عطا محمد نور

د همپالنې ډلې مخالفتونه نور د انتخاباتو د ګټونکي ټيم د کار مخه نشي نیولای، خو د مشروعیت د زیانمنولو لپاره نوې دنده ورکړل شوې ده.

معلومات په ډاګه کوي، چې ملګري ملتونه به په غوښتل شوي مهلت کې د ټاکنو د نتیجې پلوي وکړي او تحلیف به ترسره شي، خو ورسره جوخت به د همپالنې ځينې غړي خورې ورې هڅې پیل کړي. په دغو هڅو کې ترټولو مخکښ کسان د بلخ والي عطا محمد نور او محقق دي، چې لومړنی به یې د اپوزیسیون په نوم د ناراضیانو د ډلې مشر شي او دویم به هم حکومت کې نسبي ونډه واخلي اوهم به د حکومت د یو معترض په توګه په صحنه کې فعال وي.

عبدالله عبدالله به په نوي حکومت کې د اجرايوي مشر په توګه خپله دنده اشغال کړي، خو لاڅرګنده نده، چې دا به د حکومت له پیل سره سم وي، یا څو میاشتې وروسته.

له هغې وروسته چې په همپالنه ډله کې د واک پر ویش ناندرۍ ګرمې شوې، دغه ډله له ټاکنو پایلې او له تحول ټيم سره د سازش هېڅ سر نشي وړلای، ددې ستونزې یو لامل په همپالنه کې د واک د ویش پرسر بې نظمي په ګوته شوې او همدې بې نظمۍ د شمالي ټلوالې مخښکان په بېلابېلو لارو روان کړي دي.

د معلوماتو له مخې همپالنې منلې، چې ټاکنې یې بایللې دي، خو په یووخت هم باید حکومت کې ونډه ولري او هم باید یو ستر اپوزیسیون رهبري کړي. د ځینو سرچينو په وینا، چې د تشکیلاتي انتظام لپاره همپالنه له بیرونیو کړیو دستور اخلي.

په تازه کې عطامحمد نور د اعتراضونو او لاریونونو ګواښ کړی او هم ادعا کوي، چې ځینې ادارې به لاندې کړي، خو د نوموړي دا شعار یوازې د یو مزاحمت تر حده ګڼل شوی او د واک انتقال نشي ټکنی کولای. نوموړی چې له عبدالله سره د سیاست په روان روال کې وران شوی،‌ غواړي د پنځو وروستیو کلونو لپاره د اپوزیسیون د مشر په توګه پاتې شي او د مشروعیت له اړخه د همدې ټاکنو په استناد د ښاغلي غني حکومت وننګوي.

د همپالنې بل نفوذ لرونکی مشر محمد محقق دی، چې له بهرنیو رسنیو سره هر مازیګر په خپل کور کې مرکې کوي، دی که څه هم په پاروونکو خبرو د همپالنې فشارونو ته قوت بښي، خو معلومات په ډاګه کوي، چې په نوي حکومت کې د واک د تصاحب لپاره یې له عبدالله عبدالله سره هم پرخپله ونډه بارګین کړی دی. دی چې خپله په نوي حکومت کې د کار کولو لېوال ندی، ځینې کسان به نوي حکومت کې ځای پرځای کړي، خو خپله به د حکومت د منتقد په توګه پاتې شي، چې لاره به یې له عطامحمد نور څخه جلا وي.

امرالله صالح چې عطامحمد یې د شنو معترضانو د مشر په توګه معرفي کوي اوس له همپالنې په څنګ شوی دی، لا واضح نده، چې ددې فاصلې لامل به څه وي، خو نوموړی تمایل لري، چې له ولسمشر کرزي سره د یو بل اپوزسیون غړی شي، چې ده ته د جنګسالارانو د اپوزیسیون په نسبت سالم هغه ښکاري.

په همپالنه کې د خوابدیو یو لامل بې باورۍ دي، د عبدالله عبدالله په اړه ادعا کېږي، چې له خپل انتخاباتي سیال سره د مذاکراتو جزیات له خپلو پلویانو سره نه شریکوي. دی چې له اجرايوي پوست سره په اوسني کيفیت موافق دی، اما د خپلو پلویانو د پاشل کېدو له وېرې ښايي واک ته په ځنډ ننوځي او په دې توګه د ځان په تړاو د همپالنې او شمالي ټلوالې په منځ کې شکونه راکم کړي.

د همپالنې ډلې له وروستیو دريځونو ښکاري، چې داخلي ستونزې او اختلافونه او تر یوې کچې بیروني فشارونه ددې سبب شوي، چې خپل دريځ هغسې په قوت او غوڅ اکثریت مطرح نکړای شي، لکه د ټاکنو د پایلو په اوایلو کې یې چې په ډاګه کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *