د طالب جنګياليو ليکو ته له پاکستان نه ۲۰ داسې ماشومان، چې عمرونه يې تر ۱۵ کلونو ټيټ دي د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ ته راوستل شوي او په همدې عمر ۱۰۰ ماشومان د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې په جګړه  بوخت دي.

د افغان امنيتي ځواکونو د شمېرو له مخې طالبان يوازې په ځانمرګو  بريدونو او ماين خښولو کې ۸۰ سلنه له ماشومانو کار اخلي.

د دغو يو شمېر ماشومانو کورنۍ ادعا کوي، چې ماشومان يې تېر ايستل شوي او له کورونو فراري شوي، دوی د جګړې په تاکتيک نه پوهېږي او کله چې و وژل شي، مړي يې هم خپلو کورنيو ته نه سپارل کېږي.

په ننګرهار کې ځايي خبريالان وايي، د پاکستان له بېلابېلو برخو نه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ ته د جګړې لپاره طالبانو ۲۰ افغان کډوال ماشومان راوستي او د دوی يوازينی هدف مخامخ د هغوی جنګول دي.

دغه مخ پټي کم عمره ماشومان په جګړه او ځانمرګو بريدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو د ډېرېدو لامل هم ګرځيدلي دي.

د پنجاب له ټکسلا نه يو راغلی افغان کډوال، چې ۱۴ کلن زوی يې طالبانو راوستی وايي، يوه مياشت مخکې يې زوی له کوره بې درکه شو. دی وايي، له ډېرو پوښتنو ګروېږنو وروسته په دې وتوانېد، چې د خپل څوارلس کلن زوی پته ولګوي او په دې پوه شوی، چې زوی يې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې جنګېږي. دی وايي، د طالبانو کمېسيون ته مې عرض وکړ، خو هغوی راته انکار وکړ.

دا مهال د اتو او ١٨ کلونو ترمنځ سلګونه ماشومان په پاکستاني مدرسو کې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو کېږي او دا کار له وړاندې مروج دی.

د طالبانو د لايحې په ٦٩ مه، ماده کې راغلي، هغه  څوك چې د كم عمرۍ له امله يې ږيره  نه وي راغلي، له طالبانو سره په استوګن ځايونو او نظامي مركزونو کې نشي اوسېدلای.

په ننګرهار کې يو ځايي خبريال چې د نوم له خپرولو ډډه کوي وايي، پخوا به يوازې په ځانمرګو بريدونو کې له ماشومانو کار اخستل کېده، خو اوس په مخامخ جګړه کې هم ماشومان کارول کېږي :((د دغو ماشومانو عمرونه تر ۱۵ کلونو کم دي او په اړه يې ويل کېږي، چې له دوی جنسي استفادې هم کېږي.))

دی وايي، ننګرهار ته راوستل شويو ماشومانو روزنه نه ده ليدلې، نو داسې ډېر وخت شوي، چې د جګړې پر مهال يې وسلې  پرې اېښې او تښتېدلي دي او يا هم درنه مرګ ژوبله ور اوښتې وي.

دا یوازې د ننګرهار داستان ندی، بلکې د هېواد په ګڼو نورو سیمو کې هم په جګړه کې له ماشومانو کار اخیستل کېږي.

په تازه خپرو  شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم تر ۱۰۰ پورې ماشومان طالبانو په خپلو ليکو کې جذب کړي، چې عمرونه يې تر ۱۵ کلونو ټيټ دي او ډېری وخت له دوی نه د جګړې په ليکو کې ناوړه جنسي استفاده هم کېږي.

د فراه سيمه ييز چارواکي هم دا مسئله تاييدوي او وايي، له دوو مياشتو را پدېخوا دغه ماشومان د طالبانو ليکو ته ننوتي، چې د اندېښنې وړ دي :((طالبان ماشومانو ته وسلې ورکوي او هغوی يوه داسې جنګ ته داخلوي، چې د دوی له سويې ډېر لوړ وي.))

د افغانستان د امنيتي سرچينو په حواله په هېواد كې تر ۸۰ سلنې ډېر ځانمرګي بريدونه له ۱۳ تر ۱۷ كلونو پورې تنكي ماشومان کوي.

د طالبانو دغه کار د ځايي خلکو سختې اندېښنې راټوکولې او وايي، چې يو شمېر نور ماشومان هم له دې امله چې د ښه او بد تفکيک نشي کولای، دغو ليکو ته ور کډېږي او شمېر يې ورځ تر بلې زياتېږي.

د روان کال په غبرګولي مياشت کې د غزني په اندړو ولسوالۍ چې کله د وزيرستاني طالبانو زر کسيزه ډلې په پاڅونوالو بريد وکړ، ستره برخه جنګیالي يې تنکي ماشومان وو، چې د جګړې تاکتیک يې نه و زده او په ډېره اسانۍ له پښو وغورځېدل.

تر هغه وړاندې د هلمند په سروان کلا ورته  بريد شوی وو، د هغې جګړې د تلفاتو زیاته برخه هم ماشوم جنګیالیو ته اوښتې وه.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش محور ته وويل، په تېرو لسو کلونو کې مو سلګونه تنه ماشومان نيولي، خو دی وايي، چې کره شمېرې ورسره نشته.

ښاغلی دانش زياتوي، طالبان د ځانمرګو بريدونو تر څنګ د ماينونو په اېښودلو او ان په جګړه کې له ماشومانو کار اخلي. د ده په وينا، کله چې په جګړه کې ماشومان ونيول شي، هغوی روزنتونونو ته داخلوي او کله چې د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، ازادېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *