له پاکستان څخه هغه طالب اورپکي افغانستان ته راستانه شوي، چې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو او بريدونو په موخه په اوه ورځنيو ورکشاپونو کې روانه میاشت روزل شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وايي، همدا اوس د بلوچستان په مشکي سيمه کې تر ۱۲۰ پورې طالب واليان، ولسوالان، قومندانان، د منځنۍ کچې سرګروپان او نامتو جنګيالي تر لنډ مهالې روزنې لاندې دي.

دوی ته ښودل کېږي، چې د ټاکنو پر مهال څه ډول بريدونه وکړي او کوم ځايونه تر اور لاندې ونيسي، خو افغان چارواکي بيا ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو لپاره يې پوره چمتوالی نيولی او د ۴۰۰ زره افغان ځواکونو په ګومارلو سره به وسله والو طالبانو ته وخت ورنه کړي، چې ټاکنې وګواښي.

سرچينې وايي، د افغانستان له مختلفو سيمو نه طالب چارواکي پاکستان ته بلل شوي او هورې په مختلفو سيمو کې ورته له يوې اونۍ تر ۱۵ ورځو پورې د ټاکنو د ګډوډولو روزنه ورکول کېږي.

د سرچينې په وينا، له پاکستان څخه هغه لسګونه طالب اورپکي افغانستان ته راستانه شوي، چې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو او بريدونو په موخه په اوه ورځنيو ورکشاپونو کې روانه میاشت روزل شوي دي.

د ولسي جرګې د کورنيو چارو د کمېسيون غړي محمد نعيم لالي حميدزي محور ته وويل، په دې وروستيو کې د پاکستان څارګرې ادارې او پوځ هڅې پيل کړې، چې په افغانستان کې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

دی زياتوي، د دوی په مرسته د طالبانو لپاره د پاکستان په مختلفو برخو کې روزنځايونه جوړ شوي، چې څه ډول د ټاکنو په ورځ جګړه وکړي او دا سياسي پروسه ګډوډه کړي: ((داسې راپورونه مو ترلاسه کړي، چې د بلوچستان په مشکي سيمه کې د طالبانو لپاره پراخه روزنځای جوړ شوی او همدا اوس پکې تر ۱۲۰ پورې طالب واليان، ولسوالان، قومندانان، د منځنۍ کچې سرګروپان او خطرناک جنګيالي تر پنځلس ورځنۍ روزنې لاندې دي او دوی به بيا د خپلو نورو جنګياليو د روزنې مسووليت هم لري.))

د ولسي جرګې غړي وايي، طالبان هڅه کوي چې؛ خپل زور په سرحدي ولايتونو او سيمو کې وکاروي. دوی زياتوي، له دې وړاندې هم طالبانو د پاکستان په سرحدي سيمو کې روزنځايونه لرل او له همغو سيمو نه يې د افغانستان مختلفې سيمې ګواښلې او يا به يې وسله وال را اړول.

د روزګان د ولايتي شورا مشر امان الله هوتک وايي، په پاکستان کې ديني مدرسې د افغانستان د ټاکنو د ګډوډولو لپاره رخصت شوې او د دغو جنګياليو لپاره ځانګړي پروګرامونه نيول شوي دي: ((دوی غواړي تازه دمي جنګيالي را استوي او په مټ يې يوه داسې جګړه تر سره کړي، چې د دوی لپاره حياتي ارزښت لري.))

هر کال د ژمي په موسم کې وسله وال طالبان په ځانګړې توګه طالب سرګروپان د پاکستان کوټې ښار ته ور بلل کېدل، خو په روان ژمي کې ورته د کوټې شورا له لوري امر وشو، چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د ګډوډولو لپاره به پوره چمتوالی نيسي. دوی د ګوټې شورا له لوري تر فشار لاندې وو او هغه ډول ورته پام ونشو.

ځايي خلکو له وړاندې محور ته ويلي وو، چې له همدې امله د منځنۍ کچې يو شمېر طالب سرګروپان او جنګيالي د جګړې ليکې پريږدي، ايران او سعودي عربستان ته په مزدورۍ پسې ځي او يا ښارونو ته ګډې باروي.

د ولايتي چارواکو په وينا، په روان ژمي کې د طالبانو جګړه يوازې د ماينونو تر الوزولو پورې محدوده وه او بس.

د ولسي جرګې غړې جنرال نظيفه ذکي وايي، طالبان به په ټول هېواد کې د ټاکنو پر وړاندې خنډ رامنځته نشي کړای، خو په ځينو سيمو کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

د شنونکو په باور، پکار ده چې؛ امنيتي ځواکونه د نړيوالو هغوی په ملاتړ د ټاکنو لپاره داسې زمينه برابره کړي، چې امن فضا کې ترسره شي. دوی زياتوي، له څو مياشتو راپدېخوا پاکستان په دې لټه کې دی، چې د افغانستان ټاکنې په يو ډول نه يو ډول تر سيوري لاندې راولي: ((کله چې پاکستاني پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې عمليات پيل کړل، جنګياليوته يې لار پرېښوده، څو افغانستان ته دننه شي. د پاکستان يو هدف همدا و، چې په افغانستان کې ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.))

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي وايي، د ۴۰۰ زره افغان ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتېرو په ګومارلو سره به وسله والو طالبانو ته ددې زمينه برابره نشي، چې ټاکنې وګواښي. صدیقي وايي، افغان امنیتي ادارې د طالبانو د ټولو خوځښتونو په هکله معلومات لري، خو ددې لپاره چې د هغوی ځالې د افغانستان له پولو دباندې دي دا ډله په کامل ډول له منځه نشي وړلای.