د یو افسانوي قومي مشر وژنې د صبریو خلک زړه ماتي کړي دي

د خوست اوسیدونکي وايي، په دغه ښار کې وروستي ځانمرګي داسې يو مشر ور وژلی، چې يوه لويه قبيله ورباندې يتيمه شوه.

خان زمان صبری د نا امنه صبريو ولسوالۍ پولادي دېوال ګڼل کېده، چې د طالبانو د تهديدونو په منځ کې يې ددغه ولسوالۍ قومونه يو موټی ساتلي وو.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د خوست د خلبيسات ښارګوټي ۵۰۰ دوکانونه د قومي پرېکړې پر بنسټ د خان زمان په وير کې تړل شوي دي. ده ته د خوست ځواکمن دروازه وان ويل کېده، چې د صبريو له خوا تهديد يې په قومي استحکام محوه کړی و.

څلور ورځې وړاندې چې کله په خوست کې په يوه لاريون ځانمرګی بريد وشو، نو د ۲۰ کسانو په ډله کې د دې ولايت د صبريو قوم مشر خان زمان صبری هم ووژل شو. اوس ددې قومي مشر په وير کې د صبريو ولسوالۍ خلبيسات ښارګوټی او ۵۰۰ هټۍ د ځايي خلکو له لوري تړل شوي او کار تعطیل دی.

خان زمان صبري نه یوازې د صبریو قوم مشرتوب کولو، بلکې د خوست قومونو د خپلې منتخبې شورا مشر هم ټاکلی و او د ياد ولايت تر ټولو مشهورې کورنۍ ته منسوب وو.

ځايي خلک وايي، خان زمان صبری خیرخوا انسان و، د دوو قبیلو، د دوو، کورنیو او د اشخاصو ترمنځ د شخړو په هواري کې د ټولنیزو او شخصي ستونزو په حل کې یې تر دولتي ارګانونو رول زیات وه.

په خلبیسات ښارګوټي کې یو ترکاري پلورونکی کیسه کوي: چې زه پولیسو ځورولم، چاته مې کیسه وکړه، هغه راته وویل، چې خان زمان خبر کړه، ما ویل هغه خو خان سړی دی، نو زما غږ به کله واوري، ملګري ټینګار وکړ، چې زنګ ورته ووهم.

زنګ مې ورته وکړ، ویل یې زه خلبیسات ته نږدې یم، د ټپرۍ پته يې رانه واخيسته، لږ شېبه وروسته خان زمان راغی، ولسوالۍ ته یې له ځان سره بوتلم، ولسوال او قوماندان ته یې په ټینګار وویل، چې مه یې ځوروی، غریب دی، نفقه ګټي، تر ننه هم ماته بیا پولیس غږ نه دی کړی.

دغه هټيوال وايي، د خان زمان له مړينې سره اوس هر صبري ته ځان یتیم ښکاري او فکر کوي چې تکیه یې ړنګه شوې ده.

خان زمان صبری د نا امنه صبريو ولسوالۍ پولادي دېوال ګڼل کېده، چې د طالبانو د تهديدونو په منځ کې يې ددغه ولسوالۍ قومونه يو موټی ساتلي وو.

ځايي خلک وايي، په ښارګوټي کې یې خوراکي توکي راټول کړي او د ده کور ته یې وروړي، چې فاتحې ته د ورتلونکو مېلمنو وزر پرې وکړي.

خان زمان صبری اوسمهال د خپل قوم د سختو شپو مشر و. صبري د خوست په کچه تر ټولو ناارامه ولسوالي ده او وسله والواورپکو پکې له کلونو راهیسې زیات نفوذ کړی دی.

ده ته د خوست ځواکمن دروازه وان ويل کېده، چې د صبريو له خوا تهديد يې په قومي استحکام محوه کړی و.

يو ځايي مشر کريم خان صبری وايي، خان زمان صبري د خپل قوم اړیکي له طالبانو، امریکایانو، افغان دولت او ان ګاونډیو قبیلو سره په پوره هوښیارتیا او ځیرکتیا پرمخ وړلې.

ځايي خلک وايي، د صبریو په څېر ناامنه سیمه کې د ملي پیوستون پروګرام پیلول د خان زمان د کار يوه غوره بېلګه ده.
خان زمان ته بهرنیو ځواکونو د پراخو قومي اړیکو د پاللو له امله د شک په سترګه کتل، خو ده خپل ولسي دریځ نه بدلولو.

دغه قومي مشر خانداني خان پاتې شوی، پلار یې علي جان نومیده، چې په خوست کې د پوهنې مامور او بنسټګر تېر شوی دی.

علي جان، د شاهي دورې د ملي شوری غړی و، بین الافغاني شهرت یې لرلو، په خپل وخت کې یې د خلکو ترمنځ حقوقي او جنايي دوسیې دومره حل کړي دي، چې تر نن هم د ده پرېکړې سندونه بلل کیږي، نو ځکه خو يې پنځو زوی ته هم د احترام په سترګه کتل کېږي.

7 thoughts on “محور ورځپاڼه: د یو افسانوي قومي مشر وژنې د صبریو خلک زړه ماتي کړي دي”
  1. لوستونکو ته سلام وړاندی کوم. دخوست دغمجنی پیښې قربانیانوته دلوی الله ج په دربار کی دلوی اجرونو او ثوابونو غوښتونکی او ټپیانو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر دروغتیا غوښتونکی یم. زما هیله ده چه دخوست اولسونه نور ښه ځیر شی او دوست او دښمن وپیژنی او بیا دځنی کسانو دشخصی ګټو دلاسته راوړلو لپاره ځانونه دمرګ وخولی ته ونه اچوي. دڅو ورځو راهیسی چه دابده پیښه شویده ، زه زیاتره ددولتی ارګانو او یا نورو مسولینو غبرګون ګورم ، دخوست خلکو سره په دی غمجنه پیښه می خواخوږی او لاس نیوی ‌‌‌‌‌‌ډیر کم وه. هغه خوستیان چه دهیواد په ګوټ کی دهری حادثی اوغم په وړاندی دورورولی دلاس اوږدونکي وو، نن د‌‌‌‌‌‌ډیر ساړه او په هیڅ حساب خواخوږی سره مخامخ شول ، داځکه چه خوست نه پنحشیر وه او نه هم دمحقق اوعطا محمد خاوره؟ دلر اوبر چه دپښتو ژبی برښنا پاڼه ده ، دی مسلی ته هیڅ پام هم نه دی شوی ، حال داچه نوموړی برښنا پانه دپیښور دچرګانو دهګیو شمیر معلومات هم خپروي؟
    دخوست اولس باید دهغه چا نه ګیله ونکړی چه په نره یی ځانونه دهغوی په وړاندی په ټاکنو می مدعی کړل او لکه ددهم ځلی کلاب په لور یی وررهي کړل ، ولی هغوی ته مو چه رایې ورکړی وی، نو کیدای شی چه دخوست اولس یی هیر کړی وی او یا یی وس نه وه چه ورسره خواخوږی اوغم شریکی وکړي؟
    هغوی چه خپل قدر په خپله ونه کړي، نو دنورو هم باید ددرناوي هیله ونه لری.

  2. قومی مشر خان زما یو ازی د صبریو د قوم نه بلکی د ټولو افغانانو لپاره قومی مشر وو موږ یی ټول افغانستان ته ستره تشه بولو هغه ته او د هغه سره ټول شهیدانو ته د خدای پاک ښکلی جنتونه ور په برخه کړی.
    خو زموږ ډیره ګیله بیا د خوست له ژورنالیستانو پدی کیږی چی په خپله دنده کی پاتی راغلی دی خپله دنده او وجیبه چی د خپلو خلکو په وړاندی چی یی لرله په سمه توګه نه ده تر سره کړی. دا ځکه چی دوی باید په یوه خوله وای ګرم یی ګرم بللی وای او پر ملامت یی د ملامتی غږ کړی وای. د افغانستان ولس تر اوسه هم پدی نه پوهیږی چی د خوست والی ملامت وو او که په مقابل کی یی د ملی شورا د خوست وکیلان؟ او که دواړه خواوی ملامت وی؟
    زموږ وړاندیز د خوست ژورنالیستانو ته بیا دا دی چی اوس هم سر وخت دی د یو اړخ خوا مه نیسی هر څوک چی ملامت وی پر هغه د ملامتیا غږ وکړی تر څو قانون جزا ورکړی. او بیا بل څوک په افغانستان کی په ورته عمل لاس پوری نه کړی.

  3. په خوست کی نسبی امن او پرمختګ د ښاغلی عبدالجبار نعیمی له برکته دی. هغوی چی غواړی په هر څه کی خپله برخه ترلاسه کړی که په نظامی قراردادونو کی وی یا ملکی پروژو کی او یا له بسم الله خان نه د نوی دفاع وزیر د نه تایید لپاره یو څو دالر تر لاسه کوی ، هغوی ملامت دی. آیا دا وخت او شرایط د لاریو و چی دوی لارو او کوڅو ته را ووتل او د لسګونو بیګناه خلکو ژوند یی تری واخیست . د ټولو مسوولیت د هغوی په غاړه دی چی پدی حساسو شرایطو کی یی له بیګناه ملکی وګړو نه سؤی استفاده وکړی ، چی په خواشینی سره زمونږ دلسګونو هیوادوالو د مرګ سبب شو.
    زه د ښاغلی والی پلوی نه کوم ، شاید هغه هم یو څه ګرم وی ، خو د حل لار یی د لاریونونو کول نه دی . که دوی مستند دلایل درلودل له محاکمو ، ولسمشر او خپله له پارلمان سره به یی مطرح کړی ول.
    په کابل کی یوه مظلومه فرخنده خور شهیده شوه ، ټوله نړۍ پری خبره شوه او زه یی هم مظلومانه شهادت او جنازی ته یی اور وراچول دژوند ترپایه نشم هیرولی ، خو زمونږ د نورو هیوادوالو وینی بیا هیچاته ارزښت نه لری . ځکه چی وایی « خود کرده را درد است و درمان نی ».

  4. پدې ویرلړلي پیښه ډیر دردیدلی یم نه پوهیږم چې څنګه یې تعبیر کړم. خوزما ګرانو خوستوالو ! کله چې دهیواد په هرګوټ کې زمونږ ګرانو هیوادوالوته کوم مصیبت بیښ شوی تاسې دهغې سره دغمشریکې غږ ترټولو اول پورته کړیدی کله چې په هیواد کې هرسیاسي تحول راغلی تاسې یې تل مثبت لوري ته مخه کړي کله چې دحکومت دملاتړ غږ شوی تاسې ترهرچا دمخه ټټر ډبولی دی خو نن چې ستا په کور کې دغم ټغر خور شو دګوتو په په شمیر کسانو درسره خواخوږي ښودلي عجیبه دیموکراسي ده !؟ تاسې منختب کړیو حکومتونو ستاسې غږ وانه وریده ستاسو وړاندیز یې مخته بروت دې خو چا په کلونو کلونو دمچ وزر هومره اهمیت ورنکړ له دې وروسته چاته طمعه لرئ؟ څوک به غم وخوري؟ دیوساعت نوې زیږیدلي ماشوم یې دیعقوبیو په سیمه کې امریکایانو درشهید نکړ؟ علماءکرام یې در شهیدان نکړل؟ په دوکانونو کې دننه یې شهیدان نکړئ؟ ستاسو دیوپوځي افسر ښخې او د هغه اووه ورځینی ماشوم یې درشهیدان نکړل؟ خو ستاسې فریاد هیچا وانه وریده آخر ولې؟ دا تاسې دومره ولې کړیږئ؟ ترڅو به کړیږئ؟! دالله په ذات مې دې قسم وي چې ترڅو دالله تعالی لوري ته متوجه نشئ اتفاق او اتحاد ونکړئ سم پوه مشران ونه ټاکئ په پوره سنجیده ګۍ سره تصمیم ونه نیسئ او عمل ونکړئ تردې به نور هم وکړیږئ، وبه وژل شئ، تباه به شئ. پریږدئ نور ددې ذلیل دولت نه تیرشئ دخپل ځان او قوم عزت پخپله وساتئ کشر هلکان مه دخپل قوم مشران ټاکئ ، نااهله خلک مه انتخابوئ ددین رسئ مصبوطه ونیسئ! بیا به عزتمن شئ، پور به مو معلوم شي نن درنه خان زمان ولاړ صبا درنه نور مشران اخلي بله ورځ به نور مشرانو درنه اخلي، ویښ شئ سترګې خلاصې کړئ. پکار داوو چې اوس ستاسو په ننګ دهیواد په لروبرکې خلکو اواز پورته کړی وای. او له اشرف غني یې په کلکه غوښتي وای چې جبار نعیمي او دخوست ولسي جرګې وکیلان یې ټول لویې څارنوالۍ ته جلب کړي وای او ترې پوښتلي یې وای چې څنګه ستا په ولایت کې داسې ډله ایزه وژنه وشوه ؟! ولې تاسې تشدد ته لاره هواره کړه ولې مو دخوست خلک دومره تنګ کړل چې سرکونو ته راووځي؟ بس څه اووایو څوک دراتلونکو انتخاباتو لپاره کمپائن کوي او څوک خپل غلط کړه وړه جائز او روا ګڼي.

  5. سلام. په ډیر ادب او احترام

    ددې پر ځای چی پر افرادو کار وشی بهتره به دا وی چی سیستم پیاوړی کړل شی تر څو د افرادو په تللو سره ټوله ژوند فلج نشی او ژوند په عادی ډول ادامه ولری.

  6. دا عمجنه پیښه وه او ټول حوستوال عمجن کړل حود مظاهرو کول هم د مشکلاتو حل نه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *