په مارجه، نادعلي او ناوه کې د نامسووله وسله والو ډلو پټو تحرکاتو ځايي خلک وېرولي دي. راپورونه په ډاګه کوي، چې نامسوول ګروپونه د یادو سیمو د بې ثباته کولو لپاره په وسلو سمبال شوي او د طالبانو په جامه کې وخت ناوخت لارو کوڅو ته راوځي، خلک تهدیدوي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.

په هلمند کې یوه امنیتي سرچینه هم تاييدوي، چې د یادو سیمو خلکو دا ډول معلومات ورسره شریک کړي دي.

ځايي خلک ادعا کوي؛ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ملاتړي هغه قوماندانان او زورواکي په یادو توطیو کې ښکېل دي، چې په کابل کې مېشت دي او ځينې یې د حزب اسلامي‌ ځايي مشران هم دي.

هلمند ولایت تر یوې اوږدې چوپتیا وروسته وروستۍ یوه میاشت له سختو ناامنیو سره لاس اوګریوان شوی دی. په سنګین، نوزاد او موسی کلا کې افغان او بهرنیو طالبانو د نشي توکو د قاچاقچیانو په مالي او تخنیکي ملاتړ د افغان امنيتي ځواکونو پرضد اوږده جګړه وکړه. اوس امنيتي سرچينې وايي، چې وسله وال مخالفین یې په شا تمبولي او سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده، خو بل اړخ ته د هلمند خلک په نورو سیمو کې د بل ډول ناامنيو له پراختیا په وېره کې دي.

په مارجه، نادعلي او ناوه کې چې مرکز لشکرګاه ته نږدې موقعیت لري، نوې وسله والې ډلې راپورته شوې او ځايي خلک او سرکاري مامورین تهدیدوي، د شپې له خوا ګرځي او ځينې کسان یې نیولي او له ځان سره بېولي هم دي.

د دوی په خبره په یادو ډلو چې شمېر یې لسګونه ته رسېږي نوې وسلې ویشل شوې او د طالبانو په جامه کې یې سرونه راپورته کړي دي.

ددغو نامسووله وسله والو ډلو مشران د سیمو پيژندل شوي پخواني‌ وسله وال دي، چې د هلمند له زورواکو او کابل مېشتو قوماندانانو سره اړيکي لري.

ځايي خبریالان وايي، هغه هلمندي‌ مشران قوماندانان چې د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډلې غړي دي ددغو نامسوله وسله والو په بسیج کې لاس لري او په خبره یې چې د دغه انتخاباتي‌ کمپ له اعتراضونو او له حکومت سره له اړیکو خرابېدو وروسته په هملند کې یې فعالیتونه زیات شوي دي.

په هلمند کې یوه امنیتي منبع تاييدوي، چې له نادعلي او مارجې څخه د نامسووله وسله والو ډلو د انتظام او تحرکاتو په اړه ځايي خلکو راپورونه ورکړي دي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ځايي زورواکي او قوماندانان یې اوږد مهال یو دبل پروړاندې درېدلي، د نشي توکو له قاچاقچیانو سره یې اړيکي ژور دي او د مجاهدينو د واک پرمهال یې سختې خپل منځي‌ مقابلې هم کړې دي.

د طالبانو د واک پرمهال د هلمند ځايي جهادي ‌قوماندانان له صحنې وشړل شول، خو  په تېرو دولسو کلونو کې د غه قوماناندان یوار بیا د هلمند ولایت په تمام عیارو مالکانو او حاکمانو بدل شوي دي. سره له دې چې ددوی ښکاره وسله والې ډلې د بې وسلې کولو له پروګرام سره یوځای شوې او خپله ولسي جرګې، سنا مجلس ته راغلل او ځینې په دولتي مقامونو وګمارل شول، ‌خو په دغو قوماناندانو تور دی، چې خپلې وسله والې ډلې یې ساتلې، د هلمند په مصنوعي ناامنیو کې لاس لري او نامسول وسله وال ګروپونه په دولت د فشار د وسیلې په توګه کاروي. داسې بېلګې هم شته، چې د هلمند ولایت یو ځواکمن جنګسالار شخصي ځواکونو پنځه کاله وړاندې د طالبانو په نامه په لشکرګاه ښار برید وکړ، خو ددولتي ځواکونو د مقابلې له امله او د توطیې د افشا کېدو له کبله دغه ښار له سقوط څخه وژغورل شو.

ځايي خلک وېره لري،‌ که دولت ددغو کسانو په مهار کولو کې جدي‌اقدام ونکړي، هلمند ولایت به ډېر ژر د نورستان په برخلیک اخته شي، چې دطالبانو په نامه هرڅوک پکې د وسله والو ډلو جوړښتونه فعالوي او د خپلو  پټو موخو لپاره یې له دولت سره جنګوي.

ځايي خبریالان ګڼي، چې د همپالنې ټيم د احتمالي ناکامۍ له وېرې دا مصنوعي ناامنۍ د هلمند ولایت لپاره خطرناکه اینده لرلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *