د وردګو ولایت په نرخ او جلریز ولسوالیو کې طالبان له یو داسې ماین استفاده کوي، چې د مطلوب کس د موبایل له سیمکارت سره عیارېږي. طالبانو په دغه ماینونو ۳۲ کسان وژلي دي.
ځايي خلک وايي، دغه ماینونه د غوړيو په پلاستيکي بوشکو کې ځای پر ځای کېږي او طالبان یې د حزب اسلامي د ځايي جنګیاليو پرضد کاروي.
دامهال د وسله والو مخالفينو په ماینونو چې اکثره په کلیوالو لارو کې خښ کړای شوي، عام وګړي وژل کېږي او د تلفاتو شمېر یې د نړۍ په کچه بې ساری دی.
ځايي خلک وايي، د وردګو ولايت په جلرېز او نرخ ولسواليو کې وسله وال طالبان له يوه داسې ماين کار اخلي، چې د مطلوب کس د موبايل له سيمکارت سره عيارېږي، چې په نېږدې وخت کې يې په وسيله ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د نرخ ولسوالۍ يوه قومي مشر محور ته وويل، طالبانو د دغه ماين جوړولو او عيارولو زده کړې په پاکستان کې ليدلې او اوس يې په خپله د جوړونې چارې تر سره کوي: ((د غوړيو په پلاستيکي بوشکه کې له باروتو سره تلیفون ږدي او د مطلوب کس نمبر په ټليفون کې عیاروي، ټليفون چالان وي، کله چې د مشخص سيمکارت لرونکی کس چې نمبر یې د ماین په ټليفون کې ثبت او عيار شوی وي، د ماین ساحې ته رسېږي، ماین چاودنه کوي، چې تر ډېره يې په وسيله د حزب اسلامي ځايي جنګيالي په نښه کېږي.))
ددې ماين په اړه ويل کېږي، چې تر نورو هغو ډېر خطرناک دی او طالبان اوس د خپلو حريفانو د ټليفوني شمېرو په لټه کې وي، چې په دې توګه يې له منځه وړي.
ځايي خلک وايي، وسله وال طالبان چاودېدونکي توکي راوړي، ماشومان او وزګار ځوانان يې د پيسو په بدل کې خښوي. د دوی په خبره، که چېرې مطلوب کس پرې له منځه يوسي، نو بيا ۲۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي.
دوی په وېره کې دي، چې کېدای شي، ددې په وسيله نور کسان هم په نښه شي او د شخصي بديو له مخې کسان پرې و وژل شي.
د ملګروملتونو سياسي دفتر يونما وايي، د سړک غاړې ماينونه يو له هغو خطرناکو جګړييزو وسلو څخه دي، چې تر مخامخ جګړې يې زيان ډېر دی او د طالبانو له لوري اېښودل کېدونکي ماينونونو زيان په جګړه کې د ښکېلو غاړو زيات ملکيانو ته اوړي.
په کابل کې د يونما وياند سالارزی وايي، وسله وال طالبان په خپله په جوړو شويو ماينونو کې ډېری له هغو عادي توکو کار اخلي، چې په ورځنۍ توګه په بازارونو کې موندل کېږي.
د سړکونو پر غاړه ښخ شوي ماینونه د نړیوالو او افغان سرتېرو پر ضد د طالبانو اصلي وسله شمېرل شوې، چې ډېری وخت ملکي وګړي د هغې قرباني شوي دي.
د ماين پاکۍ د همغږۍ موسسې مسوول صدیق راشد وايي، په افغانستان کې د ماين پاکۍ موسسو سروکار له هغو ماينونو سره دی، چې په پخوا وختونو کې ځای پرځای شوي وي.
دوی وايي، کله چې جګړه پای ته ورسېږي، نو هله به دوی د نويو اېښودل شويو ماينونو د پاکولو پروګرام پيلوي.
په افغانستان کې اويا سلنه کاريدونکي ماينونه له کلسيم او امونيم نايتريت څخه جوړېږي، چې د پاکستان په دوو کارخانو کې توليدېږي او افغان حکومت ددې سرې په وارداتو کلک بنديز لګولی دی، هر وخت چې ونيول شي، واردوونکو او انتقالوونکو ته يې سزا ورکول کېږي.
د وردګو ولايت چارواکي وايي، له کله چې په موټرسايکلونو بنديز لګول شوی، د سړک غاړې ماين په چاودنو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
د وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، هر وخت د طالبانو د ماينونو ښکار ملکي وګړي ګرځي، خو زياتوي، د نوي ماين او د هغه د تلفاتو په اړه ورته معلومات نشته.