د اچين ولسوالۍ په پېښه دره کې د منګل باغ طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ په تازه نښته کې اتو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ياده ولسوالۍ کې ځايي مشرانو پرېکړه کړې، هغه کسان به ۵۰۰ زره افغانۍ جريمه کوي، چې وسله وال طالبان سيمې ته راولي.
په ننګرهار کې طالبان د پيسو ترلاسه کولو لپاره شتمن کسان تښتوي. همدا پرون د بټي کوټ ولسوالۍ طالبانو خپل دوه هغه سرګروپان، شپونکی او محمد د ولسي خلکو د فشار له امله ووژل، چې درې مياشتې د مخه يې دوه صرافان د پيسو د ترلاسه کولو په هدف وژلي وو.
ځايي خلک وايي، د ننګرهار په يوولسو ولسواليو کې د بهرنيو طالبانو نفوذ مخ په زياتېدو دی، خو په شپږو ولسواليو کې د دولت واک يوازې د ولسواليو تر ودانيو پورې محدود دی. طالبانو خلكو ته د كوكنارو د كر اجازه كړې او هم يې له سيمي كوچېدونكي گواښلي دي.
د ننګرهار ولايت يوولس ولسوالۍ اوس تر ډېره د بهرنيو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تر سخت نفوذ لاندې دي او له دغو ولسواليو څخه يو شمېر يې په تازه مهال کې نا امنه شوې دي.
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ ترڅنګ چې د وسله والو طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي، چپرهار، شېر زاد، خوګياڼي، حصارک، شينواري، اچين، غني خېل، دور بابا، هسکه مېنه او مومند دره چې تازه تازه پکې نا امنۍ مخ په ډېرېدو دي، هغه ولسوالۍ دي، چې اوس تر ډېره د پاکستاني طالبانو واک پکې زيات شوی او د طالبانو دولس ډلې پکې پراخ فعاليتونه کوي.
ځايي خلک وايي، د اچين ولسوالۍ په پېښه دره کې د پاکستاني طالبانو چې مشري یې منګل باغ کوي او ځايي خلکو تر منځ له دوو ورځو راهیسې نښته روانه ده، چې دواړو لورو ته ځاني زيانونه اوښتي دي.
د پېښه درې قومي مشر حاجي ګل نظر خان محور ته وويل، د جلال پاچا په نوم د منګل باغ يو قوماندان په سيمه کې د ولسي خلکو په ځورونه لاس پورې کړی او له يوې مياشتې را پدېخوا ناوړه کړنې تر سره کوي. دی وايي، پرون د سيمې د اوسېدونکو له مقاومت سره مخ شول :((په جګړه کې دوه پاڅونکوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. د منګل باغ کسان په تېښته بريالي شوي، خو د مرګ ژوبلې شمېرې يې معلومې نه دي.))
دی وايي، موږ په سيمه کې طالبانو ته د فعاليت اجازه نه ورکوو او نه هم د سيمې خلک داسې جرئت کولای شي، چې طالبان له ځانونو سره سيمې ته راولي. حاجي ګل نظرخان زیاتوي، په سيمه کې د ځايي خلکو تر منځ پخوانۍ بدۍ او تربګېنتونه شته، چې کله ناکله د خپلمنځي شخړو لامل ګرځي، خو د وسله والو د مخنيوي لپاره تر ډېره سره يو شوي دي.
اچین د شينوارو اړوند سرحدي ولسوالي ده، چې اوس اوس پکې د ملک نياز په نوم يوکس خپل واک ټينګ کړی دی. ملک نياز ځايي قومي مشر دی او ۷۰ سلنه قوم ورسره ولاړ دی، چې د دولت له پراخ ملاتړ هم برخمن دی.
يوه ځايي خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل، په ياده ولسوالۍ کې ملک نياز په هغو کسانو ۵۰۰ زره جرمانه ايښې چې سيمې ته وسله وال طالبان راولي.
دی وایي، اته مياشتې وړاندې په اچين ولسوالۍ کې د طالبانو د فعاليت د مخنیوي په خاطر دغه پرېکړه وشوه، چې په هغه مهال کې درې تنه ځايي طالبان هم جريمه شول.
ځايي قومي مشران وايي، په ننګرهار کې په مجهزو وسلو سنبال، وزير، پنجابي، اپريدي، چېچینیايي او نور طالبان اوس تر ډېره په غلاوو او شکو کې لاس لري. دوی وايي، له طالبانو سره د سيمې د خلکو همکاري کمه ده، خو د نورو سيمو طالبان ورسره مرسته کوي.
وړمه ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ طالبانو خپل دوه هغه سرګروپان (شپونکی او محمد) په سپين خوړ سيمه کې ووژل چې درې مياشتې د مخه يې دوه صرافان له جلال اباد ښاره د پيسو د ترلاسه کولو په موخه تښتولي او بيا يې وژلي وو. د دغو طالبانو د محاکمه کولو لپاره ځايي خلکو او د وژل شويو کورنيو ډېرې هڅې وکړې او په طالبانو يې فشارونه راوړل، څو دغه کسان ووژني.
ځايي ازاد خبريال اکرام وايي، اوس طالبان خلک او شتمن د پيسو تر لاسه کولو لپاره تښتوي، خو که چېرې خپل هدف ته ونه رسېږي بيا يې وژني.