اباسین بریال –

عطا محمد نور خپل کاندید ډاکتر عبدالله ته ویلي، چې که اجرايوي پوست پنجشیر ته ورکول کېږي، امنيتي ارګان به خامخا غیر پنجشیری اخلي.

د اختلاف دویم ټکی په حکومت کې د مارشال فهیم د ملګرو او د اپوزیسیون د نورو قوماندانانو ترمنځ دی، چې ادعا کوي، د بسم الله خان په څير کسان چې اوږد مهال په پوزیشن کې پاتې شوي، اوس به یې ځایونه نورو جمیعتیان ډکوي.

سره له دې چې د ملي ترکیب د ساتنې لپاره عبدالله عبدالله په خپل ټیم کې له ده سره د یوځای شوو کاندیدانو په خوشاله ساتلو ټینګار کوي، د شمالي ټلوالې ډېری قوماندانان هغوی ته په نوي حکومت کې په حداقل ونډه هم قایل ندي، ځکه چې د دوی رایې د عبدالله عبدالله لپاره برخلیک ټاکونکې نه وې.

په داسې حال کې چې له احتمالي ګټونکي ډاکتر غني سره د واک پر ویش خبرې بېخونده او عبدالله عبدالله خپل امتیازات حد اقل ويني، پخپله د همپالنې په ډله کې د اعتمادي او لومړۍ ردې مشرانو ترمنځ ژور اختلافونه ددغه جوړښت ستنې لړزوي.

ظاهراً‌ د عطامحمد نور له خوا په اعتراضونو او مقابلې سره د عبدالله د سیال ننګول عبدالله ته د تکیې په عنوان ګڼل کېږي، اما اساساً عطامحمد نور له دې وروسته له عبدالله عبدالله سره تر ډاکتر غني په مراتبو ژور ستونزې لري. یوه له دې ستونزو داده، چې عطامحمد نور ځان د عبدالله د رایو د بانک په حیث ویني او په جميعت کې د غیر پنجشیري د ونډې استازولي خپل حق ګڼي. معلومات په ډاګه کوي، چې اجرايوي پوست ته د یونس قانوني له نوماندۍ سره عطامحمد نور له عبدالله غوښتي چې پنجشیریان د اجرايوي پوست او امنیتي ارګان ترمنځ یوازې یو یې اخستلی شي. د عطامحمد نور د ادعا له مخې چې دویم غوراوی به دده له خوا کېږي او کاندید به یې غیر پنجشیری وي.

بل لور ته په جمیعت کې دننه هم ځينې مخکښ کسان چې تېر یوولس کاله له حکومت څخه د باندې وو، ادعا لري، چې د بسم الله محمدي په څير د مارشال فهیم نږدې ملګري دې نور نو دولتي مقامونه تر یوې بلې دورې دوی ته پریږدي. په شمالي ټلواله کې مارشال فهیم ته وفاداره کسان چې له یوې لسیزې یې په حکومت کې په مهمو مقامونو کار کړی، په وروستیو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله برجسته او ځواکمن کمپاینران وو، خو مقابل لور یې ادعا لري، چې په نوې دوره کې دې د جمیعتیانو ترمنځ په پوزیشن او اپوزیسیون کې د واک تعادل مراعات شي.

د تفتیش د پروسې په ترڅ کې د واقعي رایو د وضعیت له څرګندیدو سره په همپالنه ټيم کې څه نورې نااټکل شوې ستونزې هم راولاړې شوې دي. د عبدالله عبدالله رایې د لومړي دور په تړاو د ادعاوو په نسبت په دویم هغه کې ډېرې کمې ثابتې شوې. د حضرت علي په کور کې په جوړه شوې وروستۍ غونډه کې د بلخ والي عطامحمد نور په صریح ټکو وویل، (( له هغو محترمو کاندیدانو مننه چې د ټاکنو په دویم دور کې له موږ سره یوځای شول، دوی په مجموعي ډول یوازې ۴۷۰ زره رایې راوړې دي.))

د عطامحمد نور دا څرګندونې زلمي رسول، استاد سیاف او ګل اغا شیرزي ته ښکاره اشاره وه، چې د رایو فیصدي یې له شمالي ټلوالې سره د څوکیو د ویش معیار نه پوره کوي. داکتر عبدالله عبدالله خپله هم د عطامحمد نور د دا ډول څرګندونو په لالچ کې دی، ځکه چې نوموړي دویم دور ټاکنو ته ترتګ مخکې له یادو کاندیدانو سره د واک د ویش عمومي پروتوکول لاسلیک کړی او هم یې له دوی څخه یوازې د ترکیب د جوړېدو تمه لرله نه د رایو د نااټکله ډېرښت.

د همپالنې ټیم یوه سرچینه وايي، امرالله صالح یوازینی کس دی، چې د جدي چلند له کبله له صحنې ایستل شوی اما عطامحمد نور او د مارشال فهیم ملګري د خپلو ونډو لپاره په مخ کې غټې شخړې لري.

عبدالله عبدالله له دغه وضعیت څخه سخت ځورېږي، خو لاندی توانېدلی، چې د خپلو ملګرو ترمنځ درېیمه لاره وباسي او یا له خپل سیال سره د ټاکنو لانجه په معقوله توګه حل کړي. هرڅومره چې د همپالنې د غړو ترمنځ د ونډو د ویش پرسر ناندرۍ زیاتېږي، عبدالله اړ کېږي چې له خپل سیال څخه ډېر څه وغواړي.

انتخاباتو ته ورپیښ وروستی ګواښ دادی، چې که عبدالله د همپالنې د ټيم داخلي‌ نزاکتونه یو طرفه نکړي، نو د رایو د ابطال پروسې پروړاندې د مزاحمت په مټ به د همپالنې له داخلي درځونو څخه د خلکو پام په بله اړولو کوښښ وکړي او یا به د ټاکنو د پایلو د بحراني کولو په مرسته د همپالنې داخلي ثبات ته نجات ورکړي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: عبدالله د خپلو ملګرو اختلاف ته ځوريږي”
  1. هغه دچا خبره وای چی د…….. خوژه دوستی خو په ویش(تقسیم یی ) ورمه شی.

  2. وطن فروشان دوطن فروشي به فكر كي دوطن دوستانو به مقابل كي خندونه اجوي
    اي لويه خدايه هر خوك جه دوطن دابادي او دوطن دنجات به مقابل كي خندونه اجوي ته ءي دقا رون به شان غرق كري او أفغان اولس ته تري نجات وركري . امين يا رب العالمين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *