پاکستان په هغه پلان کې د بریتانيا بشپړ ملاتړ لري، چې له مخې يې طالبان د پاکستان د ګټو په تضمين سره د افغانستان په یوه برخه حاکم شي.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت له مخالفت سره د قطر طرحې اصلي بڼه زيانمنه شوې، بریتانيا هڅه کوي، دغه پروسه له احتمالي ناکامۍ وژغوري.

يو افغان مقام ويلي، بریتانيا غواړي د مجاهدينو د جلا وطنۍ تجربه تکرار کړي، دغه هېواد  له امريکا غوښتي، چې په قطر کې طالبان یو عبوري حکومت جوړ کړي او افغانستان ته راشي. سملاسي بریتانیا افغان انتخابات ناممکن ګڼلي دي.

په هلمند کې د پوځي حضور پرمهال بريتانيا ګڼلې وه، چې په مطلق ډول د طالبانو حاکميت همدومره ناممکن دی، لکه په جنګ کې بری، نو ځکه له دريو کلونو راهیسې هغه هېواد له پاکستان سره د طالبانو د پخلاينې په طرحو کار کوي.

دغه داستان طالبانو ته د هلمند ولایت د بشپړ سپارلو تر کچې حقيقي بڼه پيدا کړې وه. بريتانویانو غوښتل طالبان رسماً په یوه سيمه حاکم شي او په دې توګه به وکولای شي، چې له هېواده بهر رسمي نماينده ګي پرانېزي، په نړيوالو غونډو کې شراکت وکړي او په ملګرو ملتونو فشار راوړي چې د یو مشروع غورځنګ په توګه چې د افغان جګړې پای ورسره حتمي کېږي سياسي هلو ځلو ته ورګډ شي.

سره له دې چې د  قطر دفتر د امريکا په ملاتړ د بريتانيا او پاکستان د هماغې طرحې پيلامه ده، خو پاکستان د قطر په ظاهري شرايطو کې خپله بې طرفي په ډاګه کوي. د دغه پلان له مخې پاکستان د طالبانو راپخلا کولو او د خبرو ميز ته کېنولو کې مبتکر رول په غاړه منلی، اما د پاکستان شرايط په هره هغه بيه چې وړاندې شوي، د بريتانيا او امريکا له لوري منل شوي هم دي.

افغان ولسمشر د قطر پروسې پر شرایطو له شديدو انتقادونو سره سره لاهم اصلي خبره نده کړې، چې د قطر پروسه کومه توطئه وه او انجام یې څه کېدای شوای، حتی ولسمشر پرون هم پر پاکستان ډېر په احتياط ملاحظه ثبت کړه.

که اصلي پلان تطبيق شوی وای، نو په افغانستان کې د انتخاباتو د وخت تر رارسېدو مخکې به طالبان یا بشپړ حاکمیت ته رسېدلي وای او خپل عبوري حکومت به يې رالېږدولی او یا به د جنوب په ځينو سيمو د واکمنۍ يوه لويه حوزه وربېله شوې وای.

اوس ځينې سرچينې وايي، افغان حکومت په خپل مخالفت سره دغې قضيې ته د نړيوالو او سيمه ييزو قدرتونو د نفوذ کړکۍ ور پرانسته او په خپل لومړني جدي غبرګون سره يې روسيه، چين او هندوستان د ځان ملګري کړل. دغو دريو واړو هېوادونو په سوله کې د افغان دولت د دريځ ملاتړ کړی او له امريکا او متحدينو یې غوښتي، چې له وارداتي سولې لاس واخلي او د نظام لس کلنې لاسته راوړنې او بنسټونه د قيمار ښکار نکړي.

هندوستان او روسيه وايي، له وسله والو سخت دريځو سره بايد سرې کرښې مراعات شي، دا هغه څه دي، چې کولای شي یا طالبان نيمګړي واک ته راګډ کړي او یا امريکا اړباسي چې د قطر پروسه ناکامه او له خپلې خوښې خلاف اعلان کړي.

که د افغان دولت، هندوستان او روسيې دريځونه په خپل حال وي، داسې جوړجاړی په نا اټکل شوي ډول د پاکستان ګټې هم زيانمنوي او ښايي پاکستان په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو په مټ چريکي بريدونو ته ترپخوا ډېر زور ورکړي.

د بريتانيا د لومړي وزير راتګ او په ایساف کې د بريتانوي جنرال څرګندونو چې طالبانو ته د سولې په لومړني اهمیت په سترګه ګوري، هغه دريځونه دي، چې ښيي بريتانيا هڅه کوي، په هر قيمت چې وي، دغه طرحه له ناکامۍ وژغوري. اما اساساً د قطر پروسه سملاسي له سترو ننګونو سره مخامخ شوې ده.

One thought on “محور ورځپاڼه: له افغان سولې سره د بریتانیا مينه؛ حقيقي، مجازي؟”
  1. که ملا او طالب په دغه حساس وخت کې لږ له سړیتوب نه کار واخلي او آی ایس آی ته د سپي په دود کوچې ووایي، هم به له لویدیځ څخه د جګړې د ګټلو پګړۍ په سر ټینګه کړي او هم به د ولس ملاتړ ترلاسه کړي او که د آی ایس آی د وظیفه خورو په توګه د افغانستان د کومې برخې د بېلولو (هدف مې دا چې د دوی د چټلې مفکورې په اساس د خپل نظام د حاکمیت) له پاره کومه هڅه وکړي نه یوازې دا چې خپله سوغۍ به یې تر قیامته ککړه پاتې شي بلکه ټول پښتانه به د ابد له پاره بدنام او ذلیل کړي ځکه چې په موجوده افغانستان کې پښتون له څلورو سوو کالونو راهیسې یکه تاز واکمن دی په داسې حال کې اوس ورته هم اقلیتونو خولې وازې کړي او هم آی ایس آی په ټول رذالت سره پرې ور دانګي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *