هر کال د يو میلیارد ډالرو په ارزښت دویم لاس يا ليلامي توکي او د موټرو پرزې له بهرنيو هېوادونو افغانستان ته واردېږي، چې لومړي لاس توکو او افغان توليداتو ته میلیونونه ډالره زیان اړوي.
د دويم لاس توکو لپاره په کابل سربېره د هېواد په سرحدي ولايتونو کې ستر بازارونه جوړ شوي، چې پر وارداتو سربېره په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو له کمپونو څخه هم ورته ډېری بې کیفیته توکي د خرڅلا لپاره وړل کېږي.
د سوداګرۍ خونو چارواکو په وینا دویم لاس توکي افغانستان ته د ګمرکونو له لارې په قانوني ډول راوړل کېږي، خو د تېر په پرتله يې سږ په سوداګرۍ کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.
د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، هېواد ته هر کال د کابو يو ميليارد ډالرو په ارزښت دويم لاس توکي واردېږي.
په دغو وارداتو کې زياته برخه موټرونه، د موټرو پرزې، تخنيکي او برقي وسايل، بوټونه، جامې او ځينې نور توکي شامل دي.
له بل لوري افغان صنعتکاران او د لومړي لاس توکو سوداګر خبرداری ورکوي، که چیرې افغان دولت د وارداتي توکو پر وړاندې مشخصه تګلاره جوړه نه کړي، دا کار به افغان اقتصاد ته منفي پایلې ولري او په کورنیو تولیداتو یې مستقیماً منفي اغېز محسوس شوی هم دی.
د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، دغه توکي ګڼې ستونزې لري، چې له ډلې يې لباسونه او بوټونه په بهرنيو هېوادونو کې له کثافاتو را ټولېږي. د نوموړي په وینا، همدا اوس په دويم لاس توکو د افغان سوداګرو ستره پانګه بنده ده، که دغه پانګونه په لومړي لاس توکو او يا هم په کور د ننه په صنعت او توليد شوې وای، نو ګټه به یې ډېره وای.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي محور ته وويل، د تېر په پرتله د دويم لاس يا ليلامي توکو واردات ۵۰ سلنه کوم شوي دي. ښاغلی الکوزی زياتوي، چې دویم لاس توکي ډېری د ګاټونو په توګه له اروپایي هېوادونو او امریکا را واردېږي: ((اوسمهال د ګاټ سوداګري چې جامې به پکې وې، تر ډېره بنده شوې، له هغه ډلې يوازې بوټ له اروپايي هېوادونو راوړل کېږي. سپېر پاټ يا کباړ (د موټرو او نورو تخنيکي وسایلو پرزې) چې له تايوان، تايلنډ او اروپايي هېوادونو راوړل کېږي، ښه بازارونه لري او د دويم لاس توکو ستر کاروبار دی. ان ډېر کله زموږ داخلي تولیدات هم د لیلامي او خارجي توکو په نوم بازار ته اېستل کېږي، چې بازار یې ښه ګرم دی.))
د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، له بهرنیو کمپونو څخه هم د لیلامي توکو بازارونو ته د دویم لاس توکو د راوړلو خبر ورکوي، چې په وینا یې ډېری خوراکي توکي له وخت تېر او ایکسپېر وي: ((د بهرنيانو له کمپونو څخه د يو شمېر دلالانو او کاريګرو په وسيله ځينې توکي په قاچاقي توګه اېستل کېږي، چې تر ټولو ستر مارکېټ يې په کابل کې د بوش بازار دی. ډېری تاریخ تېره یا ایکسپېر خوراکي توکي دغه بازار ته راوړل کېږي.))
بلخوا د ليلامي توکو افغان سوداګر وايي، د دویم لاس توکو واردات په هېواد کې د بېوزلو کسانو په ګټه دي او دا مهال د خلکو تقاضا هم ورته مخ په ډېرېدو ده. دوی زياتوي، په واردېدونکو توکو کې داسې څه هم راوړل کېږي، چې تر يو شمېر چينايي او پاکستاني لومړي لاس توکو يې کيفيت لوړ وي او همدا دلیل دی، چې په افغان بازارونو کې د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلي دي.
په اروپایي هېوادونو کې د یوه یا دوو کلونو په تېرېدو سره نوي ماډل شیان بازارونو ته وړاندې کېږي او زاړه توکي د سوداګرو لخوا په کمه بیه د افغانستان په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي او دا مهال د لسګونو افغان سوداګرۍ د ژوند وسیله ده.