سرچينې وايي، امريکا او طالب مخالفين د خبرو نوي پړاو ته د ننه شوي او طالبانو له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختم کړي، خو مرستو ته دوام ورکړي.
طالب مشران ملا محمد فاضل آخند، ملا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي له امريکايي پوځي باو برګډال سره چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نيولی و، د قطر په منځګړيتوب تبادله شول. اما دا د تعامل ظاهري اړخ دی، د پردې شاته له طالبانو سره د امریکا پیچلې رابطه په غوړېدو ده.
شنونکي وايي، کله چې افغان حکومت له بګرام زندان د طالب بندينانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه، د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا له سخت غبرګون سره مخ شول، خو اوس امريکا د افغان حکومت له مشورې پرته پنځه خطرناک طالب مشران خوشي کړي او دا د افغانستان ټيکاو ته کوم ګواښ نه ګڼي.
باخبره سرچينې وايي، د پنځو طالب بنديانو او يوه امريکايي پوځي تبادله د نويو ژمنو پر بنسټ شوې او دواړه لوري د خبرو نوي پړاو ته د ننه شوي دي.
د طالبانو د ريژيم دغه پنځه لوړپوړي چارواکي چې د امريکايي پوځي باو برګډال سره تبادله شوي، ملا محمد فاضل آخند، په شمال کې د طالبانو لوړ پوړی پوځي چارواکی، ملا نورالله نوري د بلخ والي او د شمال تنظيميه مشر، ملا خیرالله خیرخواه د هرات والي، ملا عبدالحق وثیق د کورنيو چارو وزير او د استخباراتو مرستيال، او مولوي محمد نبي يو صراف وو، چې وروسته په ګوانتانامو زندان کې په مهم کس بدل شو.
په ګوانتانامو زندان کې ۱۷طالب مشران له ۱۳ کلونو زنداني وو، چې پنځه يې د قطر حکومت په منځګړيتوب د امريکايي پوځي باو برګډال سره چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نيولی و تبادله شول.
سرچينې وايي، په دې برخه کې افغان حکومت او سولې عالي شورا هېڅ رول نه دی لوبولی، طالبان او امريکا مستقيماً خبرو ته ننوتي او امريکا له اصلي طالبانو سره خبرو ته ناسته ده.
د سرچينې په خبره له امريکا غوښتل شوي، چې په افغانستان کې بايد خپل نظامي حظور ختم کړي، خو له دې هېواد سره دې نورو مرستو ته دوام ورکړي.
شنونکی وحيد مژده وايي، د افغانستان تر ټاکنو د مخه طالبانو او امريکايي چارواکو خبرې پيل کړې وې، چې د دواړو لورو ترمنځ ګڼې ژمنې شوې دي. دی زياتوي له افغانستان څخه په ۲۰۱۶ کال کې د ټولو امريکايي پوځيانو ايستل هم د همدې ژمنو او د خبرو د نوي پړاو يوه برخه ده: ((د طالبانو او امريکا ترمنځ په خورا حساسو مسئلو خبرې شوې او دغه مسئلې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په پاره دي.))
ښاغلی مژده وايي، خوشې شوي، طالب مشران به تر يو کال پورې په قطر کې پاته شي، خو دوی له جريانونو هم لرې پاتې شوي او تر هغه پورې به ځانونه عيار کړي، يوازې د دوی خوشې کول د باور رامنځته کولو لپاره يو زمينه سازي وه. د ده په خبره کېدای شي، ځينې يې د خبرو په برخه کې رول ولوبوي:(( په دغه ډله کې ملا عبدالحق وثيق او مولوي خيرالله خير خوا سياسي کسان دي، چې د خبرو او سولې په برخه کې به ګټور پرېوځي.))
شنونکي وايي، کله چې افغان حکومت له بګرام زندان د طالب بندنيانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه، د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا له سخت غبرګون سره مخ شول، خو اوس امريکا خپله د افغان حکومت له مشورې پرته پنځه خطرناک طالب مشران خوشي کړي، خو دا د افغانستان لپاره ګواښ نه ګڼي.
شنونکي دا د تعامل ظاهري اړخ ګڼي او وايي د پردې شاته له طالبانو سره د امریکا پیچلې رابطه په غوړېدو ده.
د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، د افغان حکومت او امريکا له لوري د خوشې کېدونکو زندانيانو پرتله نشي کېدای، ځکه چې افغان حکومت له بګرام زندان نه د محکمې پر بنسټ بې ګناه کسان خوشې کول، خو امريکا ډېر خطرناک طالب مشران د افغان حکومت له مشورې پرته تبادله کړي دي: ((داسې ښکاري، چې ګويا دوی ته خپل يو پوځي تر ټول افغانانو مهم و.))
ښاغلی ځواک زياتوي، د افغان حکومت غوښتنه هم دا وه، چې دا کسان خوشې شي، خو پکار وه، چې افغان حکومت په اړيکه کې وای او افغان حکومت بايد له پامه ونه غورځول شي، ځکه سوله له افغان حکومت سره کېږي.
الحمدالله ثم الحمدالله چه دا قهرمان مجاهدین الله ج د کفارو له وحشی زندان څخه خلا ص کړه الله ج دي ټول مجاهدین له زندانو څخه را خلا ص کړي
نوری خبری یوې خواته ، خو ښاغلی ځواک کاملاً غیر مسولانه نظر لری ځکه کوم افغان حکومت؟ کوم افغان دولت؟ هغه چی د امریکایانو د بی ۵۲ جنګی طیارو او نظامی تانکونوسره پر افغان ولس وتپل سوه؟ او په سر کی یی تپلمشر کرزی؟ زه نه پوهیږم یو تعداد داسی کسان لکه ښاغلی ځواک چی وایی افغان حکومت یا افغان دولت ، دا کوم دولت یادوی، که ددې منظور دا دکرزی ګوداګی او رانیول سوی نوکر او پوشالی کړۍ وی، خوداهم دا امریکایان را وستلی او همداسی یی بیرته کوی، ځکه دوی د خپلی نوکری پیسې اخیستی دی نور کوم مشروعیت نلری ، دا دیارلس کاله راهیسی پر افغانانو څرنګه چور او تالان روان دئ، ولی ددې خپلی چور او تالان مخه نه نیسی ؟ زه نه طالب یم او نه هم له طالبه د دفاع نیت لرم اما واقعیت خو دادی چی طالبان د امریکایانو له خواه په هره پلمه چی وه دولت یی غیر قانونی را نسکور سوه حال داچی اصلاً د کرزی او ددوی دتیم دپاره لازمه نه چی امریکایانو سره د طالبانو ضد خاینانه جاسوسانو غوندی یو ځای سوی نه وای! طالبان افغانان وه ، افغانان باید خپلو کی سره جور راغلی وای، نه داچی د قدرت او چور او تالان دپاره بهرنی استخباراتو سره د خپلی خاوری پر ضد دسیسی او ملی خیانت ته لاس واچوی، کرزی او دده سره تول پوشالی تیم پدی ملی خیانت کی شامل دی او باید محاکمه سی او هیڅوک دوی ته مشروع حاکمیت نسی ویلای، کې څوک وایی هغه هم ملی خاین دی، اوس نو طالبان یواځی او یواځی باید له هغه سره خبری وکړی چی پر طالبانو یی حمله کړې او ملک یی تری اشغال کړیدی، نه د اشغالګرو او د هغوی د نوکرانو او جاسوسانو سره !حقیت تریخ دی خو باید ویی منو، مهمه د دی جاسوسانو ژوند او اقتدار یا زلت ندی، دافغانستان د آزادی ، خود ارادیت او ملی عملکردونه په تاریخ کی زمونږ حیثیت او اعتبار ته ارزش لری، ببرک کارمل هم دخپل ګوند سره خیانت وکړ او دنظار شورا د له هغه چی د زرګونو افغانانو دقتل او پاکستان ته د جاسوسی او بیا روسانوته دجاسوسی ملی خاینه دله سره یو ځای سو ، اوس یی دخلکو فیصلې ته نه دکارمل پوځ سته او نه یی دخاد استخباراتی تهدید! اما کله چی داکتر نجیب الله د افغانستان د ملی ګټو سره سم او مسولانه د ملی پخلاینی سیاست غوړه کړ او آن ځان یی لکه څرنګه چی د افغان ولس په وړاندی یی د سر دقربانی قسم کړې وو، هماغسی یی ځان قربان کړ اما خیانت ته یی ځان وړاندی نکړ ، نوم یی جاودان روح یی شاد او ځای یی جنت پردوس وی انشاء الله و تعالی
اصلا فکر کیږی چی په قطر کی د طالبانو د دفتر پرانیستل، بیا هلته د بیرغ پر سر ستونزه راولاړیدل، له افغان حکومت سره زړه بداوی پیداکول او بالاخره د افغانانو او طالبانو ترمنځ د اړیکو شلول ټول داسی څه وه چی په لوی لاس شوی او د افغان حکومت اړیکی له طالبانو سره سبوتاژ شوی تر څو بالاخره د طالبانو او امریکا تر منځ اړیکی ټینګی، خبری وشوی او یو کیدای شی چی په اخر کی سره یوی پایلی ته هم ورسیږی. په ټوله کی ویلو شو چی دا زمونږ د افغان دولت اوسیاست کمزورتیا وه
دمجاهدینو په را خوشی کیدو باندی خوښ یو خو امریکایان ډیر خائینین خلګ دي دوی ۱۳ کاله موږ ووژلو او دیارلس کاله یی دغه خلګ بندیا ن کړی وه خو نن ولی ددوي په نظر دغه د طالبانو غټ کسان داسی واړه راغلل چي په یوه ظابط باندی یی الیش کړل؟
موږ د خپلو افغان طالبانو د راخوشی کیدو سخت هر کلی کو خو دا وایو چي مړه دی وی امریکایان او مړه دی وی د پاکستان غلامان .
مننه
نجیب ا لله علیزی
Salam tolo watanwalo. ..
Amrikayan na talib na karzai, na mahqeq, na masoud na dustam da che tol afghanan e pa wino ke dob kral aw da insanayat pa stargo na wartagori .Doy da yaw khpal watanwal khoshidal che pa har qemat wi doy e Pa maidan na prigde.
Ka nor sa nawi , la kharijayano de afghanan zda kra waki che mog da islam dawi kawo kho amal mo da kofaro na der bad da. Da nan wahkt mashirano kho afghanan pa jahan ki washarmawl aw hamdagha mmashiran wo che la awala tar osa pore da kpal naas da marawalo pa khatr os ham khoshash kawi che nor ham afghanan la masibatono sara makh kri…..