د امنیتي حالاتو څارونکي وایي، له سرحدنو دفاع او په کور دننه د کشفي ارګانونو قوي کولو ته دې په امنیتي پالیسۍ کې جدي توجه وشي. د افغانستان له نا امنۍ سره د سیمې پر هېوادونو سربېره د یو شمېر بهرنیو ګټې هم تړلې دي.
په ولایتونو کې په مهمو دولتي چارواکو او د کابل ښار په زړه کې وروستیو شپږو بریدونو د پانګوالو تازه ټوکېدلې هیلې ځپلې دي.
((په کور دننه د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره باید کشفي ارګانونو ته خپل صلاحیت او استقلالیت ورکړل شي. پدغه ارګان د یو شمېر داخلي کړیو نفوذ هم ګډوډي جوړه کړې ده.)) محمد نعیم حمیدزی لالی
تېره یوه میاشت په ولایتونو او کابل ښار کې د هدفي بریدونو څپه ډېره تېزه وه. د کندهار د مرستیال والي عبدالقدیم پتیال له وژلو، د کابل په امنیه قوماندانۍ کې تر ځانمرګي او بیا پرون د ولسي جرګې پر غړې شکریه بارکزۍ د ښار په زړه کې برید په کشفي ارګانونو انتقادونه زیات کړي دي.
د ښارونو له منځه د بریدونو طرح کولو مخنیوی یوازې کشفي ارګانونه کولای شي، خو پدې ارګان د یو شمېر داخلي کړیو نفوذ د کشف کارونه ګډوډ کړي.
د امنیتي چارو څارونکي وایي، په امنیتي پالیسۍ کې د جدي تغیر اړتیا ده، چې په سرحدونو کې دفاع او په کور دننه د بریدونو په مخنیوي کې د کشفي ارګانونو لاس ازادوي.
د امنیتي چارو شنونکی محمد اسحق اتمر وایي، د هدفي بریدونو د زیاتوالي لوی دلیل په کور دننه د امنیتي سکتور نیمګړتیا ده، چې د سیمې او یو شمېر بهرنیو هېوادونو د بریدونو په وړاندې یې غافلګیره کوي.
ښاغلی اتمر زیاتوي، په حساسو امنیتي پوسټونو کې غیر مسلکي کسان د روابطو په اساس تعین شوي دي، چې له کورنیو دغو عواملو سره بهرني فشارونه په یو ځای کېدو امنیتي چالشونه ډېروي.
خو د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح د هدفي بریدونو زیاتوالی له امریکا سره د امنیتي تړون په وړاندې د سیمې او یو شمېر بهرنیو هېوادونو غبرګون ښیي: ((په امنیتي سکتور کې روابط او د غیر مسلکي کسانو شته والی بل دلیل دی چې دوی نشي کولای خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړي.))
ښاغلی صالح وایي، په کشفي ارګانونو باید نوی حکومت لازمه پانګونه وکړي، وړ افراط پکې وګماري، امکاناتو او استخباراتي روزنې ته یې زمینه سازي وکړي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د جرګګۍ مشر محمد نعیم حمیدزی لالی د کورني امنیت ساتلو او سرحدي دفاع لپاره په امنیتي پالیسۍ کې د جدي تغیراتو وړاندیز کوي.
د ښاغلي لالي په وینا، په تېره میاشت کې د هدفي بریدونو د زیاتوالي تر شا د سیمې په هېوادونو سربېره د یو شمېر بهرنیو هغو لاس هم دی چې د سیمه ییز امنیتي ثبات ننګولو پرضد یې ترسره کوي.
تر دغو بریدونو وروسته بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي او په مطلق ډول په کابل ښار کې وروستیو شپږو بریدونو د پانګونې امیدونو ته جدي زیان اړولی دی.
شنونکي وایي، نوی حکومت دې د امنیتي سکتور د ټولو مسوولیتونو ارزونه وکړي، هغوی چې پخپل مسوولیت کې پاتې راغلي له دندو ګوښه او پر ځای یې وړ کسان وګماري.
د افغانستان ملي امنیت د معمول په ډول تر پېښو وروسته په جزیاتو بسنه کوي، په ولایتونو کې اکثریت بریدونه د کابل ښار له زړه رهبري کېږي، ملي امنیت باید جدي شي.