معلومات په ډاګه کوي، طالبانو لپاره په دوبۍ کې نوی دفتر پرانستل کېږي، پدې سره به د قطر دفتر وتړل شي او د طالبانو له اړخه د سولې مذاکرات به له همدې دفتره تنظمېږي.
پنځه جمع یو هېوادونه په دوبۍ کې د طالبانو ددې دفتر په پرانستو سلا شوي. له کوټې، پېښور او افغانستانه یو شمېر طالب مشران هم له وړاندې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.
د قطر په پرتله په دوبۍ کې د طالبانو په سیاسي مذاکراتو کې به د پاکستان لاسوهنه کمه وي او د طالبانو لپاره د قطر په نسبت متحده اماراتو ته د دفتر انتقالېدلو فرق دادی، چې اکثره مهم طالبان په متحده اماراتو کې په تجارتي روزګار بوخت دي، چې کولای شي د طالبانو د ټولو ډلو اکثره استازي لېوالتیا او لاسرسی ولري.
ولسمشر غني په یو رسمي دوه ورځني سفر متحده اماراتو ته ولاړ، څو طالبانو ته د نوي دفتر د پرانستو په اړه ددې هېواد له مشرانو سره وګوري.
په دوبۍ کې د طالبانو لپاره د نوي دفتر په پرانستو سره به د قطر جنجالي دفتر وتړل شي او د طالبانو له اړخه د سولې ځنډېدلي مذاکرات به بیا پیل شي.
معلومات ښیي چې په متحده اماراتو کې د طالبانو لپاره په نوي دفتر پنځه جمع یو هېوادونه (امریکا، پاکستان، چین، سعودي عربستان، افغانستان او طالبان) هم سلا شوي دي.
له کوټې، پېښور او افغانستان څخه یو شمېر طالب مشران له وړاندې متحده اماراتو ته رسېدلي دي او پدغو کسانو کې د طالبانو نفوذي څېره مولوي عبدالسلام ضعیف هم ښودل کېږي.
په قطر د امریکا او پاکستان نفوذ زیات دی، امریکا دغلته نظامي اډه لري او په منځني ختیځ کې د امریکا د پالیسو تطبیقېدونکی هېواد بلل کېږي، چې په افغان سوله کې د یو شمېر ښکېلو هېوادونو له لوري له دغه انتخاب سره مخالفت شوی.
طالب مشران متحده اماراتو ته ډېر تګ راتګ لري، دې هېواد کې شخصي کاروبار لري او دغلته په سیاسي مذاکراتو کې به د پاکستان لاسوهنه هم کمه وي. د طالبانو اکثریت ډلې له متحده امارتو سره لېوالتیا لري.
دا مهال یو پلاوی د سولې د مذاکراتو په اړه په چین کې دی او دغه هېواد هم دوبۍ اغېزمنه بولې. سعودي عربستان هم ورته نظر ښودلی.
د سولې عالي شورا غړی عبدالحمید مبارز هم په سوله کې د متحده عربي اماراتو رول مثبت ارزوي: ((له پخوا په متفاوت ډول ولسمشر غني له پاکستان سره هم د سولې په اړه خبرې اترې زیاتې کړې دي. د نظامي پلاویو پرلپسې راتګ په همدې موخه دی.))
ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال پردې مسایلو سربېره ددې هېواد په مرسته د کابل شاوخوا یو شمېر لویو پروژو پلي کولو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.