په دولتي ادارو او مرکزونو د بریدونو لپاره طالبانو د پولیسو جعلي رېنجر موټر جوړ کړي، چې چاودېدونکي توکي او ځانمرګي لېږدوي. یوه سرچینه وایي، د جنوبي ولایتونو په لرو پرتو ولسوالیو کې چې طالبان حاکم دي، د جعلي رېنجر موټرونو مخفي ورکشاپونه یې کتلي دي.
د پولیسو یو رېنجر موټر تر ۸۰ زرو ډالرو قیمت لري، خو د طالبانو یو تقلبي رېنجر له ۲۰۰ زرو تر ۳۵۰ زرو کلدارو پېرل کېږي.
په هغه یو نیم ساعته ویډیو کې چې د تېرې وري میاشتې په ۱۴ د فراه د استیناف محکمې او څارنوالۍ پر ودانیو د طالبانو بریدونه ښکاروي، طالبان د پولیسو د رېنجرونو په واسطه له امنیتي کمربندونو تېرېږي.
له پوځي تجهیزاتو د استفادې په لړ کې طالبان توانېدلي د پولیسو تقلبي رېنجرونه جوړ کړي او په دولتي مرکزونو په بریدونو کې پکې ځانمرګي او چاودېدونکي توکي انتقالوي.
د هلمند د لشکرګاه اوسېدونکی، چې جنراتورونه جوړوي او څو ځل د جنراتورونو د جوړولو لپاره د طالبانو کورونو ته هم ورغلی د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې هغه کورني ورکشاپونه لیدلي، چې د پولیسو تقلبي رېنجرونه پکې جوړېږي :((د رېنجر موټرو باډۍ په نورو دوه سیټه ډاډسنو نصبېږي، له بهر نه د رېنجرونو راوړل شوې پرزې هم پدغو ورکشاپونو کې تړل کېږي. که په ځیر وکتل شي له اصلي رېنجرونو سره یې توپیر کېږي، خو د غیر مسلکي کسانو لپاره یې فرق مشکل دی.))
د سرچینې د معلوماتو له مخې لا معلومه نده دا پرزې له کومه راځي، خو ډېره ګوته ایران او پاکستان ته نیول کېږي او پاکستان له پخوا په تقلبي تولیداتو لکه وسلو او دویم نمبر وسایلو کې مشهور دی.
که څه هم داسې ګڼ موارد شته، چې طالبانو د پولیسو د رېنجرونو په ویجاړولو او یا دوی ته په سپارلو انعام اعلان کړی، خو دا لومړی ځل دی، چې دوی پخپله تقلبي رېنجرونه جوړوي او د بریدونو لپاره پکې ځانمرګي او چاودېدونکي توکي لېږدوي.
له افغانستان سره د نړیوالو په مرستو کې د پولیسو د یو رېنجر بیه تر ۸۰ زرو ډالرو ښودل کېږي، خو په کوټه او وزیرستان کې تر یو نیم لک کلدارو پورې د پولیسو د رېنجرونو د پېر او پلور په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې هغه یو نیم ساعته ویډیو کې چې محور ترلاسه کړې، لیدل کېږي، چې د تېرې وري میاشتې په ۱۴ طالبان د فراه په استیناف محکمې او څارنوالۍ د برید لپاره په همدغه ډول تقلبي رېنجرونو کې چاودېدونکي توکي او ځانمرګي لېږدوي.
وړاندې محور داسې معلومات ترلاسه کړي و، چې د پېښور په کارخانو بازار کې په ازاده وسلې او پوځي تجهیزات پلورل کېږي او له هغه ځایه یې واړه قاچاقچیان د جنګ تر سیمو رسوي، خو په پولو د امنیتي تدابیرو تر جدي کېدو وروسته ښکاري طالبان په کور دننه د تقلبي نظامي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
د طالبانو دا جنګي تاکتیک خورا جنجالي پړاو ته ننوتونکی ښکاري، چې افغان ځواکونو ته یې د دښمن په پېژندلو کې لوی سرخوږی را پیدا کړی دی.
د افغان ځواکونو پرضد په جګړه کې طالبانو تر اوسه له بېلابېلو جنګي تاکتیکونو کار اخستی، چې ډېر مشهور یې د ښځو جامې، چادري، لونګۍ، د بدن په خاصه برخه کې د چاودېدونکو توکو ځای پرځای کول، د افغان پوځ پر یونیفورم سربېره د ناټو او ایساف ځواکونو یونیفورم او پوځي نښانونه یې کشف شوي تاکتیکونه دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش محور سره په مرکه کې وویل: لا تر اوسه دوی ته دا ډول کوم خبر ندی رسېدلی، چې طالبان دې تقلبي رېنجرونه ولري، خو وایي، امکان یې هم ځکه نشي ردېدای، چې طالبان د بریدونو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.
زموږ وطن د جعلیاتو وطن دی، رینجرو خو ښه دی چې اصلي یې لرو چې جعلي ترې توپير شي، راشه وګورئ زموږ سیاست چې ټول له جعلی اقلامو ډک دی: جعلی ډموکراتان(پاټکیان، آدمکشان ) جعلی تکنوکراتان(ټتوکراتان،غله) جعلی رهبران، جعلی مسلمانان، جعلی افغانان، جعلی دې عسکر، جعلی دې ملا او طالب، جعلی دې عسکر او افسر، جعلي دې مارشال، جعلي دې جنرال او جعلي او جعلي… اصلی خو ما لیدلی نه ده او ټول فکرکوو چې همدا ټول حقیقي دي.
طالبان او بیا ټول پښتانه یوازې په برعکس او تخریبي لارو کې مخکښ دي، ساری نلري.
دابه حقیقت وی زکه په نورستان کی چی رنجری ورکی شوی سه شوی