ولسمشر کرزی وايي، د ډېرو ناخوالو په منځ کې که په کونړ بمبارۍ دي یا له ګوانتنامو د طالب مشرانو خلاصون، د ولسمشرۍ د انتخاباتو سالم حفاظت یې لومړيتوب ټاکلی اوله رسنیو یې هم وغوښتل چې د ټاکنو د فضا پر خونديتوب باندې تمرکز وکړي. اټکل دادی، چې پر کونړ د پاکستان بمبارۍ له افغان ټاکنو سره رابطه لري او د امتیاز ګیرۍ هڅه وي.

((په نوي ‌حکومت کې به زه هېڅ رسمي مقام ونه منم،‌ یوازې که ولسمشر له ما وغواړي، مشوره به ورکوم، راتلونکي انتخابات به ډېر ښه وي، ‌زه ډاډ درکوم!))

کرزی وايي، چې د انتخاباتي‌ کمپونو د ملي کېدو او له قومي حالت څخه د ایستلو لپاره یې ځینې مخور هڅولي، چې متفاوتو کاندیدانو ته ورشي او په دې توګه یې له کاندیدانو سره مرسته کړې ده.

ولسمشرحامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې پرون د افغان رسنیو له استازو وغوښتل چې یوازینۍ وړاندیز یې جدي وګڼي او په انتخاباتو کې ملي یووالی زیانمن نکړي. په ارګ کې جوړه شوې غونډه کې کرزي وویل، انتخاباتي پروسه صميمي وساتئ او د ثبات په پار له تخریشوونکو تبلیغاتو ډډه وکړئ.

ده وویل، ټولې چارې یې شاته کړې او ټول تمرکز یې د انتخاباتو د پروسې سلامت ته اړولی او له رسنیو هم غواړي چې په دې برخه کې یې ملاتړ وکړي، ترڅو انتخابات کامیاب او کاندیدان راضي او قانع شي.

ولسمشر کرزي په ځانګړې توګه پر کونړ بمبارۍ او له ګوانتانامو د پنځو طالب بندیانو خلاصون ته اشاره وکړه، خو داسې ایسېده چې ټولې ناخوالې له ټاکنو سره تړلې ګني او ښايي اټکل یې دا وي، چې پاکستان دا چاره د امتیاز ګیرۍ یا هم د کاندیدانو د چلنج کولو په موخه ترسره کوي. تر دې وړاندې په هرات کې د هندوستان په کونسلګرۍ هم د ځانمرګو د برید په هکله ورته نظر ورکول کېده.

ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې د ټاکنو نتیجې ته باید د کاندیدانو له خوا درناوی وشي، رسنۍ او ټول افغانان یې ترشا ودريږي. خو ددې ترڅنګ له کاندیدانو تقاضا ده چې ملي حکومت جوړ کړي.

د رسنیو د استازو یوه لویه اندېښنه داوه، چې ځینې کسان د انتخاباتو د نه ګټولو په صورت کې د وینو د ویالو بهولو ګواښ کوي، ‌خو ولسمشر کرزي وویل، دا اوازې نادیده وګڼئ: ((په تېرو ټاکنو کې هم دا ډول اخطارونه وو، خو له ټاکنو وروسته تاسو ولیدل، ‌چې یو مخکښ کاندید اشرف غني مې له امریکا راوغوښت او د انتقال د پروسې مشر شو او د بلخ والي عطا محمد نور مې له تاجکستان څخه راوغوښت، تېر په هېر او بېرته د بلخ والي وټاکل شو.))

په داسې حال کې چې د دوولس کلونو په دوران کې لا هم د رسنیو قانون تصویب شوی ندی، ولسمشر کرزی د بیان د بې سارې ازادۍ باني ګڼل کېږي، ولسمشر کرزي زیاتره رسنۍ په حوصله او دلاساینه د حدودو رعایت ته هڅولې دي. اوس د رسنیو د استازو جدي غوښتنه وه، چې نوموړی دې د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د رسنیو قانون برخلیک مالوم کړي او دا مهمه چاره دې پخپل وخت سرته ورسوي.

لا معلومه نده چې د انتخاباتو په سبا به څه کېږي، ځکه چې ډېری کاندیدانو په بې ساري ډول ځانونه قدرت ته رسېدو پورې تړلي ګڼي او ښايي بل هېڅ نه غواړي، ناسازه معاملې کوي خو ولسمشر کرزی وايي، د انتخاباتي کمپونو د ملي‌ کیدو لپاره یې له هر کاندید سره مرسته کړې او ځینې مخور یې هڅولي چې په متوازي ډول بېلابېلو کاندیدانو ته ورشي او د انتخاباتو د قومي کېدو مخه ونیسي.

