د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې سږکال د افغانستان ګمرکي عوايد د تېر کال په پرتله لس سلنه کم شوي، خو په ټوله کې په تېرو شپږو کلونو کې درې برابره لوړ شوي دي.
د افغانستان واردات ٧٠٠٠ ميليونه ډالره دي، خو ګمرکي عوايد يې يو ميليارد ډالر ښودل کېږي، چې دغه عوايد په ١٣٨٦ کال کې ٣٠٠ميليونه ډالره وو.
د افغانستان د دوولسو ګمرکونو له ډلې دوه يې له اسکوډا (ASYCUDA) پرمختللي سيستم سره لاهم نه دي نښلول شوي، چې په ډېره لومړنۍ او دوديزه بڼه فعاليت کوي او دغه وروسته پاتېوالي يې فساد ته لار برابرکړې ده.
ګمرکي عوايد د افغان دولت د عوايدو يواځینۍ ستره منبع ده، خو د ګمرکونو په تړاو په افغان حکومت نيوکې دادي، چې دغه عوايد تر ډېره د مافيا جيبونو ته ځي او افغان حکومت يې د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلى دى.
افغانستان ١٢ ګمرکونه لري، چې پېنځه يې د عوايدو له مخې ستر ښودل شوي دي.
د ماليې وازرت د معلوماتو له مخې په تېرو پېنځو کلونو کې د افغانستان د ګمرکي سيستم د فعالولو په برخه کې کارونه پيل شوي او د ګمرکي عوايدتو د ساتنې او د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه يې يو لړ پرمختيايي کارونه تر سره کړي دي.
د ماليې وزارت سلاکار نجيب منلي محور ته وويل، د هېواد لس ګمرکونه له اسکوډا (ASYCUDA) سيستم سره تړل شوي او دوه نور هم تر کار لاندې دي.
ښاغلي منلي د دغو دوو ګمرکونو د نوم له اخستلو پرته وويل، اوس د افغانستان ګمرکي سيستم عصري شوى او دغه لس ګمرکونه له انټرنیټي او کمپيوټري سيستم سره تړل شوي، چې هېڅوک نشي کولاى، د ګمرکي چارو په پلې کېدونکو پړاوونو کې درغلي وکړي:((تر څنګ يې په ګمرکونو کې د مسلکي او په کارپوه کسانو د ګومارنې چارې هم روانې دي، څو د درغليو مخه ونيول شي او په ګمرکونو کې شفافيت رامنځته شي. اوس تر ډېره عوايد په راڼه ډول سره راټولېږي.))
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې په ١٣٨٦ کال کې د افغانستان ګمرکي عوايد ٣٠٠ميليونه ډالره وو، خو اوس دغه عوايد يوميليارد ډالرو ته رسېدلي دي.
دوى وايي، کېداشي په سږنيو ګمرکي عوايدو کې تر يوې کچې کموالى راغلى وي، ځکه چې د ترانزيټ په برخه کې په ځانګړې توګه له پاکستان سره ستونزه پرځاى پاتې او همدا ډول د ٢٠١٤ کال اوازو هم سوداګر اندېښمن کړي، چې تر يوې کچې يې په وارداتو اغېز کړى دى:((هر کال د افغانستان د ګمرکي عوايدو ګراف لوړ ځي، تېرکال ٢٠ سلنه لوړ شوي وو، خو سږکال کابو لس سلنه لوړ شوي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه ښکتوالى ښيي.))
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي، د افغانستان په ګمرکونو کې په پراخه پيمانه فساد موجود دى او اوس هم دغه عوايد تر ډېره د مافيايي کړيو جيبونو ته لوېږي. ښاغلى اکبر وايي، لاهم د هېواد ګمرکونه د مافيا په ولکه کې دي او لاهم نالوستي کسان پکې کار کوي، تر هغه چې ګمرکونه مسلکي کسانو ته ونه سپارل شي، ناشونې به وي، چې د عوايدو ګراف دې لوړ شي:((په وړاندې کلونو کې چې د افغانستان ګمرکي عوايد ټيټ وو، واردات هم ټيټ وو اوس چې لوړ ښودل کېږي، واردات هم لوړ تللي دي، افغانستان ٧٠٠٠ميليونه ډالر واردات لري، چې دا عوايد لوړوي، خو د روڼوالي څرګندويي نه کوي.))
اقتصاد پوهان وايي، د افغانستان په ګمرګونو کې هېڅ ډول شفافيت نشته او له همدې امله اوس هم ډېرى توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته را دننه کېږي.
د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسيون غړې زيفنون ساپۍ وايي، که په ګمرکونو کې مسلکي کسان وګومارل شي، نو کېداى شي، اسکوډا سيستم تر ډېره کار ورکړي او د فساد مخه ونيول شي. دا زياتوي، د افغانستان په ګمرکونو کې پراخ فساد شته او په دې ځايونو کې ان نغدې پيسې د فساد په توګه تبادله کېږي:((ښه والى دا دى، چې اوس د افغانستان د عادي بودجې ٧٥سلنه د افغانستان له ګمرکي او نورو عوايدو نه برابرېږي، که ګمرکونو ته پام وشي، نو ټوله بودجه به ترې برابره شي.))