د کانونو وزارت له لوري خصوصي سکتور ته د ۴۹ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوې د غوري سيمنټو فابريکه د ماليې او برېښنا د محصول له ورکړې سرغړونه کوي، چې يوازې د برېښنا له درکه ۱۹۰ميليونه افغانۍ پوروړې ده.

پېټروليم کمپنۍ، چې دغه فابريکه په اجاره اخستې، هغه شرايط لاهم ندي پوره کړې، چې په تړون کې لاسلیک شوي و. اوس په پام کې ده د غوري سيمنټو فابريکې دريمه برخه بيا داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د غوري سيمنټو فابريکه په ۲۰۰۶ کال کې خصوصي سکتور ته د کانونو وزارت له لوري د ولسمشر د فرمان له مخې سپارل شوې ده.

په افغانستان کې رغنيزو چارو دغه هېواد په سيمه کې د سيمنټو پر يوه لوی واردوونکي هېواد بدل کړی او په کال کې شاوخوا شپږ ميليونه ټنه سيمنټ مصرفوي. د غوري سيمنټو د توليد فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۰ ټنه سيمنټ توليدوي، چې له ۶۰ نه تر ۷۰ سلنې پورې يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې مصرفېږي.

د کانونو وزارت د معلوماتو پربنسټ ياد وزارت اوه کاله د مخه  د ۴۹ کلونو لپاره دغه فابريکه پېټروليم کمپنۍ اې ای سي ته سپارلې ده.

د کانونو وزارت وياند رفېع صديقي محور ته وويل، دغه قرارداد د پخواني وزير انجينر عادل له لوري شوی، چې ډېرې زياتې ستونزې لري او هېڅ ډول نړيوال سيمه ييز او نور معيارونه په پام کې نه دي نيول شوي. دی وايي، هغه هوکړه چې شوې وه او شرطونه ايښودل شوي وو، پېټروليم کمپنۍ نه دي عملي کړي: ((په ټوليزه توګه د لومړۍ او دويمې فابريکې فعالول، چې د اوو کلونو په تېرېدو سره ايله د کمپنيۍ يوه برخه فعاله شوې ده. همدارنګه ټاکل شوې وه، چې ياد شرکت به د فابريکې پياوړتيا ته پام کوي، اقتصادي او تخنيکي مطالعات به تر سره کوي، خو داسې نه دي شوي. په تړون کې ويل شوي وو، چې څلور کانونه کرکر، دودکش، آهن دره  او خورد درې ته به پراختيا ورکول کېږي او کار به پرې تر سره کېږي، چې دا هم نه دي تر سره شوي.))

ښاغلی صديقي وايي، ددې کمپنۍ د قرارداد په اړه وزيرانو شورا ته معلومات ورکړل شوي او په پام کې ده، چې د غوري سيمنټو دريمه برخه داوطلبۍ ته وړاندې شي.

په ماليې وزارت کې د تصديو د برخې مسوولين وايي، کله چې د کانونو وزارت له لوري د غوري سيمنټو فابريکه په اجاره ورکړل شوه، نو شريکانو يې بيا د ماليې له تحويلولو ډډه کړې، چې دغه مسئله وزيرانو شورا ته هم وړاندې شوې ده.

په بغلان کې يوه ازاد خبريال چې په دې تړاو يې څېړنه کړې، محور ته وويل، ددې تر څنګ چې ددغه فابريکې مسوولين ماليات نه تحويلوي، د صفايۍ او نور اړونده لکه د برېښنا او د ښاروالۍ لګښتونه هم نه تحويلوي، چې يوازې د برېښنا له درکه ۷۰ ميليونه افغانۍ پوروړي دي، چې دا د افغان حکومت د اقتصاد لپاره يو ستر ګوزار دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د کانو وزارت ويلي وو، چې ډېر ژر به دغه قرارداد له سره وارزوي، ځکه چې په دغه قرارداد کې شته نيمګړتياوو په هېواد کې د سيمنټو د زيات توليد مخه نيولې ده.

شنونکي وايي، د غوري سيمنټو فابريکه د يوې ناسمې معاملې په ترڅ کې خصوصي سکتور ته سپارل شوې، چې ګټه وټه يې د بل جيب ته ځي. دوی وايي، هغه عوايد چې له دې درکه د افغان حکومت تر لاسه کولای شوی، له بلې لارې يې نشي تر لاسه کولای.

د افغانستان د سيمنټو د دوه نورو فابريكو تر څنګ، چې يوه يې په هرات او بله يې په جبل السراج كې ده، د غوري سيمنټ يوازينۍ فابريكه ده، چې په دې هېواد كې له لسيزو جګړو وروسته په دغه پيمانه توليدات لري.

ددې فابريكې د برېښنا اړتياوې د غوري برېښنا كوټ برابروي، چې د پلخمري د ښار په شمالي څنډه موقعيت لري.

د غوري برېښنا کوټ مسوول انجينير غلام حسين حيدر وايي، د غوري سمنټو فابريکه چې د دولت په واک کې وه، د برېښنا له اړخه ۱۱۸ ميليونه افغانۍ پوروړې ده. دی وايي، دغه پور بايد کانونو وزارت پرېکړي، چې د کلونو په تېرېدو سره يې هم نه دی پرې کړی.

ددې فابريکې يوه مسوول کس محور ته د نوم نه اخستلو په شرط وويل، د ۱۱۸ ميليونه افغانيو پور تر څنګ د سيمنټو ددې فابريکې نوي شريکان هم تر ۱۰۰ ميليونو افغانيو پوروړي وو، چې په ډېرو ستونزو سره ۳۰ميليونه افغانۍ ترې اخستل شوې او ۷۰ ميليونه پرې پاتې دي.

بلخوا د غوري سيمنټو فابريکې عامل رييس اسلام الدين احمدي محور ته وويل، له ۹۰ ميليون افغانيو پور څخه يې ۵۰ ميليونه  تحويل کړی دی :((هرې دوې مياشتې وروسته د ۱۴ لکو بېل تر څنګ نيم ميليونه پور هم ورکوو، چې دغه پورونه هم د خلاصون په لور دي، خو له ښاروالۍ سره کوم راکړه ورکړه نه لرو.))

دا فابريكه ۵۰ كاله وړاندې د هغه وخت د چكسلواكيا هېواد په مرسته جوړه شوې وه او په ۲۴ ساعتونو كې يې د ۴۰۰ ټنو سیمنټو د توليد وړتيا درلوده، خو د مسوولينو په وينا يې اوس يې د توليد كچه ۱۲۰۰ ټنه ته لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *