د ناامنيو د ډېرښت له امله د غزني ښار ډېری اوسېدونکې کورنۍ له ښاره تېښتې ته اړ شوې دي.
ځايي خلک وايي، د محلي ادارو او امنيتي ارګانونو د نه همغږۍ او په ځینو مواردو کې له طالبانو سره اړیکو، غزني ښار د طالب اورپکو په ستر پټنځای بدل کړی، هره ورځ د نامعلومه وسله والو له لوري دولتی مامورین او مخور وژل کېږي.
راپورونه وايي، وسله والو طالبانو له هلمند او کندهار وروسته د غزني قره باغ ولسوالي تر ډله ييزو بريدونه لاندې نيولې او په یوه اخري پېښه کې سيمه ييزو پوليسو درې امنيتي پوستې د معاملې پر بنسټ طالبانو ته سپارلې دي.
له تېرې يوې نيمې ورځې راپدېخوا تر ۳۰۰ زياتو وسله والو کورنيو او بهرنيو طالبانو د غزني په قرباغ ولسوالۍ بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.
ځايي خلک وايي، دا سیمه دوه کاله محلي پوليسو ساتله، خو اوس حکومت د دغه ځواک له مرستې لاس اخیستی، د سیمه ییزو پولیسو په دريو پوستو یې له طالب اورپکو سره معامله کړې ده.
د غزني د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکتر ظهير وايي، قرباغ مرکزي او لويه ولسوالي ده، چې په دې وروستيو کې د طالبانو په خورا ستر مرکز بدله شوې ده. دی وايي، محلي چارواکي له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي او ډېری لوړپوړي محلي چارواکي د طالبانو خواخوږي دي.
د ښاغلي ظهير په وينا، تر دې ور اخوا د غزني ښار هم له يوه سخت برخليک سره مخ دی، د بې غږه توپنچو په مټ په ښار کې وژنې کېږي او هره ورځ په ښار توغوندي راوريږي: (( يوازې له اختر راپدېخوا ۷۷ دولتي کارکوونکي او قومي مخور په ښار کې په نښه شوي. چارواکي د دې لپاره چې نوم يې بد نشي، دا شمېرې ټيټې ښيي او ددې ټولو مسووليت د ولسواليو د امنيه قومندانانو او لوړ پوړو ځايي چارواکو په غاړه دی، چې له طالبانو سره لاس لري.))
يوه ځايي خبريال محور ته وويل، پټې وژنې خپله امنيتي کسان هم کوي، چې په تېرو څو اونيو کې يې درې کسان چې له طالبانو سره يې هېڅ راز اړيکي نلرل ووژل. سرچينه وايي، د غزني امنيه قومندان د صحرايي محکمو له لارې وژنې کوي: ((ډېری پېښې ځنځيري بڼه لري او په دغو پېښو کې ددې ترڅنګ چې طالبان ښکېل دي، يوشمېر نورې استخباراتي کړۍ هم لاس لري او غواړي په غزني کې د وېرې فضا رامنځته کړي.))
د غزني ولايت اوسېدونکي وايي، په غزني ښار کې خلک ترور او وژنو دومره وارخطا کړي، چې د ښار پرېښودو ته اړ شوي، بېرته ولسواليو ته کډې باروي او يا هم د سر ساتنې لپاره نورو ولايتونو ته پنا وړي.
وروستۍ پېښه دوه اونۍ د مخه په غزني ښار ډله ييز بريد وو، چې څلویښتو مارکېټونو او زرو دکانونو ته پکې زيان واوښت،چې زخمیان یې د افغانستان د ناامنۍ د پیښو تر ټولو زیات وو.
ځايي اوسېدونکي پړه په چارواکو اچوي، چې له طالبانو سره خواخوږي لري او ددې خواخوږۍ په بدل کې يې ښار په سور تنور اړولی دی.
د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مشر خليل هوتک وايي، ددې ترڅنګ چې ښار نا امنه دی، ګيرو، اجرستان، زنخان، خوګياڼي او واغظ هغه ولسوالۍ دي، چې يوازې د ولسواليو ودانۍ د دولت په ولکه کې دي. دی زياتوي، ناوه په بشپړه توګه د مخالفينو په ولکه کې ده، اندړو، قرباغ خواجه عمري او رشيدان بيا نيم له دولت سره دي او نيم له طالب اورپکو سره.
د راپورونو له مخې، دا مهال د غزني د امنيت لپاره کابو ۶۰۰۰ امنيتي ځواکونه ګومارل شوي دي.
خو ددې پر ځای چې د غزني امنيت کابو شي، ورځ تر بلې خرابيږي او دغه پړه په ځايي چارواکو او رهبرۍ اچول کېږي، چې نه غواړي مخه يې ونيسي.
ځايي اوسېدونکي وايي، والي د ولسي پاڅونونو پر وړاندې خنډونه جوړول او د محلي پوليسو د کارونو مخه يې نيوله، ګني د غزني سترې ولسوالۍ د ولسي پاڅونونو او محلي پوليسو په وسيله خوندي کېدای شوای.
د غزني امنیه قوماندان زړور زاهد نه یوازې چې ځواب ویلو ته تیا نه و، د محور خبریال یې هم ښکنځلی دی.
Ghazni police chief commander Zhrawar zahid is the most brutal face in Ghazni history actually when he arrest someone doubtful he doesn’t let him alive he kills on the spot actually Ghazni city is a place where everyone tries to evacuate somewhere Ghazni police chief commander Zhrawar zahid is the most brutal face in Ghazni history actually when he arrest someone doubtful he doesn’t let him alive he kills on the spot actually Ghazni city is a place where everyone tries to evacuate somewhere Ghazni police chief commander Zhrawar zahid is the most brutal face in Ghazni history actually when he arrest someone doubtful he doesn’t let him alive he kills on the spot actually Ghazni city is a place where everyone tries to evacuate somewhere Ghazni police chief commander Zhrawar zahid is the most brutal face in Ghazni history actually when he arrest someone doubtful he doesn’t let him alive he kills on the spot actually Ghazni city is a place where everyone tries to evacuate somewhere safe.
And Ghazni Governor Musa khan Akbar zada where he is f
محترمو زاهد ده که بی زړه ده دقرباغ ولسوالي قوماندان سره له طالبانو ملګري دی شه طالب وینی خو څه نه ورته وایی ځکه ددجیب ته بیا خطر پیشیږي الله دي تباه کړي چی دوي خلک تباه کوي دقرباغ ولسوالي قوماندان خو مکمل طالب ده روږه ماتونه یی ډیرولیدلي چی طالبانو ته یی ورلیږلي الله دي هدایت ورته وکړي انشالله چی ډیر ږر به نسکور شی همدا فاسد خلک