ولسمشر کرزی وايي، داچې افغانستان د ټولو افغانانو کور شو، دا یې د نظام تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه، خو د قانون نه تطبیق یې د نظام لویه نیمګړتیا ده، چې په خبره یې د قانون د تطبق د وسایلو نشتوالی، نا امني او د بهرنيانو شتون یې عمده عوامل دي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: “راتلونکې ټاکنې مې له قومي حالت ژغورلې دي”
  1. محترم او ښاغلیه ولسمشره ستا تاریخی غلطی خو همدغه وه چه تا دخپل ولس په رایو باندی معاملی وکړی وروسته له دی نه چه خلکو تاته دولسمشر به ټاکنوکی رایی درکړی اوکامیاب یی کړی تابیاهم دولس دی سرښندنی ته په سپکه سترګه وکتل اوپه خپله خوله اقرارکوی چه یو جنایتکار غاصب اوقاتل دی له تاجکستان نه راوغوښت او دوباره دی والی که په ځای ددی چه محاکمی ته دی راغوښتی وای برعکس یوځل بیا دی دخلکو په سرنوشت باندی حاکم که چه افغان ولس به ستا دغه معاملی هیڅکله هم هیری نه کړی

  2. ښاغلیه ولسمشره ستاسې ملي سیاست په بنجشیریانو وڅرښیده او هغوي دې ګل ګلزار کړل ولسمشر مونږ کړې اما په کارونو کې دې استقلالیت نه درلود د فهیم څخه دې په هر کار کې اجازه غوښته مګر نظامي سیاست دې په پښتنو را وڅرښاوه ټول دې وټکول او زمونږ مشران ټول ستا دلاسه شهیدان شول تیره ورځ چې زما د خوګیاڼي مشر ملک داؤد شاه د پاکستاني اجنتانو لخوا شهید کړای شو د وینې پور یې په تا دی ځکه دا زمینه تا برابره کړه او پښتانه دې له قدرت څخه لرې وساتل ته په خوله دوست اما په زړه کې د پښتنو لوی دښمن یې تاریخ به روښانه کړي چې تاسې څومره کمزوري وی په پښتو کې یو متل دې چې ښه کوه بد نشته اما دغه متل تاسې سرچپه استعمال کړ او هغه داسې چې تاسې سره زمونږ ښه په بده راته تمام شوه په پنشیر کې دې څومره رایې وې او په کنړ کې دې څومره اما پنجشیر دې ګل ګلزار او د کنړ اوبه دې په پاکستان وپلورلې هلته خلک د سیند ترغاړه تږي ناست دی افسوس او سد افسوس په داسې پښتون الله دې بیا په پښتنو کې داسې فرد نه زیږوي ستاسې د لاسه زمونږ مشران په وینو کې لت پیت شوه اوس دې بیا زمونږ په مشر اشرف غني پسې راخستې ده او غواړې چې د ناکامۍ لور ته یې کش کړې ، مونږ پوه شوي یو پښتون له یوې خوڅې دوه ځله نه چیچل کیږي تاسې د پنشیر غلامان یاست اومونږ د چا غلامي نه منو زمونږ ستا غوندې خبر بدلیدونکی ولسمشر نه دی په کار چې هره ورځ راته ژړا کوي مونږ نر اشرف غني غواړو چې هیواد راته لوړ کاندي د ګاونډیانو سیال مو کړي ، د خارجي یرغلګرو مو بچ کړي ، بچي مو د کیفیت له مخې باسواده کړي ، چوکۍ اهل کار ته وسپاري ، خلک د قانون تابع کړي ، اوبه مو مهار کړي ، ته پوهیږې د اشرف غني په کامیابی زما غوندې غریب شخص چې خپل کور هم نه لرم د ۱۰۰۰۰ روپو نظر ایښی دی ته څه فکر کوې که ته راته هغه ناکام کړې د عبدالله حکومت به ومنو ؟ نه هر ګز نه ، که اشرف غني کامیاب نه شي یا به تجزیه شو یا به یې د سقاؤ په شان په درې میاشتو کې درته و ځغلوو خبرې خو مې ډیرې په زړه کې دي خو وخت نه لرم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *