر)د پردیو په مټ پرڅوکۍ ناست دی او وزیران یې هم هغه جاسوسان دي چې ده نه دي ټاکلي، بلکې نورو هیوادونو ورته وزارتونه د جاسوسۍ په وړاندې د ډالۍ په توګه ورکړي او د هغوی په وړاندې مسوولیت لري نه د (ولسمشر) ځکه نو د ملا شهرانی زوی لخوا د کرزي لیک څیرې کول یوه طبیعي او عادي خبره ده چې کرزی هم پرې ښه پوهیږي.

  2. شهرانی یو غیر مخلص او پښتون ضد عنصر دی. د کرزی او احدي غلطی دا وه چی ده نه سړی نه یی سړی جوړ کړ. لاړ شی وزارت ته وګوری يوڅو خرص شوی پښتنو نه بغیر هلته پښتون نشته او نه به یی پریګدي. اوس اوس یو پوه پښتون په کار ګمارل شوی وو مګر یوه میاشت پس یی رخصت کړ. ولي…. شهرانی ته ویل شوی وو چی دده ورور د پښتو ویبپاڼو لیکوال دی او دا کیدای شی پښتون نشنلست وی. نوتاسو فکر وکړی چی احدی دی غوندی کسانو نه ولی او څرنګه وزیران جوړ کړل؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *