د لندن په غونډه د فبروري د ناکامې درې اړخیزې غونډې بشپړ تاثیرات خواره دي، داسې ښکارېده چې لندن د افغانستان پر وړاندې پاکستان ته لابینګ کوي.
د افغانستان او پاکستان د مناسباتو ماهیت سیاسي او دیپلوماتیک ندی، چې په خبرو حل شي. د حل یوازینۍ لاره د افغان امنیتي ځواکونو او استخباراتو قوي کول دي، چې له سرحدونو ساتنه وکړي او افغانستان د پاکستان له شره په امن کړي.
د لندن په درې اړخیزه غونډه کې له پاکستانه د طالب مشرانو خوشي کولو غوښتنه ددې لپاره کېږي، چې افغانستان له همدې لومړي سره د سولې په اړه د پاکستان نیت معلوم کړي.
د لندن په درې اړخیزه غونډه کې افغانستان یوازې ځانته معلومولی شي، چې له غوښتنو یې د انکار په صورت کې په پاکستان اقتصادي او امنیتي فشارونه راوړی شي او کنه؟
د خلکو باور دا دی، چې انګلستان په شدت د پاکستان ملاتړ کوي، نو د پاکستان او افغانستان په موضوع کې منځګړیتوب نشي کولای.
د لندن د پخوانۍ غونډې نتیجه مطلق منفي وه، خو افغان لوری هڅه کوي حد اقل په اوسنۍ درې اړخیزې غونډې کې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د پاکستان نیت معلوم کړي.
دې غونډې ته د افغان ولسمشر کرزي د سفر دوه برجسته اهداف ښودل شوي: د تېرو غونډو د ژمنو تعقیب او د افغان سولې په تړاو د ملا برادر د خوشي کولو بیا ځلي غوښتنه.
شنونکي وایي، دا مهمه نده، چې د برادر په ګډون هغه طالب مشران چې له پاکستانه یې د خوشي کولو غوښتنه کېږي، څومره مهم کسان دي، بلکې افغانستان پدې ډول غواړي له پیله د افغان سولې په تړاو د پاکستان په نیت پوه شي. که پاکستان له دې غوښتنو ځان تېر باسي، نو د لندن همکاري هم مثبته نده.
ظاهراً پاکستان ځکه غلط دی، چې ملا برادر اوس هم په هغه هېواد کې بندي دی او د اوو نورو طالب مشرانو د خوشي کولو خبرونه هم درواغ دي.
محور معلومات ترلاسه کړي، چې ملا منصور دادالله په پاکستان کې بندي دی او له اختر راهیسې د هغه خبر په غبرګون کې په اعتصاب کې دی، چې د هغه د خوشي کولو په اړه خپاره شوي دي.
د نظامي چارو شنونکي جنرال امان الله امان محور سره په خبرو کې وویل، ملا برادر د افغانستان ټوله موضوع نده، بلکې د افغانستان کشاله اوس ملي، منطقوي او نړیوال اړخونه غوره کړي :((دا د پاکستان پروګرام دی، چې طالبان مطرح کوي، دفتر، شرایط او د بندیانو خوشي کول پرې غواړي. له پاکستان سره باید مخامخ خپل حساب تصفیه شی.))
خو د سیاسي چارو کارپوه عبدالغفور لېوال وایي، د پاکستان او افغانستان موضوع سیاسي او دیپلوماتیکه نده، چې په خبرو او منځګړیتوب حل شي :((یوازې د نظامي او استخباراتي قواوو غښتلي کول له دې ستونزې د امن ذریعه ده، چې په دفاع سره د پاکستان له شره پرې په امن کې شو.))
له تاریخي پلوه انګلستان په افغانستان کې د یو متجاوز قوت په توګه پېژندل کېږي. له پاکستان سره د اصلي ستونزې جرړه، چې ډیورنډ کرښه یادېږي هم له انګلستانه په میراث پاتې.
د سیاسي چارو شنونکی کبیر رنجبر وایي، د فبروري درې اړخیزې غونډې ناکامه نتیجه په اوسنۍ غونډه هم اغېز لري او انګلستان په تېره غونډه کې هم پاکستان ته لابینګ وکړ.
ښاغلی رنجبر زیاتوي، که بریتانیا په افغانستان کې د سولې لپاره سیاسي اراده ولري، نو په پاکستاني حکومت له خپل نفوده په استفادې افغان کشاله حل کېدای شي، خو انګلستان داسې نه غواړي :((انګلستان د پاکستان په وسیله په افغانستان کې خپل ستراتیژیک اهداف عملي کوي، پاکستان پدې غونډو نړیوال تېر باسي.))
په لنډو ټکو کی لیکم : که خدای ج غیبی یو نا بغه په افغا نستا ن کی را پیدا نکړی په بل ډول دافغا نستا ن کشا له نه حل کیږی څکه هر مشر دریس جمهو ر نه رانیولی تر مد یر پوری ټو ل نفسا نی شخصی خواهشات دی او دغه خوا هشا تو سترګی ور ړاندی کړی دغه سترګی اوس تداوی نلری په غیری دولتی چو کا ت کی طا لبا ن وګوریږږږږږږږږږږږږږږږږږږږ