نذیراحمد سهار –
له میمنې نه قیصار او نورو سرحدي سیمو ته له تېلو ډک ټانکرونه ځي او هلته د وسله والو جنګیالیو په نوبت ولاړ موټرسایکل ترې تغذیه کیږي.
سرچينې وايي، په سیمه کې یو شمېر سرحدي پولیس له هغو ډلو سره همکاري لري، چې په فاریاب او د ترکمنستان په سرحدي سیمو کې ناامنیو ته لمن وهي.
فاریاب اوس هغه نقطه ده، چې د چین- ترکمنستان د اړیکو د هدف ګرځونې په خاطر د بې ثباتۍ راتلونکی مرکز ثابتېدای شي. د طالبانو په لیکو کې هغه ترکمن، ایغور او ازبک جنګیالي، چې د وزیرستان، سوریې او لیبیا په جګړو کې روزل شوي، ددې نوې لوبې بلد لوبغاړي دي.
د ترکمنستان پولې ته څېرمه فاریاب ولایت د جګړې په یوې نوې ستراتیژيکې نقطې بدلیږي.
قیصار، المار، غورماچ، شیرین تګاب او د دغه ولایت سرحدي سیمه قرقین له تېرو څو کلونو راهیسې د ازبک او ترکمن جنګیالیو د فعالیت مرکزونه دي. د امنیتي ادارو څیړنې ښيي، چې دلته وضعیت د پخوا په پرتله پېچلی شوی دی. دا احتمال شته، چې فاریاب د شته وضعیت په دوام کې په «دویم وزیرستان» بدل شي.
فاریاب له شمال او شمال لویدیځ اړخه له ترکمنستان سره اوږده پوله لري.
د پولې پورې غاړې ته قومي ترکیب ازبک او ترکمن دي، چې غوڅ اکثریت یې د ترکمنستان د پخواني ولسمشر صفر مراد نیازوف د واکمنۍ پر وخت له عشق اباده خوابدي دي. دغه قومي ترکیب د ترکستان او ازبکستان اسلامي غورځنګونو لپاره د نفوذ سیمې ګڼل کیږي.
عشق اباد د بې پلوه سیاست له مخې په سیاسي او پوځي تړونونو کې غړیتوب نه لري، دفاعي او امنیتي ځواکونه یې خورا کمزوري دي. د جنګیالیو یوه وړه ډله هم ددغه هېواد ثبات ګواښلای شي. ترکمنستان په تېرو ۱۳ کلونو کې کوښښ کړی، چې له افغانستان سره ښه اړیکي ولري او افغان ترکمن د خوراکي توکو د مرستو، برېښنا او د بیا رغونې د پروژو له لارې په پوله کې د ثبات ټینګښت ته وهڅوي.
تېرکال دوی د قرقین سیمې یو مخور قوماندان قربان دوردي هڅولی و، چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي. دوردي په دې چاره کې بریالی شوی و، خو اوس داسې اټکل دی، چې په دې سیمه کې د ملا عمر طالبان نه، بلکې د ازبکستان او ترکستان د غورځنګونو په څېر ازبک او ترک توکمه جنګیالي جنګیږي. ملامحمد عمر د خپلې واکمنۍ په وخت کې له عشق اباد سره ښه اړیکي درلودل او دغه اړیکي د سولې خبرو په ګډون، دواړو اړخونو تراوسه هم خوندي کړي دي. د تېر کال په حوت میاشت کې، چې له بادغیس نه پر ترکمن پوله ساتو کوم برید وشو، طالبانو سملاسي اعلان وکړ، چې ددوی جنګیالي پکې لاس نه لري.
ترکمنستان د ګازو او انرژۍ د یوه ستر صادروونکي هېواد په توګه د سیمې په اقتصاد کې فعال رول لوبوي. د چین ۵۱ په سلو کې ګاز له ترکمنستان نه تامین کیږي. چین لا هم د انرژۍ د یوه ستر مصرفي هېواد په توګه له ترکمنستان سره د ډاډمنو انرژیکي لارو په لټه کې دی. پیکنګ ته د عشق اباد د ګازو او انرژۍ کلني صادرات تر ۴۴میلیارده مکعب مترو رسیږي او داسې اټکل دی، چې په ۲۰۲۰ کال کې به دغه کچه ۶۵میلیارده مکعب مترو ته لوړه شي. په ترکمنستان کې د چین دا او ګڼې نورې اقتصادي پروژې ددې لامل ګرځېدلې، چې د منځنۍ اسیا په دغه ګاز صادروونکي هېواد کې د چین نفوذ له اقتصادي برخې نه سیاسي او پوځي برخې ته هم وغځیږي. د ترکمنستان پوځي دکتورین په بې طرفۍ او دفاعي سیاست ولاړ دی، خو چین یې په نظامي برخه کې یوازینی او ستراتيژیک ملګری دی.
په دې نږدې وختونو کې د ترکمنستان له ګالکینیش ګازي حوزې نه، چې د اروپا پر لور کومه نل لیکه غځیږي، چین پرې مسلط دی. اروپايي هېوادونه دا نل لیکه د روسیې پر ګازو د اتکا کمولو په موخه غځوي. د ځمکنیو ذخایرو له اړخه د منځنۍ اسیا په یوه شتمن هېواد کې د چین دغه مخ پر وده نفوذ، امریکا او اروپايي هېوادونه دې ته اړ باسي، چې ددغه نفوذ د مخنیوي لپاره پر متبادلو لارو کار وکړي. یوه متبادله لاره همدا ده، چې په یوه خاصه سیمه کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو له لارې په سیمه کې د لویدیځ د تسلط لپاره لارې اوارې شي. فاریاب هغه نقطه ده، چې د چین- ترکمنستان د اړیکو د هدف ګرځونې په خاطر د بې ثباتۍ راتلونکی مرکز ثابتېدای شي. دلته میشت یو شمېر سیمه ییز پولیس او د طالبانو په لیکو کې هغه ترکمن، ایغور او ازبک جنګیالي، چې د وزیرستان، سوریې او لیبیا په جګړو کې روزل شوي، ددې نوې لوبې لپاره ښه او بلد لوبغاړي دي. دغو لوبغاړو ته سر له اوسه له میمنې نه په ټانکرونو کې تېل وړل کیږي او د جنګیالیو په سلګونو موټرسایکل ترې تغذیه کیږي.
دې ژورتیا ته په پام سره، افغان خاورې ته د ترکمنستاني ځواکونو د ۵۰ کیلومټره ننوتلو ادعا هم له تبلیغاتي اړخه بې ارزښته نه ده.
ډیره ښکلی لیکنه یې کړې ده. په رښتیا هم دلته په دې سمه کی یوځل بیا د چین، امریکا او روسیې سیالي په شروع کیدو ده. د افغانستان د سیاست او ډپلوماسۍ چلوونکي باید ورته خورا متوجې وي.
ما دا لیکنه او تحلیل تر پایه ولوست. له محور او لیکوال نه یې مننه. زه چی فکر کوم د نورستان او فاریاب دواړو ولایتونو په هکله داسې یوه ویره موجوده ده. هلته چې تر کوکه حده ما لیدلي او په خپله زه د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره غزیدلی یم، دا مساله یې تایید کړې ده چی د طالبانو په نامه یوه نوې ډله راوتلې ده. الله دې ملت او ولس ته خیر کوي
د فاریاب د وضعیت په اړه ویل کیږي چی د راسخ ترمشری لاندی پلاوی هلته تللی و او ویلي یې دي چې دلته یوه اډه جوړیږي چې طالبان به پکی له دی ځایه ترکمنستان او نورو ځایونو ته د تګ تابیا او روزنه مومی. د افغانستان معضله یوازی د طالبانو شتون نه دی بلکې دلته نور قوتونه هم موږ ته غله دي. داسی ښکاري چی د امریکا راتلونکی هدف ترکمنستان او د منځنۍ اسیا له ذخایرو ډک هیوادونه دي.افغان چارواکی باید هوښیار وي او دا لوبه د ځان په ګټه وکاروي.